راشد خان د بیګ باش سیالیو کې د ګډون په لپاره اسټرالیا ته ولاړ

ساخت وبلاگ

د افغانستان او نړیوال کرکټ مشهوره ځوان ګوګلي ماسټر راشد خان د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي راشد خان د خپلې ټولنیزې شبکې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړی، چې نوموی د بیګ باش په سترو تجارتي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته ولاړ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د کرکټ تجارتي بیګ باش سیالۍ لکه د هندوستان اي پي ایل لوبو په څیر خورا جالبه او مشهوره سیالۍ دي، چې د کرکټ نړۍ پیاوړي لوبغاړو ته پکې د لوبیدو موقع وي.

د بیګ باش تجارتي کرکټ دې پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۷ م کال د همدې وروستۍ ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل کیږي او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر څلورمې نیټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي.

د دې پړاو سیالیو کې به افغان لوبغاړی راشد خان د اسټرالوي ټراویس هیډ په لوبډلمشرۍ کې اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د لمړي ځل لپاره لوبې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې سیالیو کې به د افغان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو کې د پښتون لوبډلې سره ملتیا کوي، د ویسټ انډیزي سونیل ناراین پر ځای د لوبیدو په موخه د ملبرن رینګیډز لوبډلې سره د یو ځای کیدو لپار اسټرالیا ته ولاړ شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 281 تاريخ : يکشنبه 26 آذر 1396 ساعت: 11:58