ولسمشر غني: قدس د مسلمانانو د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٦): د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د قدس د په رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا د ولسمشر تصميم د نړيوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ وباله.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته نن له غرمې وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، د دې ناستې په پای کې ګډون کوونکو مشرانو د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د قدس شریف د رسمیت پېژندنې موضوع د ارزونې په اړه ګډ پرېکړه لیک صادر کړ.

په دغه پرېکړه لیک کې د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس د په رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس تصمیم غندل شوی او د هغه اعلان یې د بین المللي سولې او امنیت لپاره تهدید وګاڼه.

دغه راز په یاد پرېکړه لیک کې څرګنده شوې چې د امریکا له لوري یاد ګام، د بین المللي قوانینو په ځانګړي ډول د جینیوا د څلورم منشور او د ټولو مشروع بین المللي پرېکړه لیکونو په ځانګړي ډول په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک، جدي نقض دی.

د امريکا ولسمشر دونالډ ترامپ، د ليندۍ په ١٥مه اعلان وکړ چې بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژنې. هغه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته امر وکړ چې د امريکا سفارت دې د اسراييلو له مرکز تل آويو څخه بيت المقدس ته ولېږدوي. خو د امريکا دغه پرېکړه د افغانستان د حکومت په ګډون د نړۍ له منفي غبرګون سره مخامخ شوه.

د ارګ په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو، په پیل کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د فلسطین خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس د قدس د موضوع په اړه د اسلامي هېوادونو یووالی د قدر وړ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اسلامي هېوادونو واحد دریځ به د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

همدارنګه ولسمشر غني د دې ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: "مونږ په ځانګړې تاریخي شېبه کې سره راټول شوي یو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی."

هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د درېم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.

د ده په وينا، له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات او خورې ورې پروژې کافي نه دي.

غني په فلسطین او سیمه کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحې د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.

هغه په ټینګار سره وویل، د اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ د شخړو او مناقشو ختمولو ته جدي اړتیا ده چې له دې سره خپله واقعي رهبري ثابتولی او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپله توانایي نندارې ته وړاندې کولی شو.

ده څرګنده کړه، زموږ اسلامي تاریخ باید د زغم د تمدن په توګه احیا شي او همدارنګه تروریستي او له تاوتریخوالي ډک اعمال چې اصلي قربانیان یې مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان خلک دي، مردود او وغندل شي.

نوموړي د عادلانه او پایداره حل لارې د پیداکولو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه چې د یو خپلواک دولت لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حقونو د تامین او د القدس او حرم شریف د موقعیت د تثبیت لامل کېږي، مهم وبلل اود هغو هرکلی یې وکړ.

د هغه په خبره، د اسلامي نړۍ او په عمومي توګه د ټولې نړۍ ترمنځ همپالنه او معاهدې او د بیت المقدس ځانګړي ځای ته درناوی د ټولو الهي ادیانو په تاریخ کې هیڅ وخت هم دومره پراخه نه وو.

ده څرګنده کړه، زموږ پخوانيو مشرانو چې کوم زغم او درناوی ښودلی، له حضرت عمر فاروق څخه نیولې تر خلیفه عبدالملک چې اقصی جومات یې جوړ کړ، تر صلاح الدین ایوبي پورې د یو تمدن او فرهنګ په توګه د اسلام د عمق او وسعت ښودونکي دي.

غني وويل، د اسلام روښانه ماضي، مونږ ته دا لارښوونه کوي چې خپل راتلونکی د تمدنونو، فرهنګونو، ادیانو او خلکو ترمنځ د رغنده مذاکراتو په پیلولو سره مجسم کړو.

نوموړي، د اسلامي امت ترمنځ اجماع خوشحالونکې وبلله او زیاته یې کړه، د نړۍ مسلمانان لکه رهبران، دولتونه، جوماتونه، رسنۍ، ښځې او نارینه، ځوانان او زاړه داسې منسجم او متحد شوي چې د حق په اړه خپل ګډ غږ پورته کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : مسلمانانو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : پنجشنبه 23 آذر 1396 ساعت: 0:44

خبرنامه