د ښه او ارام خوب لپاره ۱۴ سپارښتنې

ساخت وبلاگ

لیکنه : ډاکتر ډي . ایس پونیا، روانپوه
ژباړه : شمیم اتل

د هرې ورځې په تیریدو سره نوې ساینسي څیړنې د انسان په فزیکي او رواني روغتیا او همدارنګه د ژوند په چارو کې د بریالیتوب په برخه کې د ښه او کافي خوب په کولو پرلپسې ټینګار کوي او پوره خوب د ډیرو صحي او شخصیتي ستونزو هواری او یا مخنیوی بولي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

خو په دې بوخت او له اندېښنو ډک عصر کې پوره خوب څنګه کولی شو؟

ګڼې لارې شته چې په کارولو یې د شپې له خوا د خوب کیفیت ښه کولی شئ. دلته ۱۴ داسې سپارښتنې درسره شریکوم چې زه یې خپلو ناروغانو ته تل مشوره ورکوم او هغوی سره یې مرسته کړې:

1. هڅه وکړئ چې تقریبا تل په یو وخت بستري ته د ویده کیدو لپاره ولاړ شئ او په یو وخت تل له خوبه ویښ شئ. د خپل خوب لپاره دا ټاکلی مهال ویش وساتئ او هیڅ ډول جوړجاړی پرې مه کوئ. ان د رخصتۍ په شپه هم په همدې ټاکلي وخت ویده او په ورځ یې په ټاکلي وخت ويښ شئ.

2. که د شپې سم خوب نه درځي د ورځې په بهیر کې د لنډمهاله خوب نه صرف نظر وکړئ، ځکه هغوی چې د شپې یې خوب ګډوډ وي د ورځې له خوا خوب کول یې د شپي خوب نور هم خرابوي.
3. په هغه کوټه کې چې خوب کوئ ، تلویزون، کمپویټر ، موبایل او نور الیکترونکي وسایل په کې مه کاروئ. یوازې هغه وخت بسترې ته ولاړ شئ چې خوب درځي.

4. بیا بیا ساعت ته مه ګورئ چې معلومه کړۍ د خوب ګډوډي مو څومره زیاته او خرابه ده، او مه په دې اړه ډیر تشویش کوئ چې خوب ولې نه درځي. بس ځان واچوئ که خوب درځي کنه ذهن مو ارامیږي.
5. که له داسې پرلپسې هڅې وروسته هم خوب غلبه ونه کړه له ځایه پورته شئ او په یوه بله کوټه یا سالون کې د ویده کیدو هڅه وکړئ.

6. تاسو کولی شئ د ویده کیدو پر مهال یو ښه کتاب یا ټیټه او نرمه موسیقي واورئ. خو داسې کتاب مه لولئ چې ذهن مو ډیر بوخت وساتي او یا داسې موسیقي چې بیداره مو کړي.
7. تر ویده کیدو څو ساعته مخکې خواړه مه خورئ خو که وږې یئ ډېر سپک یو څه وخورئ.

8. د ورځې په بهیر کې په منظمه توګه ورزش وکړئ، خو تر خوب لږ مخکې له ورزش کولو ډه ډه وکړئ.
9. که غواړئ ښه خوب وکړئ، الکولي مشروبات مه څښئ. دا مو د شپې خوب خرابوي او ویرونکي خوبونه مو له خوبه پورته کوي.

10. لږ تر لږه یو ساعت داسې وباسئ چې په کې تاسو له بیدارئ څخه خوب ته ولاړ شئ. یعنې د خوب لپاره په چمتوالي او بستره کې د ويښ پاتې کیدو لپاره یو ساعت په نظر کې ونیسئ.
11. که د څه شي په اړه اندېښنه لرئ یا داسې کوم څه وي چې ستاسو ذهن یې بوخت کړی وي، نو پر یو کاغذ یې و لیکئ چې سبا سهار پرې غور وکړئ.

12. د خوب خونه سړه وساتئ . د خوب لپاره د یوې خونې د حرارت درجه باید د سانتي ګراد په حساب ۱۸ وي. همدارنګه د خوب خونه باید تیاره او خاموشه وي.
13. ماښامنۍ کې ډیره زیاته ډوډۍ مه خورئ. ددې لپاره چې ښه خوب وکړئ د ماسپښین له درې بجو وروسته کافي او نور کافي لرونکي شیان مه څښئ.

14. سیګرت مه څکوئ. لږ تر لږه تر ویده کیدو مخکې او د شپې پر مهال یې بیخي مه څکوئ. سیګرټ خوب خرابوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : سپارښتنې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23

خبرنامه