پنځه هغه څه چې د هر چا ژوند کې مهم دي

ساخت وبلاگ

لیکنه: ډالین ریډلینګ
ژباړه: غازي عابد

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

ژوند کې ځیني مهم شیان چې زما په نظر له هر څه زیات اړین دي، دا دي:

۱- روغتیا یا صحت:
په سلامتیا یا روغتیا کې فزیکي، ذهني او احساساتي روغتیا شامله ده. په ژوند تر نورو شیانو روغتیا تر ټولو مهمه ده. دا د ژوند تهداب او ستنه ده. کیدای شي د روغتیا ځیني برخې مو له لاسه ورکړئ، خو که ټول صحت مو له لاسه ورکړ، نو مرئ. موږ ډیر کله په قصدي توګه له خپلې روغتیا سره لوبې کوو. خو د روغتیا ارزښت هغه مهال درته ډیر جوتیږي چې ناروغي تجربه کړئ.

۲- ازادي:
یعنې کله او څه شې چې غواړئ هغه په خلاص مټ او ازادانه ډول سره وکړئ، خو جرایم او د نورو ځورول او خوږول نه؛ دې ته ازادي وايي. که چیرته خپلواکي ونه لرې، نو ښه او سم ژوند هم نه لرې.

۳- ملګرتیا او اړیکې:
کله چې زه په ۲۰۰۹ میلادي کال کې سینه بغل شوم، هلته پوه شوم چې په ژوند کې ملګرتیا او اړیکې لرل څومره مهم دي. په ژوند کې که چیرته اړیکې ونه لرې او له خلکو سره رښتینې ملګرتیا ونه کړې، نو ژوند بې خونده او بې مزې وي.

۴-  قبلول او قناعت:
څرنګه چې خپله یې همداسې ځان قبلول او څرنګه چې نور دي، په هماغه ډول سره د هغوی منل او قبلول. که هغه په جنسیت، دین، سیمه، اخلاق، حالت او نورو کې وي. لکه ځیني خلک ډیر ښه استعداد لري، باید دا وړتیا یې قبوله کړې او ویې هڅوې ځکه خدای وړتیا ورکړې. همداراز د هغو شیانو قبلول چې هغه نه بدلیدونکي دي، لکه هوا، د ژوند طبعي قوانین او داسې نور..

۵- مینه:

د خپل ځان، نورو او هغه ځای سره ژوره مینه لرل چې په کې اوسیږو، دا داسې دي لکه د ژوند د مثلث لوړه څوکه یا ګنبده، ځکه دا مو ژوند مانا لرونکی کوي.

یادونه: پیسې او دنده هم مهم دي، خو زه چې کله ناروغ ووم، ما درک کړه چې پرته له پورته یادو شویو پنځو شیانو څخه دا دواړه زما دارو کیدلی نه شي. همدارانګه پیسې او دنده به وروسته زما په ذهن کې راتلل، خو اولني ضروري شیان راته همدا پورته ول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 206 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23

خبرنامه