ټکي په ټکي لوستل د مطالعې غوره لاره نه ده

ساخت وبلاگ

لیکواله: شیبا لینګ
ژباړه: شاهین

ټکی په ټکی لوستل د مطالعې تر ټولو بده طریقه خو زموږ او ستاسې له ډلې څخه ګڼ ملګري هره ورځ دا ډول لوستل کوي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

موږ ټولو غواړو، چې خپل کتابونه او د مطالعې پاڼې څومره ژر چې امکان لري، له لوستلو خلاصې کړو او د متن په اصلي موخه ځان پوه کړو.

ډیر کله داسې هم شوي، چې تاسې یو څه لولئ؛ او چې تر یوځای پورې يې ولولئ، نو وايۍ: زه په مقصد ورسیدم. زه پوه شوم، چې موخه يې څه ده.

خو؛
که تاسې ټکي په ټکي لوستل کوئ، نو دا د لوستلو تر ټولو ناسمه طریقه ده او هدف ته مو نه رسوي.

ټکی په ټکی لوستل څه تاوان لري؟!

۱ـ ټکی په ټکی لوستل ستاسې د لوستلو سرعت کموي او ستاسې ډیر وخت مصرفوي.

۲ـ ټکی په ټکې لوستل تاسې د موضوع له اصلي موخې یا مفهوم څخه لرې کوي.

۳ـ ټکی په ټکی لوستل تاسې خسته او ستړي کوي.

۴ـ ټکی په ټکی لوستل د مطالعې سره ستاسې شوق ورو ورو کموي.

۵ـ ټکی په ټکی لوستل تاسې ان له اصلي موضوع شاته ټیل وهي او هیڅ مو نه پریږدي، چې له موضوع څخه یو څه تر لاسه کړئ.

پوښتنه داده، چې که ټکی په ټکی لوستل ونه کړو؛ نو څه وکړ؟!

ځواب يې ساده دی؛ هڅه وکړئ، چې فقره په فقره او یا هم جمله په جمله ولولئ. که تاسې د انګلیسي ژبې متن لولۍ، نو بې له شکه چې په یوه وخت تر ۳ کلیمو پورې لوستلای شئ. ددې په ځای، چې تاسې ټکي په ټکي لوستل کوئ، بهتره داده، چې فقره په فقره او یا هم جمله په جمله لوستل وکړئ. دا چاره تاسې سره د مفهوم په ژر اخیستنه او د وخت په سپما کولو کې مرسته کوي.

یواځې د متن کلیدي لغات فوکس کړئ.

د وخت د سپما کولو، او په کم وخت کې ډیر مطالعې کولو لپاره د لوستلو سرعت چټک کړئ. هغه داسې، چې په لیکنه کې په هرټکي پسې مه ګرځئ او مه يې هم لولئ. د متن اصلي کلیمې تر فوکس لاندې ونیسئ او یواځې کلیدي لغات تمرکز کړئ؛ له نورو هغوې څخه ټوپ واچوئ. د جملي فاعل او فعل ته پام وکړئ. دا د جملي اساسي برخې جوړوي. نورې برخې د جملې د بشپړولو او مانا ورکولو په مانا دي. که تاسې د متن کلیدي کلمات ومومئ او پسې وګرځئ، نو هم به مو وخت سپما کړې وي او هم به مو لوستل په دلچسپۍ سره کړي وي.

په یاد ولرئ، چې د لیکوال او لیکنې موخه له کلماتو وراخوا ډیره پراخه ده.

په لیکنه کې د لیکوال موخه په کلماتو کې نغښتې وي. کله چې تاسې ټکي په ټکي لوستل پریښودل او په موخې او مفهوم پسې دې لټه پیل کړه، نو د لوستلو سرعت به دې هم چټک شي او تر څنګ به د لیکنې په اصلي موخې هم ورسیږئ.

د لوستلو د سرعت چټکتیا تاسې ته په کاري چاپیریال کې د ګڼو بریالیتوبونو تر څنګ لوستنه یا مطالعه دلچسپه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 225 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32

خبرنامه