په ننګرهار کې د لوبو اونۍ پیلیږي

ساخت وبلاگ

د لوبو اونۍ په ننګرهار کې د خراسان پوهنتون په نوښت جوړیږي

73

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پوهنتون د محصلانو لپاره د وروزشي اونۍ په نامه د بیلابیلو لوبو لړۍ پیلیږي.

د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د خراسان خصوصي پوهنتون په نوښت د مختلفو ښونځیو د محصلینو ترمنځ د دریم ځل لپاره د کرکټ، والیبال، بیډ مینټن، ټیبل ټینس، لډو، تیګه غورځونې، د پړې کشونې او نورې مختلفې سیالۍ کیږي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د خراسان پوهنتون مسولین وايي، د ورزشي اونۍ د ترسره کیدو څخه یې موخه ځوانانو ته د تفریح ورکول دي او هر کال دغه لوبې ترسره کیږي.

د دوي په وینا د سپورټ ګاله یا د لوبو اونۍ یې د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ م کال کې پیل کړه او سږ کال به یې دریم پړاو ترسره شي، چې پکې د پوهنتون د محصلینو ترڅنګ آن تر ملي لوبغاړو هم ګډون کوي. د دریم ځل سپورټ ګاله یا ورزشي اونۍ، چې پکې ټوله ورځ لوبې ترسره کیږي، د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په ۱۰ مه نيټه پیل کیږي.

دا لمړی ځل دی، چې په ختیځ ننګرهار ولایت کې د کوم خصوصي پوهنتون لخوا زدکړیالانو ته د زدکړې ترڅنګ د تفریح ورکولو په موخه د لوبو ترسره کولو زمینه هم برابریږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ننګرهار, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 161 تاريخ : سه شنبه 7 آذر 1396 ساعت: 18:51

خبرنامه