هغه (۹) شیان چې له بریالیو کسانو سره مې له مرکو وروسته زده کړل

ساخت وبلاگ

لیکنه: جورډان فریډ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

کله چې ما د خپل راپور جوړولو لپاره د سوداګرۍ له یو شمیر مشرانو سره خبرې اترې وکړې، نو فکر مې نه کولو چې د دوی الهام بخښونکې خبرې به پر ما تر دې کچې اغیز وکړي او زما په لید لوري کې به بدلون راولي. زه نیکمرغه وم چې له یو شمیر بریالیو او الهام بخښونکو کسانو سره مې د خبرو اترو چانس وموند او د هغوی باور نه کیدونکې کیسې مې واوریدلې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

له دغو کسانو سره د خبرو اترو په جریان کې، ما دا چانس هم وموند چې د دوی د شخصي ژوند په اړه ترې وپوښتم، د بریا په رازونو یې ځان خبر کړم او سلا مشورې ترې واخلم ترڅو په دې پوه شم چې دوی څنګه نن ورځ تر دغه ځایه رارسیدلي؟ کومو شیانو ورسره مرسته کړې؟ او څنګه یې بریا خپله کړې؟

لاندې د ژوند هغه نهه درسونه دي چې ما ته له دوی څخه پاتې شوي دي او ښايي له تاسره هم مرسته وکړي:

۱. “ته هغو پنځو کسانو ته ورته یې، چې خپل ډیر وخت ورسره تیروې”

مور به مې تل راته ویل: “راته ووایه چې ستا ملګري څوک دي؟ بیا به زه درته ووایم چې ته څه ډول کس یې.” مور مې رښتیا ویلې، ځکه چې بریالي خلک له نورو بریالیو سره ناسته پاسته کوي او خپلې نظریې شریکوي.

که چیرې دا خبره رښتیا وي، چې موږ د هغو کسانو خوي اخلو (هغو کسانو ته ورته کیږو) چې خپل ډیر وخت ورسره تیروو، نو اړینه ده چې باید له ځان څخه ښه او رښتیني ملګري راچاپیر کړو. بریالي خلک تل په ښه او بده کې له یو بل سره پالي، په کنفرانسونو او نورو ځایونو کې له یو بل سره په اړیکو ټینګولو کوښښ کوي.

۲. پیسې نه شي کولی چې تا خوشاله کړي

پیسې تاته یوازې دا ازادي درکولی شي؛ ترڅو هغه کارونه ترسره کړې چې تاته ظاهري خوشالي دربښي. خو رښتینې (باطني) خوشالي له هغه ځایه سرچینه اخلي، چې ته خپل وخت او ورځې په هغو مانا لرونکو کارونو ولګوې، چې ته ورسره علاقه لرې او خوښیږي دې.

ما داسې شتمن کسان لیدلي، چې باور به دې ونه شي چې دوی به خپه وي او د درېیمې نړۍ هیوادونو کې مې داسې بې وزله او فقیر کسان هم لیدلي، چې په بشپړه توګه خوشاله وو او هیڅ د خپګان احساس یې نه کاوه. اوس نو خبره دلته ده، چې باید همدا شیبه خوشاله واوسې. اړینه نه ده، که په جیب کې شل ډالره لرې او یاهم که شل ملیونه. په هغه څه شکر ایستل او خوښي څرګندول چې په لاس کې یې لرې، یاهم داچې ژوندی یې او یاهم داچې نن ورځ په دې نړۍ کې ژوند کوې، تاته به لا یو ښه لید درپه برخه کړي.

۳. “یوازې د هدف لاسته راوړل مهم نه دي. هغه څه چې مهم دي، هغه دا ده چې ته څنګه په داسې یوه شخص بدل شې ، چې وکولی شې هدف ترلاسه کړې.”

پورتنۍ وینا د ټوني روبینز (Tony Robbins) ده. نوموړی ښايي تر بل هرچا د پورتنۍ وینا په مطلب ښه پوه شي.

ډیری بریالی ښايي دا درته ووايي، چې د پیسو لاسته راوړل ډیر مهم نه دي او هر کار نه باید یوازې او یوازې د پیسو لاسته راوړلو لپاره ترسره شي، مهمه دا ده چې باید شخصي پرمختګ وکړې او خپل سوداګري داسې یوې اساسي مرحلې ته ورسوې، چې د پیسو ګټلو ظرفیت پیدا کړي. سفر د موخې له منزل څخه خورا زیات ارزښتناک دی. کله چې د موخې منزل ته ورسیدې، نو په ذهن کې دې دغه پوښتنه ګرځي، چې اوس نور څه غواړم؟ همدا خبره ده چې له سفر څخه خوند اخیستل ډیر اړین دي او ددې په اړه باید خوښ واوسې، چې څومره لیرې راغلې او تر دې دمه دې څه لاسته راوړل.

