هغه څلور ځانګړتیاوې چې مې کاناډایانو کې ولیدې

ساخت وبلاگ

• لیکواله: ژوو
• ژباړه: غازي عابد

یادونه: دا د یوې فرانسوۍ د سترګو لیدلی حال دی، خو زه وایم په دې ځینو ځانګړتیاوو کې موږ هم ورسره یو شان یوو.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

کاناډا یو ستر ځای دی. چې د بیلابیلو نژادونو او هیوادونو خلک په کې اوسیږي. کلیوالي، ښاري، زاړه، ځوانان، سړي، ښځې، هسپانوي، انګریزي، ختیځوال، لویدیځوال…

دلته زه د کاناډیانو ځینې هغه ځانګړنې بیانوم چې کیدای شي هغوی راسره موافق ونه اوسي، اما، ما چې کاناډا کې وخت تیر کړی، په کې لیدلي مې دي:

۱- کاناډیان بې غوره او غیرې رسمي دي.

په ټولنیز دریځ او مسوولیتونو کې کاناډیان د پام وړ بې غوره او بې پروا دي. د کاري ساحو لپاره هغوی هغه څه نه اخلي چې مناسب وي، لکه که په کاري ساحه بوټان په کار وي، کیسه کې یې نه وي چې باید څومره ورته اماده شي، همدې ډول سره نور لوازم هم.
په شخصي او مسلکي ځایونو کې متقابل عملونه او خبرې اترې هم غیرې رسمي او ناشنا وي.

۲- کاناډیان وختي خوراک کوي او بیا ټوله ورځ یوه ناشته کوي.
کله مو له کوم کاناډايي ملګري سره ماښامی کړی؟ نو که هر وخت یې په ۵ یا شپږو بجو د ماښام دعوت کړئ، حیرانیږئ مه. دا په کې عامه ده چې د غرمې ډوډۍ له غرمې مخکې خوري او ماښامی، د ماښام له ۷ بجو مخکې خوري. نو که د ماښام ډوډۍ مو دومره وختي وخوړه، بیا لوږه ګالئ، ډوډۍ بیا نشته.
ما نه شول کولی چې ماښامی په ۵ بجو وکړم، نو په همدې اساس به زه وختي پورته کیدم، ځکه وږې به وم. بله خبره دا ده چې هر ځای کې به یې خوراک کاوه، خو زموږ په فرانسه کې پرته له اشپژ خانې، ځانګړي میز… نه بغیر څوک خوراک نه کوي، که بل ځای خوارک وکړئ خلک درته قهریږي.

۳- کاناډیان شخصي واټن ته ارزښت ورکوي.
که چیرته په عامه موټرو کې ورسره کیښنئ، نو له نورو مسافرو لرې کیښني او د سترګو تماس له چا سره نه نیسي. که نیږدې ورسره کیښنې، د ناخوښۍ احساس کوي، فزیکي نیږدېوالی هم نه خوښوي.

همداراز د خپل ځان په اړه د معلوماتو پټولو کې ډیر کلک دي، لکه د عمر، وزن، مدني حالت، سیاسي نظریو، شخصي ستونزو، کورنۍ او نورو په اړه چې ترې پوښتې.

ملګرتیا کې ډیر احتیاط کاره دي، ډیره ملګرتیا هم نه کوي. کله چې درسره لیدنه کوي، که په رستورانت، د چایو کاپي چې هر ځای کې وې، لیده کاته درسره کوي، مناسب ځایونو کیسه کې نه وي، عامه ځای کې هم درسره ګوري.
که چیرته کومې پارټۍ، خوښۍ یا نورو مراسمو ته ورسره لاړ شئ او لومړی ټول لوښي او هر څه شیان کوم بل یو اطاق یا ځای ته لاړل، حیرانیږئ مه، هغوی همداسې دي.

۴- کاناډیان ژر موافقه کوي.
زما نه یادیږي چې له کوم کاناډايي سره مې رښتیني او بشپړ بحث کړی وي. نه مې یادیږي چې ډیر څه مې ورنه اوریدلي وي. کاناډیان په وړو خبرو کې ماسټران دي. بس لنډې خبرې کوي. له چا سره خبرې نه اوږدوي، بس هر څه درسره لنډو کې خلاصوي.
یادونه: دا د یوې فرانسوۍ د سترګو لیدلی حال دی، خو زه وایم په دې ځینو ځانګړتیاوو کې موږ هم ورسره یو شان یوو.
اوس ستاسې نظریات څه دي چې موږ افغانان کوم ډول ځانګړنې لرو؟

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 202 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00

خبرنامه