افغانستان د ایرلینډ خلاف سیریز کې ماتې وخوړه

ساخت وبلاگ

 د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې ایرلینډ د سیریز بریا خپله کړه.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د لړۍ په لمړۍ لوبه کې افغانستان، خو په وروستیو دواړو سیالیو کې ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړې او د دغه لوبو لړۍ یې ۲ د ۱ مقابل کې په خپلې ګټې بای ته ورسوله. له دې وړاندې د روان ۲۰۱۷ م کال د جون میاشت کې افغانستان ایرلینډ ته په دوه سیریزونو کې په ایرلینډ کې ماتې ورکړې وې، خو بیرته یې په خپل کوربه توب سره ماتې ومنلې.

 په وروستۍ لوبه کې افغانستان د ټاس په ګټلو د لمړۍ توپ وهنې پریکړه کړې وه، چې پکې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې د ۴۸ اورونو لوبولو وروسته په ۱۷۷ منډو وسوځیدل.

 ایرلینډ د لوبې ځواب د ۵ لوبغاړو په سوځیدو د پاول سټرلینګ د سلیزې جوړلو سره د لوبې د ۳۸ اورونو په لوبولو سره ورکړ او دغه لړۍ په خپلې ګټې پای ته ورسوله.

په دې سیریز کې ایرلینډی پاول سټرلینګ د سلیزې جوړلو سره د وروستۍ لوبې او د ډیرو منډو په جوړولو د سیریز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستیو ۶ ترسره شویو لوبو کې ایرلینډ ۴ او افغانستان دوه لوبې به خپلې ګټې پای ته رسولې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به افغان لوبډله بیرته هېواد ته راستنیږي او د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال د لوبو لپاره به چمتوالی نیسي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۸ م کال د سیالیو پیل د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په پنځمه نیټه د زیمبابوې هېواد پر وړاندې د ۲ شل اوریزه او 5 پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو څخه کوي.   

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : افغانستان,ایرلینډ, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 170 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14

خبرنامه