د ښځو لپاره ۱۰ خطرناک هېوادونه!

ساخت وبلاگ

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل

په نړۍ کې د ډېرو پرمختګونو سره سره ښځې په بد حالت کې ژوند کوي، د ښځو د امنیت خوندیتوب یوه مهمه مسله ده، خو لا هم په ځینو هېوادونو ورته هېڅ پام نه کیږي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پر ښځو جنسي تېري کیږي، اختطاف او پلور کیږي دې ته ورته نور پرې زور زیاتی کیږي. دلته د هغو هېوادنو یادونه کوو چې ښځې په کې په بد حالت کې ژوند کوي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ


۱-کولمبیا
کولمبیا د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی، پدې هېواد کې پر ښځو اسید(تیزاب) شېندل کیږي، په یاد هېواد کې جنسي تېری عامه خبره ده، پدې هېواد کې په ۲۰۱۵ کال کې د ښځو پر وړاندې ۴۵۰۰۰ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې.

۲- پاکستان
په پاکستان کې هم د ښځو ژوند په امن نه دی، په پاکستان کې د ښځو جبري ودونه او پر هغوي د تېزابو شیندل لویه ستونزه ده، که څه پاکستان یو اسلامي هېواد دی خو پدې هېواد کې ښځې په ښکاره تن پلورلو ته اړ کیږي، پدې هېواد کې هر کال تر ۱۰۰۰ ډېرې ښځې د ناموس وژنې قرباني کیږي، همدا راز په سلو کې ۹۰٪ له کورني تاوتریخوالی سره مخ دي.

۳- هند
هند د نړۍ یو لوی نفوس لرونکي هېوادنو څخه دی، دا هېواد هم د ښځو لپاره خوندي نه دی، په هند کې کورنی تاوتریخوالی، جنسي تېری، قاچاق او اختطاف د ښځو لپاره لویې ستونزې دي، په تېرو دېرشو کلونو کې د ښځو او ماشومانو قصدي وژنو شمېر پنځوسو میلیونو ته رسیږي.

۴- د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت
د څېړنو پر بنسټ ګانګ هم د ښځو لپاره خطرناک هېواد دی، پدې هېواد کې هره ورځ پر ۱۵۰ ښځو جنسي تېری کیږي، په یاد هېواد کې د ښځو لپاره مناست روغتیايي مرکزونه نشته له همدې امله د میندو د مړینې کچه هم په کې لوړه ده.

۵- سومالیا
سومالیا داسې هېواد دی چې ښځو د تاوتریخوالی د مخنوي لپاره کوم خاص قانون نه لري، پدې هېواد کې جنسې ځورونې ډېرې دي، د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او کم عمره ودونه په کې زیات دي.

۶- افغانستان
افغانسان هم د ښځو لپاره خطرناک هېواد یاد شوی، پدې هېواد په سلو کې ۷۰٪ ښځې نالوستې دي، په افغانسان کې ښځې په زور او په کم عمر ودیږي، همدا راز د میندو د مړینې کچه هم په کې لوړه ده، په افغانستان کې د ښځو لپاره جنسي ځورونې او نور کورنی تاوتریخوالی لویه ستونزې بلل شوې.

۷- کینیا
ددې هېواد کمې کې ښځې عاید لري، نو له همدا امله ډېرې ښځې یې تن پلوري، د ښځو لپاره د زده کړو امکانت ډېره کم دي، د کینیا ډېری ښځې د ایج آی وي په ناروغي اخته دي چې دا په کې تر ټولو لویه ستونزه ده، په کینیا کې د ښځو لپاره روغتیایي خدمات ډېر محدود دي.

۸- برازیل
په برازیل کې په هر ساعت کې پر ۱۵ ښځو جنسي تېری کیږي، په هرو دوو ساعتو کې یوه ښځه وژل کیږي، په برازیل کې ښځې او ماشومان ډېر اختطاف کیږي، دا هېواد نه یوازې د ښځو لپاره خطرناک دی بلکې د ماشومانو لپاره هم خطرناک هېواد بلل شوی.

۹- مکسیکو
په مکسیکو کې طلاق ډېر دی، پرته له کوم دلیله خاوند خپلې مېرمنې ته طلاق ورکوي، چې پدې سره په یاد هېواد کې د ماشومانو ژوند هم تریخ دی، دا چې په مکسیکو کې چې د طلاق کچه لوړه ده نو د ماشومانو لپاره هم نا امن هېواد اعلان شوی.

۱۰- برتانیا
په برتانیا کې نیمايي ښځې په کارځیو او د زدکړو پرمهال جنسي ځورول کیږي، له هغو ښځو چې له جنسي پلوه ځورول شوي ۶۳ سلنه یې وايي چې د ورسره شوي چلند په اړه یې چا ته څه نه دي، په دې هېواد پر ښځو جنسي تېری هم لویه ستونزه ده چې ډېرې ښځې یې قرباني کیږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : هېوادونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 216 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14

خبرنامه