هند ته له سفر مخکې، ۱۴ ټکي په پام کې ونیسئ

ساخت وبلاگ

بې له شکه چې هندوستان یو پراخه، ښکلی او د بیلابیلو کلتورنو څخه جوړ هیواد دی. رنګونه، مهندسي، تاریخي ځایونه او ګڼې نورې ځانګړنې لري. رسم رواجوانه او غذاوې يې هم مختلف او عجیبې دي.

دلته موږ تاسې ته هند ته له تلو مخکې ۱۴ داسې مشورې درکوو، چې تاسې ته به د هند سفر نور هم اسانه او جالبه کړي:

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۱ـ هند کې ټرافیکي ستونزې ډیرې دي.

هند ته په تلو سره دې زړه لوی ونیسه او حوصله کوه. دغلته د لارو بندیدل د سړي زړه خوري. شنه او سره ټرافیکي څراغونه سترګې بریښوي. د موټرو لیکې ولاړې وي. ځینې ان په خپل لاس او لاین ودریږي هم نه. يوازې ډیلي کې نه بلکې په ګڼورو ښارونو کې هم همدا حال دی. خو په ډیلي کې ټرافیکي ستونزې او د موټرو بیروبار د سړي زړه خولې ته راولي. که موټر په ګوتو درغې، مه يې چلوئ. هند کې ډریوري ډیر مهارت غواړي.

۲ـ د سړک د سر اوبه او ډوډۍ مه خورئ.

د سړک غاړي ډوډۍ ښه ده؛ خو که ورسره عادت نه يې او ويې خورئ، نو ډیر احتمال دی، چې مریض دې کړي.

اوبه يې هم پاکې نه دي. هند کې له هیڅ نل څخه اوبه مه څښئ. کوښښ وکړئ، چې بوتلي اوبه وڅښئ.

۳ـ که تاسې ښځینه يې او یواځې يې، نو ډیر پام کوئ.

بهرنیان په هند کې په ډاګ معلومیږي. له هندیانو سره يې رنګ او لباس دواړه فرق لري.
هند اوس هم د جنسي ځوروني او نجونو ته په ازار ورکولو کې لا د ګراف په سر کې دی.

کوښښ وکړئ، منظم لباس واغوندئ؛ داسې چې د چا پام درته تر ډیره راونه ګرځي. خپل ځان ته ډیر پام کوئ. خپل موقعیت وپیژنئ او سیده په خپل لار ځئ. ښه خبره داده، چې په ځینو ځایونو کې ټکسي کې ولاړ شئ.

۴ـ د خریدارۍ په وخت کې ځیرک اوسئ.

کله چې څه هم هند کې څه اخلي، پام مو وي، چې هندیان ډير چالاکه دي. که دوکاندار په دې پوه شي، چې تاسې بهرنیان يۍ، نو د یوې روپۍ څیز درته په ۱۰ روپۍ بیه کوي. د هغه په خبرو پسې مه ګرځئ. خپله ورسره نرخ او نوا شروع کړئ. څومره چې تاته پکې ارزښت ښکاریده، هماغومره ورته وایه.

د خریدارۍ په وخت چانه وهل، په هند کې یو عام دود دی. په ځینو لویو دوکانونو کې ممکن تاسې ته فیکس پرایس (واحد قیمت) ووايي؛ هلته نو بیا کوښښ وکړئ، چې بارګینګ ونه کړئ، یا يې واخلئ او یا ترې تیر شئ.

۵ـ ککړې هوا ته خپل تدابیر ونیسئ.

د هند د اکثره ښارونو هوا ککړه ده. د ډیلي، چاندیګړ، ممبیی او ګڼو نورو هغوې هوا ککړه او ګردجنه ده. مه شرمیږئ، چې خپله خوله په ماسک پټه کړئ او یا هم له پزې او خولې مو رومال تاوو کړئ. پوستکۍ مو هم ګرد نیسي. کوښښ وکړئ، چې څومره امکان لري، خپل مخ او ځان ومینځئ.

۶ـ د کوڅه ډب سپیو سره هم پام کوئ.
په کوڅه او لارو کې سپیو سره پام کوئ. لاره ترې چپوئ او یا هم مه ورنژدې کیږئ. په دوې کې يې ځينې خطرناک دي. ښه ده، چې لرې ترې اووسئ.

۷ـ سواالګرو سره څه وکړئ؟

هند کې سوالګر هم ښه ډیر دي. دغلته هر ډول خلک شته. ځينې له مجبوریته سوال کوي او ځینې نورو بیا سوال ته کار ویل یی. پام مو وي، چې سوالګرو مو په تنګوي. دوې سره په چل او هنر مخکې لاړ شئ. زه مو له خیرات ورکولو نه منع کوم، خو دلته دومره سوالګر دي، چې ان حیران به ورته پاتې شئ

۸ـ په مذهبي او خاصو ځایوونو کې خاص اوسه.

