تحقيق: د ښځو د جنسي ځورونې ډېری پېښې په عامه ځايونو کې رامنځ ته کېږي

ساخت وبلاگ

کابل(پژواک،۱۴ليندۍ۹۶):يو تازه تحقيق چې د هېواد په پنځو شمالي، لويديځو، مرکزي او ختيځو ولايتونو کې ترسره شوی، ښيي چې د ښځو ۶۶جنسي ځورونې په عامه ځايونو کې رامنځ ته کېږي.

دغه تحقيق د ماشومانو او مېرمنو د حقونو تحقيقي ارګان WCLRF) ) له خوا د ۹مياشتو په اوږدو کې په بدخشان، بلخ، هرات، باميان او ننګرهار ولايتونو کې له ۶۰تنو سره ( له هر ولايت څخه پنځه تنو)، د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ولايتي کمېسيونونو له غړو سره د مرکو له لارې ترسره شوی دی.

د مېرمنو او ماشومانو د حقونو د تحقيقي بنسټ مشرې، زرقا يفتلي نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه د نوموړي بنسټ د تحقيق پايلې بيان کړې.

د نوموړې په وينا، د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ولايتي کمېسيونونو ۲۷سلنه استازي وايي چې خلک د جنسي ځورونې د قربانۍ په اړه ( ښځې او نجونې) ګرمې ګڼي، ۲۴سلنه له کورونو څخه د ښځو له وتلو سره مخالف دي، ۱۹سلنه له قربانيانو څخه ملاتړ کوي او ۳۰سلنه د قربانيانو د سزا کولو غوښتوونکي دي.

له دې سره سره۶۵پوښتل شويو کسانو ويلي چې ښځې او نجونې پوهېږي چې د اړتيا په صورت کې چېر ته ولاړې شي، خو اصلي ستونزه په دې کې نه ده چې د رسېدنې مراجع نشته، بلکې اصلي ستونزه د شکايت ثبتولو لپاره له قربانيانو سره د پوره جرات نه شتون دی.

دغه راز په ياد شويو پنځو ولايتونو کې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيونونو ۲۴سلنه استازو ويلي چې که ښځې او نجونې وغواړي چې شکايتونو ته يې رسېدنه وشي، هغه مراجع نشته چې په دې اړه له دوی سره مرسته وکړي.

۶۶سلنه پوښتل شويو کسانو د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقيقي بنښټ ته ويلي چې د ښځو او نجونو جنسي ځورونې په عامه ځايونو کې رامنځ ته کېږي،۱۴سلنه د زده کړې په ځای کې، ۱۰سلنه د کورنۍ په چاپېريال کې او ۸سلنه په کاري چاپېريال کې رامنځ ته کېږي.

د تاوتريخوالي د مخنيوي ولايتي کمېسيونونه د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د ۱۶مې مادې له مخې رامنځ ته شوي او د ۱۳ دولتي ارګانونو له رييسانو څخه جوړ دي چې والي يې په سر کې ځای لري.

د عامه پوهاوي لوړاوی، له قربانيانو څخه ملاتړ او په ولايتي کمېسيونونو کې د وړتياوو رامنځ ته کول، هغه مهم وړانديزونه دي چې پوښتل شويو کسانو ويلي دي چې بايد د ښځو د جنسي ځورونې له بهير سره د مبارزې لپاره په پام کې ونيول شي.

زرقا يفتلي ويلي، اړتيا ده چې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ولايتي کمېسيونونو د غوره کارونو د پرمخ بېولو لپاره، واليان ددغو کمېسيونونو په ناستو کې ګډون ولري، مشري او همغږي يې پرغاړه واخلي.

دغه راز د ښځو او ماشومانو د حقونو د تحقيقاتي بنسټ مشرې وويل چې حکومت بايد له دې بهير څخه د څارنې مکانيزم جوړ کړي او نړيواله ټولنه هم د ياد شويو کمېسيونونو د کارونو د ښه کېدو لپاره خپلې مالي او تخنيکي همکارۍ ډېرې کړي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستيالې سپوږمۍ وردګ چې په دې ناسته کې يې ګډون کړی و، د ښځو د جنسي ځورونې له امله يې اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې بايد له دې ښکارندې سره د مبارزې لپاره ډېر کار وشي.

د هغې په وينا، د ښځو چارو وزارت د ښځو د جنسي ځورونې د کمولو لپاره په ځانګړې توګه  له مختلفو وزارتونو سره د خلکو د پوهاوي په برخه کې پروګرامونه په پام کې نيولي دي.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وويل چې تحقيق په هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د قضيو د حل لپاره لار پرانيستلای شي.

خو نوموړې ددغه تحقيق پر محدوديت نيوکه وکړه او ويې ويل چې بايد د ټول هېواد خلک يې په برکې نيولي وای څو له ټول هېواد څخه د ترلاسه شويو پايلو له مخې اقدام شوی وای.

د ولسي جرګې دې غړې په ورته وخت کې د ښځو په ځانګړې توګه کليوالو ښځو پروړاندې ننګونو او ستونزو د حل پر ارزښت په ټينګار سره وويل چې له بده مرغه ډېری داډول قضيو ته رسېدنه نه کېږي.

مېرمن رضايي زياته کړه چې په دې اړه يوه اغېزمنه لار، له سزا څخه د معاف کېدو کلتور له منځه وړل دي او بايد دداډول تاوتريخوالو د ټولو عاملينو په اړه عدالت  تامين شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 163 تاريخ : چهارشنبه 15 آذر 1396 ساعت: 11:32