هغه خبرې چې هیڅکله یې خپلو ماشومانو ته مه کوئ

ساخت وبلاگ

ښه مور یا پلار کیدل سخت کار دی. په ځانګړې توګه هغوی چې غواړي راتلونکې کې د جسمي او فکري پلوه سالم ماشومان ولري. انسان ښايي د مځکې د سر یوازینی موجود وي چې خپله غوسه د بدو کلمو په کارولو وباسي. خو که چیرې ددې بدو کلمو او ناسزا ویلو مقابل لوری ستاسو اولادونه وي ښايي په راتلونکې کې ستاسو ماشومان له ناوړه او داسې عواقب سره مخ شي چې کنټرول به یې ستونزمن وي.

لاندې درسره د یو شمیر هغو حساسو جملو لیست شریکوو چې د ماشوم ارواپوهان وايي که ماشومان ته یې ووایئ د هغوی پر راتلونکې او اوسنۍ فکري او ذهني ودې ناوړه اغیز کوي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۱. زه چې ستا په عمر وم تر تا ډیر بامسولیته وم

د خپل ځان سره د خپل ماشوم مقایسه کول او هغه ته داسې مثالونه ورکول چې چې کله ته ماشوم وي نو څنګه له ده د ډیرو کارونو د ترسره کولو وړتیا دې لرله، تر ټولو لومړنۍ تیروتنه ده چې مور او پلار یې کوي. ددوی دا غوسه له ډیرې تمې سرچینه اخلي، هغه تمې چې د یو له هر پلوه بشپړ ماشوم د لویولو لپاره لري.

خپل ماشومتوب او خپلې د هغه وخت نیمګړتیاوې رایادې کړئ. دا هم رایاد کړئ چې د مور پلار په ګډون لویانو د هغه څه په اړه چې په توان مو پوره نه وو څومره په خبرو ځورولي یئ. نو د خپلو اولادونو سره په اړیکو کې باید درک کړئ چې تاسو لویان یئ خو باید له ماشومانو لویې تمې ونه کړئ. دا ډول خبرې ستاسو د ماشوم پر ځان باور له منځه وړي او پر ځان د اعتماد نشتوالي په ژوند کې د ګڼو نور ستونزو سبب کیږي.

۲. ته تل ناسمې پریکړې کوې

خپل ماشوم له دې کبله چې پریکړې او کارونه یې پاخه نه دي مه رټئ. هر څوک اجازه لري چې تیروتنې وکړي او په واقیعت کې همدا تیروتنې د زده کړې د پروسې برخه ده. ښايي ستاسو ماشوم په یو داسې څانګه کې درس ویل غواړي چې تاسو په کې لیوالتیا نه لرئ. یا یو داسې کار کول غواړي چې ستاسو خوښ نه دی. د مور/ پلار په توګه ستاسو دنده داده چې لارښوونه ورته وکړئ نه داچې په زور او فشار پرې خپلې پریکړې ومنئ.

۳- ولې ته د خپل ورور/خور په څیر نه شي کیدای؟

دا هم یوه بې مسولیته مقایسه ده چې له بده مرغه په میندو پلرونو کې ډیر دود ده. هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو د وړتیاوو په مقایسه کولو د هغوی ترمنځ د دښمنۍ تخم ونه کرئ. ماشومان هم لکه د نورو انسانانو په څیر له یو بل مختلف دي او له یو بل یې وړتیاوې هم مختلفې دي.

که تاسو پرلپسې خپل ماشومان له یو بل سره مقایسه کوئ او د یو بل د وړتیا او نه وړتیا پېغورونه ورکوئ نو دا د خویندو وروڼو ترمنځ لوی بیلتون ته لاره هواروي په ځانګړې توګه په راتلونکې ددوی ترمنځ د بدبینۍ د زیاتیدو او مینې د کمیدو سبب کیږي.

نو د مور او پلار په توګه د خپلو ماشومانو ترمنځ مقایسه مه کوئ.

۴. ځه ورک شه، ما یوازې پریږده!

ماشومان ډیر کله په معصومانه توګه خپل مسولیتونو کې بې پروايي کوي. خو د کور لویان ددوی ددې بې پرواییو د پوره کولو مسول دي. کله ناکله په ژوند کې داسې وختونه راځي چې تاسو غواړئ یوازې و اوسئ. ماشومان د دا ډول یو وضیعت د اړتیا درک نه لري.

