د نړۍ لس هغه ژبې چې ډیر خلک پرې خبرې کوي

ساخت وبلاگ

دا چې په نړۍ کې پر کومو ژبو څومره خلک خبرې کوي؟ هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له کبله یې معلومول ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

خو د ژبو په اړه وروستۍ خپاره شوي معلومات د نړۍ (۱۰ ) هغه ژبې چې تر ډیر خلک پرې خبرې کوي داسې لیست کړې دي.

البته دا لیست د ژبو د پرمختګ، پراختیا، ادبیاتو او نورو ځانګړتیاوو پر بنسټ نه دی بلکې یوازې د اړوند ژبو د ویونکیو د شمېر دی.

۱- مندارین ( چینايي)

چینايي ژبه په نړۍ کې تر ټولو ډیر وګړي کاروي د (Ethnologue ) په نوم د نړۍ د ژبو احصایوي ویب پاڼې د هغو وګړو شمیر چې پر دې ژبه د مورنۍ ژبې په توګه خبرې کوي یو عشاریه دوه میلیارده ښودلی دی. که چیرې تاسې غواړئ یو داسې ژبه زده کړئ چې د نړۍ هر شپږم کس پرې خبرې کوي نو له چینايي پرته بل انتخاب نه لرئ.

۲- هسپانوي

که چیرې موږ د مورنۍ ژبې په اړه خبرې کوو، نو هسپانوي تر انګلیسي مخکې ځکه ده چې د څلور سوه میلونه وګړو مورنۍ ژبه ده. که چیرې یوه داسې ژبه زده کول غواړئ چې یوه لویه وچه مو پر مخ پرانیزي نو هسپانوي مو په مخ کې ده. د مخکښو ژبو په لیست کې د ژبو سره تړلي سیاستونه او د ژبې هویتونه لانجمن دي. که د کاتالان یا کچوا د ژبو له ویونکو وپوښتۍ چې هسپانوي یې سیمه ایزه ژبه ده نو مختلف ځوابونه به ترلاسه کړئ. خو په ډاډ ویلی شو چې هسپانوي د جنوبي او منځنۍ امریکا، هسپانیا او د امریکا د متحدو ایالتونو د یوې لویې برخې لومړنۍ ژبه ده.

۳- انګلیسي

انګلیسي په نړۍ کې د درې سوه شپیتو میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. او د نیم میلون وګړو دویمه ژبه ده. پر نړۍ د انګلیسي واکمني تر ډیره له دې درکه ده چې د کاروبار نړیواله ژبه ده او د سفر او نړیوالو اړیکو په ترڅ کې پراخه شوې ده. بریتانیا، امریکا متحده ایالات، استرالیا، کاناډا او ځینې نور هغه هیوادونه دي چې د انګلیسي بیلابیلې لهجې په کې ویل کیږي.

۴- هندي

هندوستان ۲۳ رسمي ژبې لري چې په دوی کې هندي مخکښه ده. په هندوستان او د پاکستان په ځینو برخو کې پرې خبرې کیږي. د ۲۸۹ میلونو وګړو لومړنۍ او د ۳۹ میلونه وګړو دویمه ژبه ګڼل کیږي. هندي د ( دوناگري) په نوم د سانسیکریت الفبا کاروي.

یو شمیر ژبپوهان اردو هم د هندي ژبې یوه لهجه بولي.

اردو ژبه د پخوانی هندوستان مسلمانانو ته منسوبه ده چې په کې له عربي او فارسي ژبې ډیرې کلمې پور شوي دي.

په هندوستان کې نوی لومړی وزیر نریندرا مودي چې یو هندي ملت پال ګڼل کیږي هڅه کوي چې ددې هیواد په تعلیمي ادارو کې د انګلیسي پر ځای د هندي برخه ورزیاته کړي.

ګڼ افغانان د هندي او اردو ژبو سره هندوستان او پاکستان کې د استوګنې او یا هندي فلمونو د لیدلو له کبله بلد دي .

۵- عربي

هغوی چې عربي یې مورنۍ ژبه ده نړۍ کې یې شمیر ۲۵۰ میلونه وګړو ته رسیږي. دا ژبه هم په منځني ختیځ کې پر بیلابیلو لهجو ویشل شوې ده. په ځینو هیوادونو کې دا لهجې ډیر توپیر کوي، خو د عربي لیکلی معیار تر ډیره سره نژدې دی.

۶- پورتګالي

دا بله ژبه ده چې پراختیا یې ددې ژبې د ویونکو استعماري ماضي پورې تړلې ده. د پنځلسمې پیړۍ په پیل کې پورتګالي سوداګرو خپله ژبه افریقا، اسیا او امریکا ته پراخه کړه. دا مهال پورتګالي د ۲۱۵ میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. په برازیل، ګووا، انګولا، موزمبیق، کیپ ویرد، ګوینیا بیسیو او څو نورو هیوادونو کې پر خلک خبرې کوي.

۷- بنګالي

ښايي تمه مو نه لرله چې بنګالي دې هم په دې لیست کې و اوسي. د بریتانویانو له خوا د بنګال ویش هندو میشتی لویدیځ بنګال چې اوس د هندوستان برخه ده له مسلمان میشتي ختیځ بنګال څخه چې اوس بنګله دیش دی بیل کړ. بنګالي د کلکتې او د اندامان د ټاپوګانو ژبه ده پر دې سربیره پرې د بنګله دیش ۱۷۰ میلونه وګړي هم خبرې کوي.

۸- روسي

روسي ژبه د ۱۷۰ میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده. دا په نړۍ کې اتمه هغه ژبه ده چې ډیرې خبرې پرې کیږي. ددې ژبې ښکلی ګرامر او جوړښت ددې سبب شوی چې د ملګرو ملتونه د شپږمې رسمي ژبې په توګه پاتې شي . همدارنګه روسیې ژبه په نړۍ کې د سترو ادبیانو ژبه پاتې شوې ده.

۹- جاپاني

جاپاني ژبه د نړۍ د ۱۳۰ میلونو وګړو مورنۍ ژبه ده او دا ټول په جاپان کې اوسي. دا د نړۍ له لویو ژبو څخه تر ټولو ډیره په یوې جغرافیې کې متمرکزه ده. د جاپاني ژبې د ډلې خویندې ژبې به فیلیپین، امریکا او برازیل کې هم په کمه پیمانه ویل کیږي.

۱۰- پنجابي

په پاکستان او هندوستان کې نژدې سل میلونه وګړي په پنجابي ژبه خبرې کوي.
دا ژبه وروسته پاتې خو د کسانو د شمیر له پلوه یې د نړۍ د ژبو په احصایه کې لسم ځای موندلی او تر فرانسوي او جرمني په شمیر کې مخکې ده.

پښتو او فارسي په اړه یادونه

د ژبو په نړیوالو لیستونو کې د اصلي ویونکو د شمیر له پلوه فارسي نهه ویشتم او پښتو یودیرشم ځای لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 200 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32

خبرنامه