د بهرنۍ ژبې د زده کړې لپاره (۷) مؤثر ګامونه

ساخت وبلاگ

لیکنه: میکل پریوز
ژباړه: شاهین

په ډیرو ژبو پوهیدل خوشبختي ده. د بهرنۍ ژبې په زده کړې سره، تاسې په کاري بازار کې خپل ارزښت ټاکئ او د کار فرصتونو مو هم زیاتیږي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

څو کاله مخګې یو کس جاپانۍ ژبه زده کړه؛ هغه موږ ته وویل: زه دا ویلی شم، چې د یوې بهرنۍ ژبې زده کړه یو چلینج دی، خو د انسان د بشپړ رضایت سبب هم کیږي.

پوښتنه داده، چې څنګه یو بهرنۍ ژبه زده کړو او پرې فصیحې او روانې خبرې وکړو؟ دلته موږ تاسې ته اووه (۷) لارې چارې درپه ګوته کوو، چې تاسې ته به د بهرنۍ ژبې په زده کړه، حتمن ګټورې تمامې شي.

۱ـ ولې یوه بهرنۍ ژبه زده کوئ؟!

د یوې ژبې زده کول څه داسې کار نه دی، چې ته یوه ژبه وټاکې او زده يې کړې او له ضرورت وروسته يې اخوا یو څنګ ته وغورځوې.

د ژبې نړیوال امتحاني مرکز ویلي، چې د یوې ژبې زده کول او په هغې واضح خبرې کول ان تر ۲۷۶۰ ساعتونو پورې وخت اخلي. ددې مرکز په وینا ځينې اسانه ژبې لکه فرانسوي او هسپانوي هم تر ۷۲۰ ساعتونو پورې وخت نیسي.

د ژبې زده کول او په هغې دومره وخت لګول پوره خوصله، ژمنتیا او هڅونه غواړي. زما خپله تجربه وايي، چې د ژبې په زده کړې کې باید تر وسه وسه داخلي او خارجي تشویق تر شاه ولرئ؛ کنه بویه، چې د ژبې زده کړه درنه پاتې کیږي.

د اشخاصو د تشویق ډول یو له بل سره توپیر لري؛ خو غوره داده، چې تاسې د يوې ژبې د زده کړې اصلي موخه واضح کړئ. ولې دا ژبه زده کوم؟!

ستاسې ځواب باید داسې ونه اوسې، چې ګنې خپل همزولي متاثره کړئ. بلکې واضح ځان سره ولیکئ، چې له څه نه او څنګه متاثره شوې، چې ددې ژبې زده کولو ته دې بډې راووهلې.

۲ـ د ژبې اساسي لغاتونه لومړی زده کړه!

هیڅوک هم د یوې بهرنۍ ژبې په ټولو لغاتونو نه پوهیږي. هره ژبه د ورځنیو خبرو اترو لپاره یو شمیر ډیر کاریدونکي کلمات لري. هڅه وکړئ، چې لومړی په هماغه کلماتو تمرکز وکړئ او همهغه ورځنۍ مکالمې لپاره کاریدونکي کلمات لومړی زده کړئ.

تاسې پوهیږئ، چې د انګلیسې ژبې ۹۰ سلنه برخه یواځې په ۴ زره کلماتو ولاړه ده او پاتې ۱۰ سلنه يې بیا ۳ لکه لغاتونو لري.

نو د یوې ژبې د ژر زده کړې لپاره، لومړی د هماغې ژبې اساسي او ډیر کاریدونکي کلمات زده کړئ. په دې سره، تاسې ژر په خبرو راځئ، تشویق کیږئ او دوهم یا بل لیول او مرحلې ته په اسانۍ داخلیدلای شئ.

۳ـ مشق او تمرین

لکه څنګه مو چې مخکې وویل، د یوې ژبې سمه زده کړه ان تر ۲۷۶۰ ساعتونو پورې وخت اخلي. که تاسې یوه ژبه د ورځې د ۲ ساعته د اوونۍ ۵ ورځې مطالعه کوئ، نو دا به ان تر ۵ کالو هم ډیر وخت ونیسي، چې یاده ژبه ښه زده کړئ.

