ډهاکه لوبډله د بي پي ایل سیالیو پای لوبې ته رسیدلې

ساخت وبلاگ

یاران – د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ ۵ م پړاو بي پي ایل سیالیو په روانه لړۍ کې د ډهاکه ډینامیټس کرکټ لوبډله د دغه لیګ پای لوبې ته ورسیده.

د پنځم پړاو غوره لیګ په دغه سیالیو کې د ډهاکې ډینامیټس کرکټ لوبډله پای لوبې ته د رسیدو په موخه د کمیلا ویکټورینز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې ډهاکې لوبډلې کمیلا ته په ماتې ورکولو سره د لمړۍ لوبډلې په توګه د بي پي ایل سیالیو پای لوبې ته ځان ورسو.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ سیالۍ د تیرې نوامبر میاشتې په ۴ مه نیټه د ۷ لوبډلو په ګډون د تیر کال دفاعي اتلې همدې ډهاکه ډینامیټس په بریا سره پیل شوې وې، چې اوس یې پای لوبې ته هم لار پیدا کړه.

د پنځم پړاو په دې تجارتي کرکټ سیالیو کې د ډهاکه ډینامیټس، کمیلا ویکټورینز، چیټا ګانګ ویکنګز، رانګپور رایډرز، راج شاهي کینګز، سیلهیټ سیکسرز او حولنا ټیټانز لوبډلو ګډون کړی دی.

په دې سیالیو کې د رانګپور رایډرز، کمیلا ویکټورینز او چیټاګانګ ویکنګز هغه لوبډلې دي، چې پکې ۶ افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواري، راشد خان، نجیب الله ځدران، ظاهر خان او مجیب ځدران ته د لوبیدو موقع ورکړل شوه.

د «بي پي ایل» یا بنګله دیش غوره لیګ دې پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې ټولې ۴۶ لوبې ترسره کیږي او د ډیسمبر میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 194 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14

خبرنامه