که چیرې تاسو خپل ماشوم ته ووایئ ( ما یوازې پریږده !) یا په افغاني دود (ځه! ورک شه! رنګ دې ورک کړه!) له دې سره ماشوم د نامنلي، ناغوښتي او په عین حال کې د ډیپریشن او خپګان ژور احساس کوي.

که تکرار شي نو راتلونکې کې به مو ماشوم له فکري او رواني پلوه جوړ نه وي او دا فکري صدمه به ورته تاسو د عمر په اوږدو کې په ناخواسته توګه رسولي وي. نو هڅه وکړئ چې خپلو ماشومانو ته بدې کلمې ونه کاروئ.

۵. ته باید په ځان وشرمیږې

داسې جمله ویل په څرګنده ترخه جمله ده او که په ساده ټکیو یې ووایو، واړه ماشوم ته د داسې خبرې کول تاوتریخوالی دی.

دې کې هیڅ شک نه شته چې ځینې شوخ ماشومان ښايي اړتیا ولري چې له خلکو او ژوند سره یې چلن اصلاح کړی شي، خو ددې اصلاحاتو لپاره ګڼې نورې نرمې او بوختونکي لارې شته نه داسې بدې جملې کارول.

بلکې دا ډول جملې ویل د هغوی چلن نور هم خرابولی شي. ګڼې نرمې او ښې لارې شته چې تاسو کولی شي په کارولو یې ماشوم د ښو او بدو ترمنځ په توپیر پوه کړئ.

۶. ته دې د مور/ پلار په څیر یې!

دا خبره هغه مهال سمه نه ده چې په کورنۍ کې د مور او پلار ترمنځ ناندرۍ او تاویلې ماویلې موجودې وي. دوی یو بل په بدو نومونو یاد کړي وي نو که د غوسې پر مهال ماشوم په بد نیت د مور یا پلار سره تشیبه کیږي دا د ماشوم نه یوازې پر فکري وده ناوړه اغیزه کوي بلکې په راتلونکې کې یې د مور یا پلار سره اړیکې هم کړکیچنوي.

همدارنګه د کورنۍ یا کلي د نورو هغو غړیو سره چې په بدۍ مشهور وي یا لږ تر لږه ستاسو هدف ترې په بدۍ کې له هغه سره د ماشوم تشبه وي د کوچینیانو تشبیه کول سم کار نه دی.

کله مو چې ماشوم ته د مور په توګه د پلار او یا د پلار په توګه د مور بدي بیان کړه، دا هماغه وخت دی چې هغه د درناوي نه کول پیلوي.

۷. ته تل زما د ځورولو لاره لټوې

د مور او پلار لپاره دا کومه ناڅاپي مسله نه ده چې بچیان د دوی د خوښې په خلاف ځي او دوی دې ځوروي. ډیر کله ماشومان دا کار غیرې ارادي کوي.

خو داسې ماشومان هم شته چې په ارادې توګه د مور یا پلار ځورولو په هدف د هغوی د خوښې خلاف یو کار کوي.

که څه هم ستاسو داسې خبره ښايي ستاسو ماشوم ته د ګناه احساس ورکړي، ښايي هغه ستاسو غوښتنه ومني او تاسو خوشاله کړي، خو تاسو په اوږد مهاله توګه په داسې جملو له هغه د خوښ اوسیدو حق اخلئ.

پریږدئ چې ماشومان مو راتلونکې کې د ملامتۍ له احساس پرته ښې پریکړې وکړي.

۸. تر تا خو بې اولاده ښه وم

دا جمله یا دې ته ورته نورې جملې زموږ په ټولنه کې ډیرې ماشومانو ته کارول کیږي.

دا د ډیرې سختې غوسې څرګندونه ده خو پر دې سربیره د ماشوم لپاره ډیر ناوړه عواقب لري.

دې کې هیڅ شک نه شته چې دا تر ټولو کرکجن څه دي چې تاسو یې خپل ماشوم ته ویلی شئ.

مهمه نه ده چې کړکیچ مو پر څه دی؟ خو خپل ماشوم ته د داسې څه ویلو سره تاسو د هغه راتلونکې فکرې او رواني سلامتۍ ته دومره زیان رسوئ چې که پرې خبر شئ هیڅ کله به داسې څه په هیڅ ډول شرایطو کې ماشوم ته ونه وایئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ماشومانو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 214 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23