محمد نبي عیسی خیل د بيګ باش سیالیو پيل په ویکټې وکړ

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی دی، چې په لمړۍ لوبیدونکې لوبه کې یې پیل په توپ اچونې سره وکړ.

محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا بیګ باش سیالیو ته د ملبورن رینیګیډز لوبډلې په ګټه د ویسټ انډیزي سونیل ناراین پر ځای غوره شوی دی.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

نوموړي د دغه لوبډلې او په خپلې لمړۍ لوبیدونکې سیالۍ کې د هوبرت هریکنز لوبډلې خلاف په ۴ اورونو ترسره کولو سره د یو لوبغاړي په سوځیدو ۲۵ منډې ورکړې، چې د بیګ باش سیالیو کې بهترینه توپ اچونه شمیرل کیږي.

د اسټرالیا د کورني کرکټ تر ټولو سترې تجارتي او په نړیواله توګه مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي، پکې دا ځل د افغانستان څخه هم دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ګډون کړی دی، چې محمد نبي د ملبورن او راشد خان به د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه ولوبیږي.

د بیګ باش تجارتي کرکټ دې پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۷ م کال د همدې وروستۍ ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر څلورمې نیټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 157 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00