افغانستان سبا د انټر کانټینینټل جام سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کوي

ساخت وبلاگ

22

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړ کې د خپلې وروستۍ مهمې سیالۍ د ترسره کیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته کې ده.

د دغه جام په سیالیو کې سبا افغان لوبډله خپله وروستۍ مهمه سیالي د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کوي، چې په ګټلو یې د دغه کپ اتلولي خپلولی شي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د دواړو افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالي  ( چارشنبې) د افغانستان په وخت ۱۰ بجې د ابوظبي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل کیږي.

کرکټ نړیوالې شورا لخوا د دویمې درجې هېوادونو لپاره د انټر کانټینینټل جام په نامه د کرکټ د څلورو ورځینیو سیالیو دغه لړۍ په هرو دوه کلونو کې ترسره کیږي، چې وروستی دا پړاو یې په ۲۰۱۵ م کال کې پیل شوی او د روان ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې پای ته رسیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په خپلو ترسره کړیو ۶ سیالیو کې د سکاټلینډ پرته ټولو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي، خو د سکاټلینډ پر وړاندې سیالۍ د باران له کبله لغوه اعلان شوې وه.

افغان لوبډله د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړۍ کې د ۱۰۱ امتیازونو په ردلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري، خو ورپسې ایرلینډ د ۹۱ امتیازونو په درلودلو سره دویم ځای لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : افغانستان,کانټینینټل, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 201 تاريخ : پنجشنبه 9 آذر 1396 ساعت: 1:09