د افغانستان د کرکټ تاج کتاب چاپ شو

ساخت وبلاگ

دا د کرکټ د پخواني لوبغاړي تاج ملوک یادښتونه دي

142

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک عالم د افغانستان د کرکټ یادښتونو (د کرکټ تاج) په نوم کتاب چاپ شو، چې پکې د افغانستان د کرکټ د پیل او پرمختګ کیسې شوې دي.

د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د پیل څخه ملاتړی و او د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په جوړښت کې یې رغنده رول درلودلی، ځیني ورته په افغانستان کې د کرکټ بنسټګر هم وايي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

نوموړي په خپل دغه چاپ شوي کتاب ”د کرکټ تاج“ کې چې تازه بازار ته راغلی؛ د ملي لوبډلې د سیالیو د بیلابیلو پړاونو، د لوبغاړو اړوند کیسو او په لوبډله د هغه وخت ستونزې بیان کړې دي، چې څه ډول افغانستان د کرکټ په نړۍ کې راڅرګند شو او افغان لوبډله اوس آن تر بشپړ غړیتوب ورسیدله.

د کرکټ د مبصرینو په نظر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د خپل کرکټ د کلونو سفر په ډیر لنډ وخت کې طی کړ، چې پکې یې د کرکټ د پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو څخه د بریاوو خپلولو ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروستیو کې بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ.

تاج ملوک که څه وخت ناوخت په کرکټ بورډ کې د رول له کبله له ځینو انتقادونو سره مخ شوی، خو د نوموړې په افغانستان کې د کرکټ د لوبې د دودولو په برخه کې د پام وړ خدمت کړی دی.

ِYaraan App
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : افغانستان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 230 تاريخ : سه شنبه 7 آذر 1396 ساعت: 18:51