د ويښتو د پالنې لپاره د جلدي متخصص لس سپارښتنې

ساخت وبلاگ

لیکنه: ډاکتر رویندرا – په هندوستان کې جلدي متخصص
ژباړه شمیم اتل
1- ويښته د وجود د بل هر غړي په څیړ خوړو ته اړتیا لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ. ډاډمنه کړئ چې په ورځنیو خوړو کې مو کلسیم، اوسپنه، او پروتین شامل دي. وربشې لرونکي او جوار لرونکي خواړه د ویښتو له ښې ودې سره مرسته کوي. همدارنګه ترکارۍ او وچې او تازه میوې هم د ويښتو لپار ښه خواړه دي. هڅه وکړئ چې خواړه مو د سي او بي ویټامینونه ولري. ځکه دا دواړه ویټامینونه د ويښتو سلامتۍ ته مهم دي.

2- په منظمه توګه د ويښتو پاکول مهم دي، په ځانګړې توګه که تاسو په توده او مرطوبه هوا کې اوسئ. د سر پر کوپړۍ د ډیر وخت لپاره د خولو پاتې کیدل د ويښتو بیخونو کې فنګسونه پیدا کوي چې د ويښتو د توییدو او د پوستکي د نورو ناروغیو سبب کیږي. په ډیرو ګرمو اوبو ويښته مه وینځئ. د ويښتانو د وینځلو پر مهال او پر ويښتو د شامپو، تیلو او کریمو د مښلو پر مهال هڅه وکړئ چې پر خپلو ويښتو ډیر فشار رانه وړئ، نوکان مو مه کاروئ بلکې د ګوتو په پستو برخو خپل ويښته ومښئ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

3- د ويښتو د ږمنځولو تکتیک د ويښتو د سلامتۍ لپاره حیاتي دی. لامده ويښته مه ږمنځوئ. مخکې له دې چې خپل ويښته ږمنځ یا بورس کړۍ ښه دا ده چې جړ شوي ويښته په ګوتو یا یو داسې ږمنځې چې غاښونه یې پراخ وي خلاص کړئ. وروسته یې له پورته خوا نه ښکته په ورو ږمنځ کړئ. مخ پورته د ويښتو ږمنځول د ويښتو د ماتیدو او په اوږدمهاله توګه د کمزوري کیدو خطر زیاتوي.

4- لامده ویښته تر ټولو نازک وي او د ماتیدو او توییدو خطر یې زیات وي. نو په ځان وچي( جان پاک) یې ډیر کلک، کلک مه مښئ . همدارنګه د ویښتو برقي وچوونکی( هیر ډرایر) د ويښتو طبیعي رطوبت له منځه وړي. نو د ويښتو د برقي وچوونکي پر ځای همداسې په ازاده هوا ويښته وچ کړئ.

5- د ويښتو ښه او باکیفیته کنډیشنرونه یا مرطوبونکي څومره چې ممکنه وي وکاروئ. په ځانګړې توګه که داسې ښارونو کې اوسیږئ چې دوړې او ګردونه په کې زیات وي یا یې هوا خرابه وي، یایې لمر او اوبه تیزې وي. د ويښتو مرطوب ساتل د تیز لمر او چاپیریالي اغیزو په وړاندې ستاسو د ويښتو ساتنه کوي.

6- په منظمه توګه خپل ويښته اصلاح او کم کړئ. هغه ويښته چې څوکې یې سره جلا شوې وې ښه وده نه کوي او بالاخره یې بیخونه هم صدمه ویني نو ښه ده چې کم یې کړئ. دا د ويښتو د سلامتۍ لپاره مهمه ده.

7- که ممکنه وي هڅه وکړۍ چې طبیعي او ارګانیکې شامپوګانې او کانډیشنرونه وکاروئ. د کمپنیو په لویو لویو نومونو مه تیروځئ. زیاتره لویې او مشهورې شامپوګانې او کنډیشنرونه خپل ترکیب کې کیماوي مواد لري چې ويښتو او پوستکي دواړه ته ضرر کوي. هڅه وکړئ ښه او باکیفیته شامپو او کنډیشنر پیدا کړئ.

8- پریږدئ چې ويښته مو ارام وکړي، د سټایل او ډول په خاطر یې ډیر اړوئ راړوئ مه او مه پرې بې ضرورته په زیاته اندازې بیلابیل کیماوي او غیرې کیماوي مواد د سټایل او بڼې په خاطر مښئ. دا شیان نه یوازې چې ستاسو پیسې مصرفوي د ويښتو په مصرف هم درته تمامیږي.

9- ښه او پر وخت خوب وکړئ. په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه له ۷ نه تر ۹ ساعتونو پورې خوب نه یوازې د ويښتو د سلامتۍ بلکې د نورې روغتیا لپاره هم مهم دی.

10- په اونۍ کې یو یا دوه ځل خپل ويښته په خپله او یا د بل چا په مرسته مساج ( مالش) کړئ. د ويښتو او کوپړۍ مالش د ويښتو بیخونو ته د وینې بهیر بهتره کوي چې ورسره ويښتو ته ښه خواړه، اکسیجن او نور د اړتیا وړ مواد رسیږي او سلامتي او وده یې باوري کیږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : سپارښتنې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 200 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32