ایرلینډ لوبډله د تاند افغان کرکټر مجیب ځدراڼ لپاره نه وه چمتو

ساخت وبلاگ

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا تمامه شوه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې د ایرلینډ لوبډلمشر د ټاس په ګټلو افغان لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، چې پکې افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو د ناصر جمال د ۵۳، رحمت شاه زرمتي د ۵۰، راشد خان د ۴۸ او شفیق الله شفق د چټکو ۳۶ منډو په جوړولو سره د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

خو لکه ایرلینډیان چې د افغانستان په کرکټ ټیم کې د نوې زلمکي مجیب ځدارڼ د کابو کولو لپاره چمتو نه وو، ځکخ خو د ایرلینډۍ کرکټ لوبډلې د توپ وهنې پيل د ځوان لوبغاړي مجیب ځدران لخوا ګډو وډ شو او ټول لوبغاړي یې په ۱۰۰ منډو سره وسوځیدل.

په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې ایرلینډ ته د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر سره ماتې ورکړه.

د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې څخه د نوي لوبغاړي ځوان مجیب ځدران راتګ د ایرلینډ لپاره خطرناک ثابت شو، نوموړی د لومړي ځل لپاره د کرکټ په ملي لوبډله کې را څرګند شو او د خپل نړیوال کرکټ پیل یې د ۴ ویکټو په اخیستو سره وکړ او په لمړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د لوبې تر پیل څو ساعته مخکې د ایرلینډ د ټیم کیپټان ویلیم پورټرفیلډ په شارجه کې رسنیو ته ویلي وو، راشد خان د دوی په وړاندې په پخوانیو لوبو کې مهم و، خو افغانستان نور سپینران هم لرې او دا به ډیره غوره نه وي چې یوازې پر راشد خان فوکس وشي.

د پورټرفیلډ دا خبره ريښتیا شوه او د راشد خان پر ځای دا ځل مجیب ځدراڼ ورته خطرناک ثابت شو.

افغان لوبډلې ته له دې وروسته د هرې سیالۍ ګټل ځکه ډیر اړین دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا ته د موقت ۳ کلن پوره غړیتوب موده په اوږد مهال بدله شي.

په دې وروستیو کې دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ غړیتوب ورکړل شو، خو دغه غړیتوب یوازې د ۳ کلونو لپاره ورکړل شوی دی او باید په دې موده کې افغان لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا وړاندې شوي شرایط پوره کړي، چې یو له هغې شرایطو څخه د لوبډلې د سیالیو ترسره کول او پکې بریاوې خپلول دي.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو د لړۍ دویمه لوبه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په همدغه شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ایرلینډ, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 186 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32