ولې مو ایرلینډ ته لوبې وبایللې !؟ څو سببونه یې

ساخت وبلاگ

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو سیریز یا لړۍ ترسره شوه، چې پکې افغان لوبډلې د ایرلینډ خلاف په سیریز کې ماتې وخوړه.

افغانستان په اوسني وخت کې نسبت ایرلینډ ته یوه پیاوړې لوبډله ده، خو بیا هم ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

ولې افغان لوبډلې ماتې وخوړې ؟ څو سببونه یې کیدای شي.

۱ – د کرکټ هره نړیواله لوبډله، چې یو هېواد ته سفر کوي، نو د لوبډلې په ترکیب کې ورسره د قوي بیټینګ ترڅنګ ۴ فاسټ یا تیز بالران هم موجود وي، چې د لوبډلې تکیه یوازې په بیټینګ نه اوسي؛ بلکې زیاتره لوبې د خپل بالینګ پر مټ ګټي، خو د ایرلینډ خلاف سیالیو کې مونږ یو تیز بالر لوبولو، دا منو چې زمونږ سپین بالینګ قوي دی، خو هماغه سپین بالران راته ایرلینډ په دوه نورو لوبو کې سم سویپ کاري کړل او تیز بالران راسره کم وو، نو مجبور وو، چې مو همدغه بالران لوبولی وی او ایرلینډ هم دغې موقع څخه پوره استفاده وکړه. مونږ نه میچونه د ایرلینډ تیزو بالرانو وګټل. که وایو چې دغه ویکټې سلو بالرانو ته جوړې وې، نو ایرلینډ ولې ۳ تیز بالران هر میچ کې لوبول ؟

۲ – په بیټینګ کې د لوبغاړو غیرې مسلکي او غیرې ذمه وارانه لوبه، چې په اسانۍ سره ایرلینډ مونږ اوټ کړو. مونږ ته کله هم هغه لوبغاړی میچ نه بایلي کوم چې په یو یا دوه رنزونو اوټ شي؛ بلکې هغه لوبغاړی، چې ۳۰ یا ۴۰ منډې کوي، هغه مونږ ته میچ بایلي، مثلاّ رحمت شاه چې په ۶۰ بالو ۴۰ منډې وکړي او بیا اوټ شي، ځکه دغه لوبغاړي سخت حالت نه ټیم را ویستی وي او باید د غټ اننګز په لور ولاړ شي، لوبډله نیمايي کې پرینږدې، لوبډله باید د لوی هدف په لور روانه کړې، نه دا چې ۴۰ منډې مې وکړې بس دی.

۳ – د لوبغاړو ناسم استعمال لکه د شفق چې په ۹ م پوزیشن میدان ته راتلو، دلته د یو مسلکي توپ وهونکي زړه ماتیږي، چې ولې د بالران څخه وروسته میدان ته راشي، په داسې حال کې چې هغه لوبغاړي تل په دریم او پنځم پوزیشن لوبه کړې وي. څنګه لوبه کنټرول کړي ؟ څنګه شاټونه ووهي ؟ څنګه د بلې لوبې لوبې لپاره ځان ته په لوبډله کې ځای پیدا کړي ؟

د شفق په څیر توپ وهونکی په دریم پوزیش تاته کولی شي، چې کله دې لوبډله په یو ښه حالت کې وي، نو بیا درته نوره لوبه هغه مخکې وړي او پنځم پوزیشن، چې هدف ورکول غواړي مقابلې لوبډلې ته او دی درته هیټینګ وکړي، چټکې منډې جوړې کړي، خو په دې سیریز کې هیڅ داسې ونشول.

۴ – د یو سیریز لپاره بل هېواد تلل پرته د مشر روزونکي څخه، هیڅ منطق یې نه مني، چې لوبډله دې بې مشره وي. که رییس احمدزی یادوۍ، نو هغه خو خپله ټولې ۵ لوبې کړې دي او لوړې منډې یې ۳۹ دي، نو هغه به هغه چاته چې ورسره په یوه لوبډله کې لوبیدلی دی او له ده څخه یې کارکردګي او تجربه هم لس چنده ښه ده، نو دی به هغه ته څه وښايي؟

تاسې څه وایې ؟؟؟

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ایرلینډ,وبایللې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 223 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14