نیلسن منډیلا؛ د جنوبي افریقا ريښتینی اتل

ساخت وبلاگ

نیلسن منډیلا څلور کاله مخکې د پنځه نوي (۹۵) کلونو په عمر د ځیګر ناروغۍ له امله له نړۍ ولاړ، خو د جنوبي افریقا لپاره یې ترسره کړي کارونه ددې هیواد نسلونو ته د سوغات په توګه پرېښودل.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

نیلسن منډیلا د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې یو له هغو مخکښو او پیژندل شویو مبارزینو څخه وو، چې خپل د عمر اووه ویشت (۲۷) کاله یې د جنوبي افریقا د اقلیتي سپین پوستي واکمن نظام پر وړاندې د یوه فعاله اپوزیسیون په توګه په زندان کې تیر کړل. وروسته له هغې چې له زندان څخه راخوشې شو، نو څلور کاله وروسته یې د هیواد د لومړني ډیموکراټ ولسمشر په توګه د خلکو له لوري وټاکل شو، چې وروسته له یوې دورې ولسمشرۍ په خپله خوښه لرې شو.

د نوموړي ظاهري ازادي، چې شخصي سرښیندنې هم ورسره تړلې وې، د نژادي مساواتو د برابرولو پر وړاندې د هغه برخلیک ټاکونکې مبارزې له هغه څخه د نړۍ په کچه یو د قدر وړ سیاستوال جوړ کړ.

د نژاد پالنې ضد مبارزې له لارې او د ولسشمرۍ په وخت کې د سوسیالیسټۍ ارزښتونو ته ژمن پاتې شو او له هغو کسانو یې دفاع وکړه، چې پرې ظلم شوی وو.

نیلسن منډیلا په (۱۹۹۳) زیږدیز کال د سولې په نوم د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

نیلسن منډیلا خپل ټول ژوند په مبارزې او حق غوښتنې کې تیر کړ او په پنځه نوي (۹۵) کلنۍ کې په جوهنیزبورګ (Johannesburg) ښار کې په خپل کور کې د ورپیښې ناروغۍ له امله د پنجشنبې په شپه ومړ.

د منډیلا مبارزه

نیلسن منډیلا خپل د ژوند څه ناڅه درې لسیزې په زندان کې تیرې کړې د دې په پار چې د جنوبي افریقا نژاد پاله (د جنوبي افریقا د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ بیلتون غوښتونکی) دولت له پښو وغورځوي.

نوموړی په کال (۱۹۹۰) کې له زندان څخه خوشې شو او په جنوبي افریقا کې د څو نژادیزې ډیموکراسۍ د اصل په بنا کولو کې محوري رول ولوبولو او د جنوبي افریقا لومړنۍ تور پوستی وو، چې په کال (۱۹۹۴) کې د خلکو له لوري د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ولسمشرۍ له پنځه کلنې دورې څخه وروسته له واکه لیرې شو، خو د سیاست له ډګره سم دلاسه څټ ته نه شو.

وروسته له هغه چې نیلسن منډیلا د ولسمشرۍ له څوکۍ لیرې شو، د جنوبي افریقا د یوه مخکښ او نامتو شخصیت په توګه پاتې شو او په دغه هیواد کې د ایچ آی وي (HIV) او ایډز (AIDS) ناروغیو د خپریدو پر وړاندې یې کمپاین وکړ او د (۲۰۱۰) کال د فوټبال سیالیو د نړیوال جام کوربه توب لپاره یې له خپل هیواد سره مرسته وکړه ترڅو د دغو سیالیو د کوربه توب حق ترلاسه کړي.

د بې ساري صداقت په درلودلو او د نړیوال اعتبار او شهرت له کبله نوموړی د کانګو هیواد او نورو ځایونو کې د سولې پروسې په مباحثو کې د یوه لوړهمته معنوي منځګړي په توګه رول لوبولی دی، خو د عمر په تیریدو سره یې فزیکي وړتیا هم کمه شوه او په (۲۰۰۴) زیږدیز کال د پنځه اتیا (۸۵) کلونو په عمر له عامه ژوند څخه تقاعد شو ترڅو خپل پاتې ژوند د خپلې کورنۍ له غړیو او ملګرو سره تیر کړي.

د نیلسن منډیلا عامه پوهاوی کمیاب وو.

شخصي ژوند یې

نیلسن منډیلا په (۱۹۱۸) زیږدیز کال د جنوبي افریقا په ختیځه برخه کې په یوه وړوکي کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

اصلي نوم یې (Rolihlahla Dalibhunga) وو، چې وروسته د ښوونځي یوه ښوونکي یې انګريزي نوم ورکړ چې نیلسن (Nelson) دی. نوموړی ډيری وخت په خپل کورني نوم چې مډیبا (Madiba) دی، یادیده.

نیلسن منډیلا په (۱۹۴۳) زیږدیز کال د افریقا له ملي کانګریس سره یوځای شو د دې په موخه چې د اقلیتي واکمن نظام سره مبارزه وکړي، چې د سپین پوستو ملي ډلې یې بنست ایښی وو. وروسته له هغه، نوموړي د افریقا ملي کانګریس (African National Congress) د ځوانانو د اتحادیې په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړه.

په کال (۱۹۶۰) کې د افریقا ملي کانګریس یوه یاغي او له قانون څخه سر غړوونکې اتحادیه وشمیرل شوه او نیلسن منډیلا د دغې اتحادیې چارې په پټه پرمخ بیولې. نوموړی په ناڅاپي ډول په دې تور د دولت له لوري ونیول شو، چې د دولت د ړنګولو هڅه یې کړې وه او په کال (۱۹۶۴) کې بندي شو.

د نړیوالو دوامدارو فشارونو په ترڅ کې، د یوه پراخ کمپاین له لارې چې مقاطعې، له حقونو بې برخې کیدل او بندیزونه ورسره ملګري وو، د جنوبي افریقا دولت دې ته اړ شو چې نیلسن منډیلا په کال (۱۹۹۰) کې له زندان څخه خوشې کړي او د جدايي غوښتنې حزب لغوه کړي.

کله چې له زندان څخه خوشې شو، نو څلور کاله وروسته یې د جنوبي افریقا ټولو قومونو د ولسمشرۍ په ډیموکراټیکو ټولټاکنو کې، چې د دغه هیواد په تاریخ کې په لومړي ځل ترسره شوې، خپل رایه وکاروله او نیلسن منډیلا د دغه هیواد د ولسمشر په توګه غوره شو.

نیلسن منډیلا په خپل ژوند کې درې ځلې واده کړی وو. لومړنۍ میرمن یې ایولین مس (Evelyn Mase) نومیده، چې په کال (۱۹۵۷) کې یې طلاق ورکړ. وروسته له هغه یې په کال (۱۹۵۸) کې له ویني مډیکیزیا (Winnie Madikizeia) سره واده وکړ، خو په کال (۱۹۹۲) کې د دې په پار طلاقه کړه، چې د انسان تښتونې تورونه پرې لګیدلي وو. وروسته له هغه یې له ګراکه ماچل (Graca Machel) سره واده وکړ، چې د موزمبیق (Mozambique) جمهوریت د پخواني ولسمشر میرمنه وه او ترې کونډه پاتې وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 189 تاريخ : جمعه 1 دی 1396 ساعت: 2:00

خبرنامه