د خولې د بدبویئ د مخنیوي لپاره څو ساده لارې

ساخت وبلاگ

ډاکټره هیماني سانواریا، د غاښونو ډاکتره
ژباړه: شمیم اتل

کله درته چا ویلي چې له خولې مو بوی ځي؟ څيړنې ښيي چې د نژې په سلو کې شل کسانو له خولې بوی ځي. دا هم ثابته خبره ده چې د خولې بدبويي نه یوازې چې وخت ناوخت د خجالت سبب کیږي، بلکې د یو شخص پر ټولنیزو اړیکو ډیره بده اغیزه کوي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

تر ډیره د خولې او تنفس بدبويي د هغو بکټریاوو له کبله پیدا کیږي چې د وریو له کرښې لاندې پیدا کیږي.

تر ډیره د خولې او تنفس بدبويي د هغو بکټریاوو له کبله پیدا کیږي چې د وریو له کرښې لاندې پیدا کیږي.

ښه خبر دادی دی چې د غاښونو په پاک ساتلو تاسو کولی شئ دا بدبويي له منځه یوسئ. خو د خولې او غاښونو پاک ساتلو لپاره تاسو باید څو منظم ګامونه واخلئ. هغه هم داسې:

اول ګام: د غاښونو په بورس هره ورځ لږ تر لږه دوه ځلې خپل غاښونه پاک کړئ. همدارنګه د غاښونو نخ یا د غاښ پاکولو تار هم لږ تر لږه د ورځې یوځل د غاښونو ترمنځ فاصلو کې وکاروئ څو د خوړو پاتې شوني چې د بوی سبب کیږي پاک شي.

د غاښونو نخ یا د غاښ پاکولو تار هم لږ تر لږه د ورځې یوځل د غاښونو ترمنځ فاصلو کې وکاروئ څو د خوړو پاتې شوني چې د بوی سبب کیږي پاک شي.

دویم ګام: هر ځل چې د غاښونو بورس کول پای ته رسوئ له یاده مه باسئ چې د خپلې ژبې پاسنۍ برخه هم پاکه کړئ.

درییم ګام: اوږه، پیاز، پنیر، مساله دار خواړه او کافي کمه کړئ، که چیرې مو دا خواړه وخوړل تر خوراک سمدستي وروسته خپل غاښونه بورس کړئ. ورپسې ډیرې اوبه وڅښې، او په خوله پاکونکي مایع خپله خوله کنګال کړئ، څو مو نفس تازه شي.

څلورم ګام : الکول مه څښئ او سیګرټ مه څکوئ او نسوار مه کوئ.

پنځم ګام : اوبه ډيرې وڅښئ. ځکه خوله چې څومره وچه وي هومره په کې بکټریاوې په اسانۍ وده کوي. که چیرې مو خوله د ډيرو اوبو د څښلو سربیره وچه وي، نو داسې ژوالې خولې کې واچوئ چې خوږه ونه لري. د خولې اوبه ( لاړې) د خولې د روغتیا په ساتلو کې مهم رول لری. همدارنګه مرسته کوي چې غاښونه د خوړو له پاتې شونو پاک کړي او په خوله کې جوړیدونکي تیزابي مواد او اسید نورمال کړي. که په خوله کې لاړې کمې شي، خوله وچیږي. کله چې خوله وچه وي، پر بدبويۍ سربیره، څوک په اسانۍ خبرې نه شي کولی، د خوړو ژوول او تیرول هم سختیږي. ځینې دواګانې، زیات ستریس او نورې ناروغۍ د خولې د وچیدو سبب کیږي. خو که له دلیل پرته مو خوله وچه وي ، نو ددې معني تر ډیره دا وی چې کافي اوبه نه څښئ، نو اوبو ته لاس کړئ.

په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکتر ته د غاښونو د پاکولو او عمومي معاینې لپاره ولاړ شئ.

شپږم ګام: په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکتر ته د غاښونو د پاکولو او عمومي معاینې لپاره ولاړ شئ. البته که د خولې بد بويي مو له یادو هڅو سربیره له منځه نه ځي، او یا غاښونو کې د بلې کومې ستونزې احساس کوئ، بیا زر د غاښونو ډاکتر ته ورشئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 192 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14