افغانستان تر ۲۰۱۹ م کال پورې د کرکټ نړیوالې شورا د FTP پروګرام کې نه دی شامل

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر ۲۰۱۹ م کال پورې د کرکټ نړیوالې شورا د FTP یا فیوچر ټورز پروګرام، چې د کرکټ لمړۍ درجې هېوادونو د لوبډلو لپاره پکې د راتلونکو سیالیو مهالویش جوړیږي، نه ده شامله.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس، د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دغه پروګرا په هرو څلورو کلونو کې جوړيږي، چې وروستی هغه یې په ۲۰۱۵ م کال کې جوړ شوی دی او په هغه وخت کې دواړو افغانستان او ایرلینډ ته بشپړ غړیتوب نه و ورکړل شوی.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به اوس تر ۲۰۱۹ م کال پورې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجې هېوادونو سره د سیالیو ترسره کولو په مهالویش کې نه وي شامله، خو افغان کرکټ بورډ کولی شي، چې د دغه هېوادونو د کرکټ بورډونو سره د توافق لعه مخې ملي لوبډلې ته سیالۍ برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ته د پوره غړیتوب د ورکولو د غوښنتې په اساس د ۳ کلونو لپاره فول میمبر شیف ورکړل شو، چې پکې دواړه هېوادونه د کرکټ لمړۍ درجې هېوادونو په کتار کې حساب شول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 255 تاريخ : يکشنبه 26 آذر 1396 ساعت: 11:58