د ښه او راښکونکي لکچر ورکولو لپاره ۱۳ مهم ټکي

ساخت وبلاگ

ژباړه: غازي عابد

۱- له پیل نه را راجلبول.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د یوه نوي لکچرر لپاره په لومړیو پنځو دقیقو کې دا طلايي چانس دی چې باید زده کوونکي ځان ته جلب کړي او ویې ساتي.

لومړی مو ځان ورمعرفي کړئ، د لکچر اهداف مو ور واضح کړئ او د پایلې یادونه هم وکړئ چې په داسې یوه ښه پایله به لکچر پای ته رسوو، که چیرته مخاطبین همداسې له ځانه سره علاقمند وساتې، نو تر اخره درسره پاتې کیدای او کیښناستلی شي.

۲- هڅوونکي مواد راټولول.

د موضوع په پيل یا معرفت کې باید ډیر هڅوونکي، جلبونکي، حییرانوونکي، چیلنجونکي او هیلې ورکوونې معلومات وړاندې شي. یعنې کله چې موږ په ښو او غوره زړه راښکوونکي ډول سره پيل وکړو، نو د لکچر پيل دومره جالب شو چې هر یو به هڅه کوي څو په توجه یې تر وروستیو واوري.

۳- هر چوکاټ ته مناسبه پایله په نظر کې نیول.

کله چې لکچر ورکوئ، نو که کومه برخه یې پای مومي، باید متوجه اوسئ چې د همدې برخې لنډه پایله ورته ووایاست، خو دا پایله مو باید داسې وي چې په لنډو کې همدا یوه برخه نوره هم تشریح کړی شي او تکرار هم شي.

۴- جوړښت یې خورا ضرور دی.

د لکچر ورکوونکي لپاره د یوه ښه پلان درلودل ضرور دي. باید د محتوا، جوړښت او موادو په تسلسل سره، وړاندې کولو کې خورا دقیق اوسې. یعنې مخکې له دې چې لکچر پیل کړې، باید دا هر څه دې په سم او منظم ‌ډول سره جوړ کړي وي.

۵- د ویډیو، لنډ نوټ… کارول.

لکچرر که غواړي چې زده کوونکي ورسره تنګ نه شي، باید هڅه وکړي چې ویډیو، لنډ نوټونه او انځورونه وکاروي او د بیلګې په توګه یې د لکچر په منځ منځ کې وکاروي، په دې سره څوک نه تنګیږي، بلکې لا یې پام ور اوړي او اسانه زده کړې ورسره مرسته کوي.

۶- له ګډوډو خبرو مخنیوی.

دا بې ځایه لنډیزونه او ګډوډې خبرې چې کله نه مفهوم لیږدوي او کله هم یو او بل ځای ته منډې وهي، بد تاثیر کوي او د مخاطبینو باور کمیږي. یعنې باید ډیر واضح او اسانه مخته لاړ شئ، نه دا چې خپل زده کوونکي ګنګس کړئ.

۷- د پریزینټشن په سټایل مو کار وکړئ.

سټایل مو باید خوځنده وي، نه دا چې ځای په ځای ولاړ یاست او خوځيږئ نه، بلکې باډي لنګویچ یا حرکي ژبه هم ورسره وکاروئ، لاسونه به ورسره خوځوئ او نور هغه اړین شیان چې یو لکچرر یې باید ولري، درسره فعاله وي. که په یو ځای ولاړ یاست او با‌ډي لنګویچ نه کاروئ، بیا زده کوونکو ته دا زړه تنګوونکي وي.

۸- لکچر مو په مینه وړاندې کړئ.

که چیرته تاسې داسې لکچر وړاندې کوئ، چې خپله هم درته جالب نه وي، نو بیا نه شي کیدی چې نورو ته هم جالب شي.

نور غوره ده چې داسې یې وړاندې کړئ چې خپله هم ورته ډیر علاقمند یاست او په ډیره توجه او مینه یې وړاندې کوئ.

۹- د غږ اندازه ته مو پام وکړئ.

د غږ انداز مو باید مناسب وي. که چیرته ډیرې چغې وهو دا هم په زده کوونکو بوج کیږي او که ډیر په ټیټ غږ یې وایو بیا یې هم اغیز کمیږي، نو په همدې اساس هڅه باید وشي، چې نارمل غږ وباسي او له ډیرو بې ځایه چیغو او یا ډیر ټیټ غږ نه ځان وساتو.

۱۰- د لکچر په جریان کې ګام په ګام سره له خپلو زده کوونکو واورئ چې څنګه روان یاست، د هغوی خوښه درسره شته او کنه. یوه پوښتنه ترې کړئ، نظر ترې وغواړئ څو هغوی هم په درس کې شریک شي او ویښ پاتې شي.

۱۱- د نومونو یادولو هڅه.

که چیرته ممکنه وي، هڅه وکړئ چې د ګډونوالو نومونه یاد کړئ، دا به ډیر ګټور ثابت شي. ځکه د نومونو په یادولو سره مو له زده کوونکو سره ارتباط جوړیږي چې له همدې امله هم بیا درته ډیر په پام سره کیښني.

۱۲- د زده کوونکو د زده کړې سټایل ته احترام وکړئ.

کیدای شي ستاسې زده کوونکي به په بیلابیلو ډولونو سره زده کړه کوي، تاسې باید احترام ورته ولرئ او ویې نه رټئ. یعنې یوازې خپله خوښه به پرې نه تپئ، بلکې د هغوی خوښه به هم په نظر کې نیسئ.

۱۳- په پای کې باید د ټول لکچر لنډه او مناسبه پایله وړاندې کړئ. دا پایله باید داسې وي چې که په تیر شوي لکچر کې کومه څه له چا هیری وي، په دې پایلې سره بیرته وریاد او تازه شي. یا کومه پوښتنه پاتې شوي، دلته حل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : راښکونکي, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 188 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14