څنګه کیدای شي چې د تلویزوني خپرونو ښه چلونکی او پریزنیټر شو؟

ساخت وبلاگ

• لیکنه: چینټیلي نیکولیس
• ژباړه او زیاتونه: غازي عابد

کرایزس زوله هشاتسي، د ټلویزیون د پریزنټرۍ ځینې عمومي غوره او مهمې مشورې درسره شریکوي. زوله هشاتسي په ډیرو ټلویزیوني رسنیو کې کار کړی او ورسره بشپړه تجربه لري.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

دلته یې ځینې هغه تجربې درسره شریکوو، چې یو نوی پریزینټر یا وړاندې کوونکی یې باید په نظر کې ونیسي، خصوصاً هغوی چې علاقه لري پریزینټر شي:

۱- څه چې کوې مینه ورسره لره.
دا ډیر بې خونده او بد کار دی چې یو کار ترسره کوې، خو په مینه یې نه کوې، یعنې مینه ورسره نه لرې. ځکه که مینه ورسره ونه لرې، باید هغې دندې ته د دندې په حیث ونه ګورې. نو که له پریزینټرۍ سره دې مینه نه وي، بیا یې نه شې ترسره کولی. یعنې له کار سره مینه خو د ژوند په ټولو چارو کې ضرور ده.

۲- دندې ته باید احترام ولرې.
ځینې خلک له دې دندې (پریزینټرۍ) سره یوازې ددې لپاره ځان جوړوي چې ډیر شهرت ترلاسه کړي. خو دا شهرت دایمي نه وي. ځکه که ته شهرت غواړې او خپلې دندې ته د سمې دندې په حیث نه ګورې، نو دا به دې وظیفې ته ستره بې احترامي وي. په ټلویزیوني پریزنټرۍ کې که هغه د خپرونو، خبرونو، شوګانو او نور هر څه وي، چې په پوره احترام سره ور داخل نه شئ، هیڅکله به یې ښه ونه شئ کړی، ځکه چې ذهناً درته دا کار کوم نیږدې قت او احترام نه لري، نو څنګه به یې وکړئ.

۴- تل په خپل وخت اوسئ.
په خپل وخت اوسیدل مو خلکو ته ځان ورپيژني. هغه خلک زما بد راځي چې دندې ته په خپل وخت نه راځي او کارونه په وخت نه ترسره کوي. دا خلک نه یوازې په پریزینټرۍ بلکې په هر مسلک او دنده کې د خلکو بد راځي، خو دلته ځکه ضرور ده چې ممکن د څه شي پریزینټري چې ته کوي، بل څوک هغه ونه شي کړی او یا هغه ډول سره چې ته یې کوې، هغوی یې ونه شي، ځکه ممکن دا خپرونه، غونډه، خبرونه او یا نور هر څه یوازې ستا مربوط وي، ځکه باید ورته په خپل وخت حاضر شې.

۵- خپل مشر او ټولې کاري ډلې ته مو احترام ولرئ.
موږ ټول د یو بل همکارۍ او درناوې ته اړتیا لرو. هڅه باید وکړو چې له یو بل سره ښه رویه او ښه اخلاق ولرو. ارزښتونه وپالو او احترامانه چلند وکړ. که مو خپل مشر، ډاریکټر، تخنیکي کارکوونکو، پروډیوسر او نورو همکارانو ته احترام ونه کړو، نو هیڅکله به په ښه زړه د پریزینټرۍ دنده ترسره نه شو کړی، ځکه ذهناً به نارام یوو، او کله چې موږ ذهناً ناجوړ یوو، یو کار ښه نه شي ترسره کیدی. په پریزینټرۍ کې که لږ هم تر فشار لاندې اوسې، رنګ دې تغیر کوي، ژر ژر به غلطیږې، بیا خلک درباندې پوهیږي چې څه ستونزه شته.

۶- خوشطبعیته اوسئ.
هیڅکله ډیر مه جدي کیږئ. ځکه هر ډول تیروتنې، ښې او بدې به راځي، خو تل به تندی تروش نه نیسئ، بلکې ډیر نرم او خوښ چلند به خپلوئ. دا خندا او ظرافت ستړیا او تشویش له منځه وړي. که موږ د پریزینټرۍ پرمهال یا ترې مخکې او وروسته له کوم ډول ستونزې سره مخ کیږو، ښه ده چې نرم چلند ورسره ولرو، څو زموږ په کار بد اغیز ونه کړي.

۷- ډیره مطالعه وکړئ.
کوچني ذهنونه تل په کوچنیو شیانو ژر مصروفیږي.
د نورو خلکو په اړه له بې ځایه خبرو تیر شئ. ښه دی چې په ټولنیزو مسایلو، روانو چارو او د نورو شیانو په اړه بحث وکړئ او له دې ځان خبر کړئ چې نړۍ کې څه روان دي. دا ټول د مطالعې په واسطه کیږي. که موږ مطالعه ونه کړو او نوي څه زده نه کړو، په خپل کار او چارو کې نه شو بریالي کیدای.

۸- په خپل ځان باور ولرئ.
یوازینی شخص چې تا او ستا استعداد پيژني، هغه ته په خپله یې. کله چې په ناستو ولاړو کې له پروډیوسرانو او ډاریکټرانو سره مخ کیږئ، له هغوی ګټه واخلئ، هغه ګټه دا ده چې هغوی ته خپلې مثبتې او قوې نقطې وښیئ او ځان مو ورته غوره ثابت کړئ. که په ځان باور ونه لرې او څومره تکړه یې، له ځانه به ګټه وانه خیستلی شئ.

۹- مخکې له خوریدو فکر وکړئ.
هیڅکله هم له ځانه خبر لوڅی مه جوړوئ. دا له فکره وړاندې غږیدل نور خلک درځینې خفه کولی او باور ته مو زیان رسولی شي. ځکه نو هر وخت له خبرو وړاندې فکر وکړئ او هیڅکله هم په بې فکرۍ سره خبرې او ویناوې مه کوئ. که چیرته موږ د خپرونې، خبرونو… وړاندې کولو پرمهال له مخکینیو تدابیرو او هرې خبرې ته له فکره کار وانخلو، ښايي له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شو.

۱۰- هیڅکله هم داسې مه وایه چې ورسیدې.
تل باید په نویو مهارتونو پسې شې. داسې ونه وایاست چې بس ورسیدۍ او پوه شوئ، بلکې په نویو مهارتونو، لارو چارو او زده کولو پسې پلټونکي اوسئ. که ته وایې بس زه پوه شوم، بیا لټي درباندې غالبیږي او ډیر امکان لري چې دا زده هم درنه هیر شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 182 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00