هند کې مذهبي ځایونو ته د تلو پر مهال پوښتنه وکړه. څه ډول ځای ته ځي. مندر ته ځي؛ زیارت ته ځي. څه ته ځي. له چا پوښتنه وکړه، چې هلته خلک څه اغوندي.

زه درته همدومره ویلی شم، چې هند کې ټولو مذهبي ځایونو ته څپلۍ او بوټانو سره ننوتل منع دي. هر مذهبي ځای ته چې ننوځۍ، له ننوتلو وړاندې خپلې څپلۍ وباسئ. کوښښ وکړئ، دغلته خبرې هم ونه کړئ. که ښځینه اوسئ، نو خپل سرونه مو پټ کړئ. یغنې ښځې لوڅ سر نه ننوځي.

۹ـ مذهبونو ته احترام ولرئ.

هند کې مسلمانان هم شته. په ځینو ښارونو کې به د اذان غږ هم واورئ. له مندره او ټیمپل څخه به د هند د مذهبي موسیقۍ غږونه هم راځي. هر څه چې وي او ته چې په هر څه باور لرې؛ خو د نورو خلکو مذهب ته حترام ولره.

۱۰ـ ژبې او کلتورونه يې مختلف دي.

په یاد ولرئ، چې د هند ان د یو کلي دود له بل سره فرق لري. په څو کیلومترۍ کې ممکن بله ژبه واورې. په هر صورت، خلک يې په هندي او اردو ژبو پوهیږي. زیات خلک يې په پنجابي هم پوهیږي. که تاسې په دې يوه ژبه هم نه پوهیږئ، نو انګلیسي ورسره ویلای شئ. د هند اکثره خلک په انګلیسي پوهیږي، خو ډیر نه پوهیږي. ممکن ستاسې ستونزه حل کړي.

۱۱ـ عامه بسونه او ریل ګاډي هم حوصله غواړي.

په بسونو کې دومره خلک ناست او ولاړ وي، چې که جامې دې پاکې اغوستې وي، نو پاکې نه پاتې کیږي. کرایه يې کمه ده، خو جنجال يې ډير دی. اوږده او څو ساعته سفرونه خو پکې مفت هم ونه کړئ. زړه دې خولې ته راځي.

ریښتیا، یو بل ټکې ته مو پام وي. په بس کې چپ لاس سيټونه د نجونو وي. خو که تاسې هم کینئ، څه نه وايي. ولې تاسې باید خبر وئ، چې هغه د نجونو سیټونه دي.

۱۲ـ میلمستونونه او ګیسټ هاوس

هند کې د عصري هوټلونو او روستورانټونو بیې ډیرې لوړې دي. خو دغلته ځينو خلکو خپلې شخصي ودانۍ ګیست هاوس ته وقف کړي. تاسې کولای شئ، د یوې شپې څخه نیولې ان څو شپې يې کرایه کړئ. امنیت يې هم خوندې دی. اړینې اړتیاوې ټولې پکې په پام کې نیول شوي او قیمتونه يې هم مناسب دي. مهمه خبره دا، چې په ګیسټ هاوس کې تاسې ځان ته د خپلې خوښې خواړه هم خپله تیارولی شئ.

۱۳ـ سپین سري او بوډاګان:

هند کې خلک مشرانو خلکو ته ډیر احترام لري. کوښښ وکړئ، د مشرانو خلکو احترام وکړئ. هغوې د کاکا، عمه، ورور او خور په نومونو مخاطب کړئ.

خلک په پوښتنه کولو نه خپه کیږي. که ستونزه مو درلوده، له یو لاروي پوښتنه وکړئ او ځان پوه کړئ. هغوې په سړه سینه مالومات درکوي.

یوه ورځ د ملګرو خواته ته تللم؛ ادرس يې راکړ، وروان شوم، د ادرس شاوخوا کې وم، خو لاره مې نشوه پیدا کولای. له یوې جینې مې پوښتنه وکړه، هغې په بل لورې تلله؛ خو هغې خپل لورې بدل کړ او له ماسره يې ان تر ۵ دقیقو ډير مزل وکړ او زه يې خپل ادرس ته ورسیخ کړم.

۱۴ـ د هندیانو په وړاندې د هند غیبت مه کوه.

که په هوټل او رسټورانټ کې دې ډوډۍ خوړله او ان خپلو ملګرو سره غږیدلې، شاوخوا وګوره، که هندیان ناست وه، د هندوستان غیبت مه کوه. مه يې د خاورې، مه يې د خلکو او مه يې هم د نجونو غیبت کوه. په هندیانو ښه نه لګیږي؛ او که څوک دې لحاظ ونه کړي، نو امکان لري، چې خبره مو ان تر سوک او څپیړې ورسیږي. که کومه خطا درنه وشوه، سمدستي بښنه وغواړه. که چا درڅخه بښنه وغوښته، ويې منه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 207 تاريخ : سه شنبه 21 آذر 1396 ساعت: 12:14