کرکټ بورډ پر دوه لوبغاړو او يوه روزونکي بندېز ولګاوه

ساخت وبلاگ

By

On

Dec 24, 2017 - 16:47

جلال اباد (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ پر دوو لوبغاړو او يوه روزونکي د لوبو او فعاليتونو بندېز  ولګاوه .

د کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټۍ غړو ډاکټر نور علم فريد او ميرمبارز  د مرغومي په ٣مه، په جلال  اباد ښار کې په دې اړه د يوې خبري غونډې  په ترڅ  کې معلومات ورکړل.

دوى زياته کړه چې ياد بنديز  د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو پر مهال د سرغړونو له امله لګول شوى دى.

ډاکټر فريد وويل، د سپین غر زون لوبډلې پر لوبغاړي همایون عمر د يو کال بندیز لګول شوى دى.

د هغه په وينا، عمر د غونډې پر مهال د خپل زون مشر ته له سپکو سپورو ویلو وروسته د هغه د وهلو ډبولو هڅه کړې وه.

ميرمبارز وويل،  د بندامیر پر لوبغاړي نور الحق ملکزي ځکه شپږ میاشتې بندیز لګول شوی چې هغه په خپل موټر د سپین غر زون د مشر د وهلو هڅه کړې وه، خو هغه ترې روغ وتلى و.

نوموړي زياته کړه، د بست لوبډلې پر  روزونکي درې مياشتې بندېز لګېدلی، ځکه چې  پر نوموړي په يوه سيالۍ کې د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو د توهين او د لوبې د اخلال تورونه دي.

د يادونې ده چې کرکټ بورډ تېر کال هم پر ځينو لوبغاړو بندېزونه لګولي وو.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 179 تاريخ : دوشنبه 4 دی 1396 ساعت: 6:31