نو فلهذا دا مهمه ده، چې د ژبې د زده کړې لپاره هره ورځ ان څو ساعته مشق او تمرین وکړئ. داسې مه کوئ، چې نن څو ساعته ژبه تمرین کړئ، خو درې ورځې نور بیا نو د کتاب او کتابچې پاڼه هم نه ګورئ. په دې ډول سره ژبه نه زده کیږي. د ژبې روزمره مطالعه کوئ. که د ژبې روزمره مطالعه کوئ، نو بویه، چې ژبه مو زده کړه.

۴ـ د بهرنۍ ژبې غږیزې او تصویرې رسنۍ تعقیب کړئ.

په کتابونو پسې ډیر مه نښلئ. سمه ده چې لوستل یا Reading هم تاسې سره د ژبې په زده کړه کې ډيره مرسته کوي؛ خو د بهرنۍ ژبې غږیزې او تصویرې رسنۍ Audio Media & Video تاسې سره مرسته کوي، چې بهرنۍ ګړنیزه ژبه زده کړئ او د ژبې د اصلي ویوونکو سره مو ډیر فرق ونشي.

که څه هم تاسې په ویډو او اډیو کې د بهرنیانو په ژبه نه پوهیږئ؛ خیر دې پروا نه لري. صرف د اواز زیر و بم او تلفظ ته غوږ ونیسئ. په ویډو کې سب ټایټل یا لاندې لیک ته مه ګورئ.

۵ـ له غلطي کولو مه ویریږئ.

وروستیو څیړنو ښودلې ده، چې ددوهمي ژبې په زده کړه کې عمر ډیر رول نه لري. نو اوس پوښتنه داده، چې ولې ماشومان د لویانو په پرتله اسانه او ژر دوهمي ژبه زده کوي؟! ددې پوښتنې په ځواب کې څیړونکو ویلي، چې ماشومان له غلطي کولو څخه نه ویریږي. دوې غلطي کوي او زده کړه کوي. ماشومان د لویانو په څیر په ژبه کې د هیڅ ډول ګرامري او لفظي تیروتنې څخه نه ویریږي. نو په همدې اساس موږ ویلای شو، چې لویان دې هم ددوهمي ژبې او یا بهرنۍ ژبې په زده کړه کې له غلطۍ نه ویریږي، بلکې د ژبې د زده کړې لپاره دې تیروتنې وکړي. تیروتنه کول خپله د زده کړې په لور یو ګام اوچتول دي.

۶ـ د ژبي اصلي ویوونکي پیدا کړئ او ورسره وغږیږئ.

د ژبو د اصلي ویوونکو موندل او د هغوې سره خبرترې کول ستاسې د ژبې زده کړه چټکه او په زړه پورې کوي. خو پوښتنه داده، چې څنګه دا ډول خلک پیدا کړو؟!

ځینې ویب سایټونه او انټرنیټې پاڼې لکه WeSpeke او iTalki شته چې تاسې نړۍ کې خلکو سره وصلوي او د خپلې ژبې اصلي ویوونکي موندلای شئ. ددې سربیره د خپلو خپلوانو او ملګرو څخه په دې برخه کې مرسته وغواړئ.

۷ـ کومه ژبه چې زده کوئ، داسې هیواد ته لاړ شئ، چیرته چې د هغې ویوونکي اوسیږي؟

دا کار ممکن لږ څه ګران وي، خو ولې که تاسې وغواړۍ او مالي سرچینې مو ښې وي، نو کولای شئ، چې تاسې د کومې ژبې زده کول غواړئ، د هغې ژبې د ویوونکو ټاټوبي ته ورشئ او د هغوې له کلتور څخه هم ځان باخبره کړئ. که تاسې د ژبې د ویوونکو او د هغوې د کلتور په کیسه کې نه يې، نو له دې مالومیږي، چې تاسې د هغوې د ژبې په کیسه کې هم نه يئ. هڅه وکړئ، چې داسې زمینه سازي وکړئ، څو د هغه ژبې د اصلي ویوونکو هیواد ته ورشئ او د هغوې له کلتور څخه هم ځان خبر کړئ او د هغوې سره خبرې اترې هم وکړئ.

حوصله او هیله مه بایلئ.

د ژبې د تدریس علمي مرکزونه په دې باور دي، چې د ژبې زده کړه یو چلینج دی او لویه حوصله غواړي. د ژبې زده کول سخت دي، خو چې یو ځلې مو ژبه زده کړه، بیا به نو خوشاله او راضي هم وئ. د همدې لپاره د راتلونکې خوښښۍ لپاره باید نن تنګسه وګالۍ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 188 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32

خبرنامه