زنجفیل د نړۍ ټر ټولو صحي خواړه

ساخت وبلاگ

لیکواله: ډاکتر خیاتی روپاني
ژباړه او لنډون: ډاکتر شمیم اتل

زنجفیل په شکل کې کچالو او خوند کې اوږې ته ورته دی. اصلا د یو ګل لرونکي بوټي نیلې یا بیخونه دي . د پخلي د مسالې په توګه یې په خوراک کې کارول بیلابیلو کلتورونو کې دود دی.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

دا د نړۍ له تر ټولو صحي او روغتیا بښونکې خوړو څخه ګڼل کیږي.

تازه زنجفیل د ټول کال په اوږدو کې د ترکاریو او سبزیو په دوکانونو کې په اسانۍ تر لاسه کیږي.

زنجفیل د سي ویټامینو، مګنیزیمو، پوتاشیمو، مسو او منګانیزو یوه غوره سرچینه ده.

په زنجفیل کې موجود مغزې او بیولوژیکي ترکیبونه ستاسو د جسم او ذهن لپاره پراخې ګټې لري.

په زنجفیل کې لاندې غذايي مواد شامل دي. دا د سل ګرامه په بنسټ حساب شوي دي:

• انرژي – ۸۰ (Kcal) د کالوري د اندازې واحد( Kcal) دی.
• غوړ – ۰،۷۵ ګرامه
• پروتین – ۱،۸۲ ګرامه
• کلسټرول – ۰ ګرامه
• کاروبوهایدرید – ۱۷،۷۷ ګرامه
• خوږه – ۱،۷ ګرامه
• فایبر- ۲ ګرامه
• ویټامین بي ۶ – ۰،۱۶ ملي ګرامه
• ویټامین سي – ۵ ملي ګرامه
• مګنیزیم-۴۳ ملي ګرامه
• پوتاشیم – ۴۱۵ ملي ګرامه

د زنجفیل ګټې

زنجفیل د بیلابیلو کلتورو په دودیز طب کې اوږد تاریخ لري. دا د خوړو د ښه هضم، د زړه بدیدو د مخنیوي، او د عام ریزش یا والګي د درملنې لپاره کارول کیدل. دا یې د کارولو له ګڼو مواردو څو دي.

په تاریخي توګه زنجفیل د هاضمې د سیستم د ناروغیو او ناراحتیو په درملنه کې ډير موثر ګڼل شوي.

معاصرو څیړونو هم ثابته کړې چې زنجفیل ګڼ رغونکي خاصیتونه لري، او د ګڼو روغتیايي ستونزو او ناراختیو درملنه په طبیعي توګه کولی شي. دلته یې ځینې مهمې ګټې یادوو:

زړه بداوی او استفرق:
د زړه بدیدو د مخنیوي لپاره زنجفیل مرسته کوي. خو که دا زړه بداوی د حامله ګۍ ( امیدوارۍ ) له امله وي نو بیا زنجفیل تر ټولو ښه اغیز کولی شي. داسې شواهد شته چې په ځینو مواردو کې د زړه بداوي لپاره د ډاکتر له خوا د ورکړل شوې درملو په څیر موثر تمامیږي.

همدارنګه تر جراحي عملیاتو وروسته زړه بداوي په کمیدو کې هم زنجفیل مرسته کوي او د کیموتراپي لاندې ناروغانو سره هم کومک کوي.

د هاضمي ناروغیو او نارحتیو درملنه ده:
ګڼو زړو او تازه څیړنو ښودلې چې زنجفیل د هاضمې سیستم په فعالولو کې مرسته کوي او ګڼو ناروغانو یې په کارولو خپلې هاضمې ستونزې او شکایتونه کم کړي او یا یې بیخي له منځه وړي دي.

د بدن مدافع قوت زیاتوي:
زنجفیل په سړه هوا کې نه یوازې تاسو تود ساتي بلکې دا په صحي توګه ستاسو وجود خوله کوي چې ډیر کله د والګي او زکام د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي. زنجفیل ډیر فعال خواص لري، اړتیا نه شته چې ډیر وخوړل شي څو یې ګټه تر لاسه کړی. بلکې په عادي خوړو کې یوه وړه ټوټه زنجفیل زیاتول کولی شي چې تاسو یې ګټه تر لاسه کړئ.

دا د وړو میکروبونو، ځینو باکتریاوو او فنګسونو په وړاندې چې د پوستکي ناروغۍ رامنځ ته کوي تاسو خوندي کولی شي.

د التهابونو ضد اغیزې:

زنجفیل د التهاب ضد ډیر پیاوړي ترکیبونه لري چې ( gingerols) یې بولي. که روماتیزم لرونکي یا هغه کسان چې د بدن د پړسوب او یا د بندونو د پړسوب او درد څخه کړیږي په منظمه توګه زنجفیل وکاروي، د دوی درد کموي او حرکت او خوځیدل یې اسانه کوي.

د ښځو د میاشتني قاعده ګۍ یا حیض درد کموي:

یو شمیر څیړونو ښودلې که ځینې ښځې په دې پړاو کې درد ولري نو زنجفیل دا درد په هماغه اندازه چ” اۍ بروفین “ او نورې د درد ضد ګولۍ یې کموي کمولی شي.

د سرطان او شکر پر ضد مبارزه :

زنجفیل د التهاب ضد پیاوړي مواد او خاصیتونه لري. نو دې کې هیڅ شک نه شته چې منظم خوراک یې د سرطانونو په شمول ځینو مزمنو التهابي ناروغیو پر ضد کار کوي. ځینې څیړنو دا هم ښودلې چې زنجفیل د تومورونو ضد فعالیت هم کوي، نو د هغو سرطانونو درملنه کې یې هم په مرسته خبرې کیږي چې درملنه یې ستونزمنه وي، لکه د سږو، کولمو ، سینې او پانقراص سرطانونه.

وزن کموي:

زنجفیل د وجود میتابولیزم چټکوي. دا ستاسو د وجود تودخه په موقته توګه زیاتوي چې په کې ستاسو وجود زیرمه کړي غوړ سوځوي څو تودخه تولید کړي، دا په مجموعي توګه ستاسو پر میتابولیزم او د وجود د غوړو په کمیدو ښه اغیز لري.

د زنجفیل د خوړو غوره لارې

دا په دې پورې اړه لري چې تاسو زنجفیل د څه لپاره کاروئ. که چیرې تاسو جدي ستونزه لرئ، نو ښه ده چې د طبیعي روغتیا له یو تجربه کاره متخصص سره یې د اندازې او خوړو د لارو چارو په اړه مشوره وکړئ. ددې لپاره چې زنجفیل لکه د درملو اغیز وکړي ښايي په ځینو مواردو کې یې جوس یا شیره ایستل او خوړل پکار وي.

خو د عادي صحي خوراک لپاره یې خلک ، په سوپ، شورواګانو، چکنیو او نورو خوړو کې ورزیاتوي او خوري چې بې ګټې نه دی. همدارنګه پر تازه زنجفیل سربیره وچ زنجفیل او یا یې پوډر کارول هم بې ګټې نه دي.

ځینې خلک په عادي توګه د زنجفیلو چای څښي چې ورسره د ښې روغتیا په پاللو کې مرسته کوي.

پر دې سربیره یې د خوراګ ګڼې نورې لارې چارې له دوستانو او مطالعې له لارې موندلی شئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 238 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32