پر وخت د ویده کیدو او پر وخت د پورته کیدو10 موثرې لارچارې

ساخت وبلاگ

د ویکې ویب سایټ لېکنه
ژباړه: غازي عابد
ځیني خلک هڅه کوي چې وختي پاڅیږي، خو کله چې سهار شي او هغه وخت راشي، بیا نو خوب دومره پرې زورور وي، چې د پورته کیدو توان یې له لاسه ورکړی وي، دا چې دوی باید څرنګه خوب پيل او څرنګه له خوبه پورته شي، دلته څو لارښوونې او لارې چارې در په ګوته کوو:

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۱- که چېرته په سهار کې نېم وېده یې، یا لټ او وجود دې دروند وي نو په معتدلو او یا یو څه یخو اوبو لامبل مو تازه کوي. ، پر ځان اوبه تیرول به مو د وینې فشار را ژوندی کړي او په بشپړ ډول به راویښ شۍ.

۲- مخکې له دې چې خوب یا خوب ځای ته ولاړ شې، ځان سره ووایه او ژمنه وکړه چې سهار به وختي پورته کیږم، که دا کار مو کړ، نو په وختي پاڅیدو کې به درسره مرسته وکړي او در په یادیږي به څو وختي پورته شئ.

۳- یو کتاب مطالعه کړئ، خو ستړی کوونکی او خسته کن کتاب نه، بلکې د خپلې خوښې. ځکه د کتاب لوستنې پرمهال به مغز په اتوماتیک ډول سره له لوستلو د ستړي کیدو پرمهال ارام او خوب یوسي، نو کتاب به بند کړئ او په دې ډول سره به په چټکۍ سره وېده شئ.

۴- د خوب لپاره یو معلوم مهال ویش جوړ کړئ. د همدغه تقسیم اوقات مطابق هره ورځ خوب ته ورشئ او راپورته شئ.

۵- ځیني هغه فزیکي تمرینونه وکړئ چې ستاسې وجود متحرک کړي.

۶- که چیرته په سهار وختي پاڅیدو کې ستونزه لرې، نو مخ دې په یخو اوبو سره ومینځه، له دې سره به دې سهار د خوب څپې ورکې او پورته کیدلی به اسانه شئ.

۷- که چیرته موبایل یا بله کومه بریښنايي وسیله د الارم لپاره کاروئ، نو په الارم داسې میوزیک یا غږ راوله چې خوشحالوونکی او خوښوونکی وي، او دا میوزیک وخت په وخت بدلوه هم، هسې نه ورسره اموخته نه شې، دا به هم په وختي پاڅیدو کې اړېنه مرسته وکړي.

۸- کله چې له خوبه پورته شوۍ، مستقماً حمام یا تشناب ته لاړ شئ او سترګې او مخ مو په یخو اوبو ومینځئ. ځکه دا ناڅاپه ساړه یا یخ مو هر ډول نور فکرونه له منځه وړي او بلاخره مغزه مو ورسره ارام مومي، تر څنګ یې د ژوند کولو یو احساس درسره پيدا کیږي.

۹- دومره خوب وکړه، تر کومه اندازه چې درته اړتیا ده.ځکه ځیني خلک یوازې ۷ ساعته خوب ته اړتیا لري او وروسته له اوو ساعته خوب نه د ډاډ احساس کوي. یوه اوونۍ یا په اوونیزه روخصتۍ کې خوب ته په مختلف وخت کې لاړ شئ، خو په یو وخت راپورته شئ، وبه وینئ چې د راوېښیدو پرمهال به څومره ښه او له انرژۍ بشپړ ښکارئ.

۱۰- هڅه وکړه چې تر ټولو مخکې جیګدونکی شخص اوسې، ځکه خپل عبادت به هم په ښه او بشپړ ډول سره وکړې، کارونه به هم منظم کړې او چارې به دې هم ښې او منظمې وي .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : لارچارې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32