۴. خپل ځان ته یو روزونکی یا مربي ومومه، چې د هغه په سلا مشورو سره ته کولی شې پرمختګ وکړې

که چیرې ته له هر بریالي کس څخه وپوښتنې، نو په ځواب کې به درته ووایي، چې بریا ته د رسیدو په لاره کې یې ښوونکی درلود چې سلا مشورې به یې ورکولې. داسې یو کس ومومه چې خوښیږي دې او یاهم ته یې په لټه کې یې او یاهم داسې یو کس واوسي چې ته غواړې د هغه مقام ته ورسیږې. کله چې دې ومونده، نو د لارښوونې غوښتنه ترې وکړه ترڅو دا مرسته درسره وکړي، چې ته څوک یې او غواړې څه شې. د هغه د لارښوونو او سلا مشورو څخه په ګټې اخیستنې، ته به ډیرڅه تجربه کړې، له ننګونو سره به مخ شې او بریا ته به په ښه توګه چمتو شې.

۵. د خپل ژوند شاګرد واوسه

له هر مؤسس او بریالي کس سره چې ما لیدلي، د خپل د ژونده یې ډیره څه زده کړي او دوامداره مطالعه یې کړې. دوی د دوامداره پرمختګ او ودې په ارزښت ډیر ښه پوهیږي.

بریالي خلک خپل د علمیت کچه د کتابونو په لوستلو، په پرلیکه کورسونو کې په ګډون کولو او په سمینارونو کې په ونډې اخیستلو سره لوړوي. دوی له ځان سره دا پریکړه کوي چې تل باید نوي مهارتونه زده کړي ترڅو د یوه شخص په توګه پرمختلونکی واوسي او تل په حرکت کې واوسي.

۶. د عایداتو سرچینې له یوې څخه دوه، له دوه وو څخه درې او له درېیو څخه څلور ښې وي

بریالي پانګوال په دې پوهیږي، چې څنګه خپلې پیسې او عایداتي سرچینې په کار ولګوي ترڅو ترې عاید ترلاسه کړي. څه ناڅه هر یو یې د عاید د ترلاسه کولو دوه یا درې نورې سرچینې هم لري، چې کار یې ښه وچلیږي.

۷. یو ورزشي کلب ته ځه

تقریباً له هر ملیونر سره چې ما مرکه کړې، نو هر یوه یې یو نه یو سپورټ کولو او هر یو یې یو ښه ورزشکار و. د ورزش، سوداګرۍ او ستا په ذهن کې د خنډونو د له منځه وړلو ترمنځ یوه اړیکه ده، چې دا اړیکه د پیاوړتیا او په ځان باور، دسپلین او ژمنتیا په اړه ده او یو کمزوری کس نه شي کولی چې دغه اړیکه له منځه یوسي.

په همدې اساس، پر خپله بدني پیاوړتیا او ښکلا کار وکړه ؛ ځان پیاوړی کړه او نور هرڅه به ستا په مقابل کې کمزوري وبریښي.

۸. مطالعه ډیره کوه

زه لاهم د داسې یوه بریالي کس د پیدا کولو په لټه کې یم، چې هیڅ مطالعه یې نه وي کړې او یاهم نه یې کوي. زه د هري پاټر (Harry Potter) او هنګر ګیمز (Hunger Games) کتابونو په اړه نه غږیږم. زه د داسې کتابونو په اړه غږیږم، چې د شخصي او مسلکي ودې لپاره او یاهم د هغو کسانو لپاره رښتیني او عملي ټکي ولري، چې غواړي په دوامداره توګه پرمختګ وکړي او خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.

له بریالیو خلکو څخه د درس زده کولو یوه غوره لار د کتابونو لوستل دي، چې ښايي په یوه کتاب کې د ځینو بریالیو کسانو د ژوند الهام بخښونکې کیسې لیکل شوې وي، چې کولی شي تا ته الهام دروبخښي او دا مرسته درسره وکړي چې څنګه خپل غوره کړي هدف ته ځان ورسوې. لږه مطالعه وکړه، خو تل یې وکړه.

۹. خپلې تجربې لیکه

که غواړې چې بریالی شې، نو اړینه نه ده چې باید خپلې تجربې په ټولنیزو رسنیو کې ولیکې. خو دا به ډیر دردوونکی کار هم نه وي، ځکه چې ډیری بریالي خلک له ټولنیزو رسنیو څخه یې پیلوي.

ټولنیزې رسنۍ یوه پیاوړې لاره ده، ځکه چې د خپل د سفر او الهام بخښونکو کیسو په خپرولو سره ته د خپل د وجود دننه پټې وړتیاوې پیژنې او خپل شهرت او سوداګري ته وده ورکوې.

که چیرې ته دې ته چمتو نه یې چې خپلې تجربې او الهام بخښونکې کیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې، نو هڅه وکړه چې د هغه پرځای په خپل کتابچه کې په لاس ولیکې. دغه د لیکلو پروسه تا ته دا دریادوي، چې ته له کومو ځایونو تیر شوې او غواړې چې ځان کوم ځای ته ورسوې. همداراز، د خپل د موخو د لیکولو پروسه تا ته دا ذهنیت درکوي، چې ته به خامخا یوه ورځ نه یوه ورځ خپلې موخې ترلاسه کوې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : بریالیو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 200 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14