ولسمشر: د اوبو د مهارولو لپاره اساسي تدابيرو په پام کې لرو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٦): ولسمشر وايي، حکومت د اوبو د مهارولو لپاره اساسي تدابير په پام کې لري.

نوموړي، دغه خبرې نن ماښام د خوګیاڼیو قوم له استازو او مشرانو سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې وویل، ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سیمې له دښمن څخه پاکې کړي.

نوموړي د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له یادو مشرانو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي.

هغه زیاته کړه، د نوي قراراد په اساس به د کابل – جلال اباد لویه لاره په اساسي توګه جوړه شي.

ده څرګنده کړه، له منځنۍ اسیا څخه د ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا له واردولوسره به د ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي.

د ده په خبره، د ننګرهار ولایت لپاره د ۲۰ مېګا واټه لمریزې برېښنا ترتیبات هم نیول شوي دي.

غني وویل، د ولسي تړون پروګرام مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د خوګیاڼیو د ولسوالیو اړوند کلي هم په یاد پروګرام کې شامل کړي.

د هغه په وينا، په پام کې ده چې په راتلونکو دوه کالو کې به د افغانستان په هره ولسوالۍ کې داسې اساسي کارونه ترسره شي چې د خلکو پر ژوند به مثبت اغېز ولري.

ده یادونه وکړه، د مېملې باغ د احیا ترڅنګ به د میوند معرکې د اتلې ملالۍ هدیره په اساسي توګه ورغول شي.

هغه زیاته کړه، ننګرهار کې به د خپلې بشري پانګې له امله اساسي تحول راشي.

ولسمشر په ټینګار سره وویل: "اوبه زموږ ابرو او عزت دی او حکومت یې د مهارولو لپاره اساسي تدابیر په پام کې لري. همدارنګه به په بندونو او کانونو باندې هم اساسي کار وشي."

هغه زیاته کړه، حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر وخت ترسره شي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه د خوګیاڼیو شورا مرستیال محمد عمر شېرزاد، قومي مشر ملک حسن  او د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل اجمل عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته کې یې د جمهور رئیس غني د معقول او څرګند دریځ قدرداني وکړه.

یادو ویناوالو د زېربنا، بندونو، اقتصادي همکاریو، اداري فساد سره د مبارزې، اقتصادي پروژو، ټرانزیټي لارو د پرانيستو او نورو برخو کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس غني د پلانونو، اقداماتو او لاسته راوړنو هرکلی وکړ.

هغوی څرګنده کړه، د حکومت اقتصادي برنامې او کوښښونه به د هېواد د امنیت، ثبات او انکشاف په برخه کې پام وړ اغېز ولري. همدارنګه یې له حکومت څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د امنیت، انکشافي پروژو، معارف او نورو برخو کې شته ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

دغو ویناوالو د میوند معرکې د اتلې ملالۍ د هدیرې د رغاولو تر څنګ په مسلکي توګه د کانونو د را اېستلو، د سړو خونو او کابل – جلال اباد سرک د جوړولو، د ټاکنو په ترسره کولو او په اساسي توګه د برېښنا د ستونزې د حل وړاندیزونه وکړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د دغې کتنې په پای کې د خوګیاڼیو قومي مشرانو جمهور رئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن په اوږو ور واچوله او په چارو کې  یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : يکشنبه 26 آذر 1396 ساعت: 11:58