د ۳.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت لس تړونونه منظور شول

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٦): د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت لس تړونونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۲۶مه غونډه، نن د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د یو شمېر کورنیو او بهرنیو څارونکو په شتون کې ترسره شوه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د ۳.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت لاندې ۱۰ نوې پروژې منظور شوې:

- د ازبکستان جمهوري هېواد د صادراتو او تولیداتو ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت لپاره د ۱۲۱ امبولانسونو د پېرلو قرارداد. د یادونې وړ ده چې دا قرارداد به حکومت په حکومت ترسره کړی شي.

- د هېواد د دفاعي ځواکونو دوه تنو شهیدانو وارثینو لپاره د یوې حوېلۍ او یوه اپارتمان تدارک.

- د کابل ښاروالۍ پروژو لپاره د اړتیا وړ د ۲۹ زره متر مکعب قیر تدارک.

- د تخار ولایت تالقان مرکز اړوند ۱۷۵ متره پول د جوړولو قرارداد.

 - د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د اړتیا وړ ۲۲ قلمه ميټر بکسونو قرارداد.

 - د کابل د هودخېلو د پایه سازي فابریکې د فعالولو لپاره د برېښنا د تجهیزاتو برابرول.

 - د کابل ارغندي سیمې د ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشن د قرارداد ورکړه چې د مرسته کوونکي (اسیایي پراختیایي بانک) د مرستې د بېرته ګرځولو په وجه يې کار پاتې شوی و؛ د پروژې د ارزښت او فوري اقداماتو، د ارزونې او زیاتو وضاحتونو په شرط منظور کړی شوه.

- د نغلو د اوبو برېښنا د دستګاه د پرزه جاتو د برابرولو د بنسټيز ترمیم اضافه کاري.

 - د نفوسو او احوالو د ثبت مرکزي ادارې لپاره د ۱۵ موټرو تدارک.

 - او د چارو ادارې اړوند د یوه موټر پېرودل

سرچينه زياتوي، سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت اړوند د سون توکو د قراردادونو تعدیل د یو سلسله شرطونو او ځانګړو لارښونو سره تائید کړ.

 د ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز د خصوصي پانګې اچونې په بدل کې د قراردادونو د ورکړې مفکوره چې د ملي تدارکاتو ادارې له خوا مطرح شوې وه؛ ستاینه وکړه او د یادې طرحې د لا غوروالي د تطبیق په غرض غوښتنه وشوه.

دغه راز د اسان خدمت مرکز د لومړي اداري تعمیر د قرارداد وړاندیز د نوې ساحې د تشخیص او راتلونکي کې متوقع بدلونونو په دلیل منظور نه کړی شو.

په عین حال کې کمېسیون د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې لپاره د یوه تعمیر د کرایه ګیري، د مرکزي احصایې ادارې له خوا د یو موټر تدارک او د فاریاب ولایت د ميمنې ښار د اوبو رسونې شبکې د جوړولو قرارداد رد کړ.

 د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون لوی ریاست موظف کړی شو چې نوې تدارکاتي پروسه دې ژر تر ژره په کار واچوي.

ولسمشر غني، نوموړو پروژو باندې د بحث او پرېکړو پر وخت یو ځل بیا د کورنیو تولیداتو غوروالي، کورنيو شرکتونو ځواکمنتیا لپاره چې حاضر دي پانګه ونه تر سره کړي او همداراز د وړتیا، تجهیزاتو مالکیت، کړنو له لحاظه د شرکتونو هر اړخیزه ارزونه او تفکیک او په تېرو قراردادونو کې د تعهداتو سرته رسول او د ګټه اخستونکو مالکینو باندې ټینګار وکړی شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره د سیستیکا غوڅ ملاتړ، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس او د روڼتیا څار ادارې چارواکو هم برخه اخيستې وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : میلیارد,افغانیو,تړونونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : سه شنبه 14 آذر 1396 ساعت: 6:23