ړوند قضاوت څه ته وايي؟ عملي تجربې او مشورې!

ساخت وبلاگ
  • لیکنه: غازي عابد
په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

غواړم د یوې مهمې موضوع په اړه څه ولیکم چې تقریباً هر انسان ورسره مخ شوی او مخ کیدونکی دی او دا چې موږ انسانان نیمګړي یوو، نو بیا بیا هم تیروتی، جذباتي کیدای او ورسره مخ کیدای شو؛ هغه ړوند قضاوت دی او یا (پسې شا) د یوه چا په اړه د هغوی تیروتنو، کار او نورو نیمګړتیاوو له امله د ښه او بد پریکړه کول دي. ځیني خلک ورته (ژر قضاوت هم وایي)
دا سمه ده چې ځیني خلک روانشناس او قوي اټکل کوونکي وي، یو څه/چا ته په لیدو تر یوه حده سم قضاوت کولی شي، خو دا هر څوک او هر وخت نه شي کولی. خصوصاً هغوی چې بې تجربې وي یعنې لږ لږ د ژوند پوخوالي ته رسیدلي او یا روان وي.

مثلاً موږ یو نوی کس وینو، که په طبعیت مو برابر نه شي، نو ژر خپل بل ملګري، د هغوی ملګري او نورو خلکو ته وایو چې دی کبرجن، ناوړه، ټنبل، بد او نامناسبه شخص دی، چې دا هر څه بیا اخر کې معکوس خیژي.

دا ړوند قضاوت یا د بغض او کینې له امله په چا پسې غږیدل، عیناً په نورو پسې له غیبت کولو او په نورو بهتان لګولو سره یو شان دی، ځکه بل انسان پسې پرته له دې چې واقعي یې وڅیړې او له نیږدې ورسره ښکته پورته شې، بد عادت او عمل دی. (اسلام غیبت منع کړی، هیڅ وخت باید ونه شي)

کیدای شي دا تجربې تاسو لوستونکو ته هم شوي وي. ځینو خلکو ته په کتو او یا هم ورسره په لومړي ځل مخ کیدو مو ممکن ړوند قضاوت کړی وي، خو لږ وروسته یا په سم ډول د یو چا په اړه له پوهیدو وروسته بیا هر څه سرچپه وي، دغسې مهال له خفګان، وجدانً خجالتۍ پرته نور هیڅ هم نه وي. زه اقرار کوم چې له بدمرغه له داسې حالاتو سره مخ شوی یم. د هماغو تجربو له امله اوس ډیر دقیق یم او هیڅکله هم د چا په اړه چټک قضاوت نه کووم. که څومره مې هم څوک په طبعیت نه وي او یا یوه تیروتنه وکړي، بیا هم لیوال یم چې باید نور یې هم وپيژنم او بیا یې په اړه قضاوت وکړم یا یې پر شخصیت وغږیږم.

د ړوند قضاوت بیلګې نن سبا په سوشیل میډیا یا ټولنیزو رسنیو کې ښه مشاهده کولی شو. دلته تر ډیره د فیسبوک پر پوسټونو قضاوت کیږي. دا سمه ده چې ځیني هغه به له دې پوسټونو معلوم کړو چې اخلاقي معیارونه ماتوي او له چوکاټه ووځي، خو په ټوله کې د هر چا شخصیت یوازې له دې فیسبوکه نه شو معلومولی.

ځیني پر فیسبوک ډیر توند وي، تیزې خبرې لیکي، که یې وڅارې تاسې ته به ډیر بد او توند ښکاره شي، خو عملاً به تر ډیره دا هر څه بدل وي. شخصاً ما داسې ډیر خلک لیدلي چې هغوی په مجازۍ نړۍ (فیسبوک…) کې راته ډیر ناوړه ښکاره شوي، خو کله چې مو په حقیقي نړۍ کې لیدلي او ورسره مې ناسته پاسته کړې، خورا ډیر نرم او طبعیتي چلند لري.

یو بل ړوند قضاوت چې موږ یې د نورو په اړه کوو دا هم دی، چې کله په ټولنیزو رسنیو څه لیکي، که املا او انشا کې یې ستونزې وي، د هغوی په اړه هم موږ په ساده اصطلاح د بې سواده ټاپه لګوو، خو دا داسې هم نه وي. ځیني خلک ډیر لایق وي، خو په ټولنیزو رسنیو نه غواړي یا یې نه شي کولی هغسې راڅرګند شي، اما په عملي ژوند کې خورا پوه او علمي خلک وي.

دلته چې ما څه ولیکل تر ډیره زما تجربې دي. زه ورسره مخ شوی یم او اوس داسې نه کووم. کیدای شي ډیرو هغو ته چې ورته تجربه شوي یا مشران وي، ممکن زما دا مشوره، توصیه او یا هم تجربه، زړه او بې خونده وي، خو د یوه ځوان په حیث ډاډه یم چې زما په شان ډیر ځوانان ممکن له داسې حالت سره مخ شي، ښه دی چې له مخکې زما دا مرسته ور ورسیږي ځکه نن سبا تقریباً هر ځوان/ځوانه انټرنیټ ته لاسرسی لري، ممکن له داسې ډیرو شیانو سره مخ شي، چې طبعیت یې خراب کړي او د یو چا په اړه د کمو معلوماتو له امله چټکه پریکړه وکړي.

پای؛
په دې هیله چې له ړوند قضاوت ځان وساتو، ځکه دا مو اړیکې خرابولی او کینې پارولی شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00