د نړۍ هغه شپږ هیوادونه چې هوايي ډګرونه نه لري

ساخت وبلاگ

که غواړئ چې دغو هیوادونو ته سفر وکړې، نو باید په موټر یا اورګاډي کې لاړ شئ.

که چیرې یو څوک وغواړي چې بل هیواد ته سفر وکړي، نو لومړۍ باید ځان ته د الوتکې ټیکيټ وپیري ترڅو په ټاکلي وخت او ټاکلې الوتکه کې پرواز وکړي. خو داچې د نړۍ شپږ هیوادونه هوايي ډګرونه نه لري، نو د هوا له له لارې مستقیماً ورتګ ورته ناشونی دی.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

دغه هیوادونه په لاندې ډول دي:

۱. واتیکان (Vatican)

واتیکان د (۱۰۹) هکتاره مساحت په درلودلو سره د ايټالیا هیواد د پلازمینې روم په غیږ کې پروت دی. دغه خپلواک هیواد خپل هوايي ډګر نه لري، خو ورتلونکي کسان کولی شي چې د ايټالیا له پلازمینې څخه د موټر یا اورګاډي په وسیله په اسانۍ سره ورشي.

۲. سان مرینو (San Marino)

د سان مرینو (San Marion) جمهوریت د اروپا په جنوبي څنډه او د ایټالیا په غیږه کې پروت دی. د نړۍ دغه پنځم کوچنی هیواد له (۳۳۰۰۰) څخه څه ناڅه زیات نفوس لري او د ايټالیا په ریمیني (Remini) کې د فیډریکو فیلیني نړیوال هوايي ډګر څخه یوازې نهه (۹) میله واټن لري.

۳. موناکو (Monaco)

وروسته له واتیکان (Vatican) څخه ، موناکو (Moncao) د نړۍ په کچه دویم کوچنی هیواد دی، چې (۳۸،۵۰۰) نفوس لري. د نورو هیوادونو په څیر، دغه هیواد هم هوايي ډګر نه لري او خلک د فرانسې هیواد د (Nice Côte d’Azur) نړیوال هوايي ډګر له لارې، چې د موټر په وسیله پنځه ویشت (۲۵) دقیقې لار ده، دغه هیواد ته تګ راتګ کوي. تر ټولو جالبه خبره دا ده، چې د نړۍ په کچه درېیم او څلورم کوچني هیوادونه، چې (Nauru) او (Tuvalu) دي، هوايي ډګرونه لري، خو پنځم او شپږم کوچني هیوادونه یې نه لري.

۴. لیکټین سټاین (Liechtenstein)

دغه هیواد د اطریش او سویزرلنډ هیوادونو ترمنځ په منځنۍ اروپا کې موقعیت لري. دغه هیواد ته خلک د سویزرلند هیواد له (St. Gallen-Altenrhein) هوايي ډګر څخه تګ راتګ کوي، چې د سویزرلنډ له پلازمینې څخه لږ تر لږه څلورویشت (۲۴) میله لیرې پروت دی.

۵. اندورا (Andorra)

اندورا (Andorra) هیواد ته مستقیماً د هوا له لارې تګ راتګ نه کیږي او دغه هیواد هم د نورو هیوادونو په څير هوايي ډګر نه لري. د دغه هیواد له یوې څنډې څخه بلې څنډې ته یې د موټر په وسیله پنځه ویشت (۲۵) میله لار ده. د پیرینیز (Pyrenees) غرونو له کبله، چې د هسپانیا او فرانسې هیوادونو په منځ کې موقعیت لري، په دغه هیواد کې د هوايي ډګر جوړیدل څه ناڅه ستونزمن کار دی. په همدې اساس، خلک د هسپانیې او فرانسې له لارې دغه هیواد ته تګ راتګ کوي او د فرانسې هیواد په پرتله د هسپانیې (Girona-Costa Brava) هوايي ډګر د اندورا (Andorra) هیواد پلازمینې ته نیږدې دی او مسافرین کولی شي، چې خپل لار را لنډه کړي.

۶. فلسطین (Palestin)

د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر، د فلسطین (Palestin) هیواد هم داسې هوايي ډ‌ګرونه نه لري، چې خلک په مستقیمه توګه دغه هیواد ته تګ راتګ وکړي. په همدې اساس، خلک د اسراییل هیواد د بن ګورین (Ben Gorion) نړیوال ډګر له لارې، چې له بیت لحم (Bethlehem) څخه شپږ ویشت (۲۶) میله واټن لري، تګ راتګ کوي. خو اسرایل ډیره کله فلسطینیان محاصره کې ساتي او د ازاد سفر اجازه نه لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00