د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ م کال وروستی سفر پیل کړ

ساخت وبلاگ

121

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ترسره کیدونکو کرکټ سیالیو وروستی سفر پیل کړ.

د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۱۷ م کال وروستۍ سیالۍ د انټر کانټینینټل جام په څلورو ورځینۍ او د ایرلینډ پر وړاندې په ۳ یو ورځینیو سیالیو پای ته رسیږي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲۰۱۷ م کال د لاسته راوړونو څخه ډک کال و، چې پکې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د افغانستان د فرسټ کلاس څلور ورځینیو سیالیو ته د لمړۍ درجې لوبو حیثیت ترڅنګ بشپړ غړیتوب هم ورکړل شو. په دې کال کې افغان لوبډلې تر نورو کلونو زیاتې سیالۍ هم ترسره کړې، چې پکې یې په ډيرو کې بریاوې هم خپلې کړې او د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته یې د روان کال په جون ماشت کې دوه کلین سویپونه هم ورکړل.

افغان لوبډلې د روان ۲۰۱۷ م کال وروستی سفر متحده عربي اماراتو ته پیل کړ، چې لمړی به د انټر کانټینینټل جام سیالیو ۴ ورځینۍ لوبه د روانې نوامبر میاشتې په ۲۹ مه نیټه او له هغې وروسته به په خپل کوربه توب سره د ایرلینډ پر وړاندې لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي د ډیسمبر میاشتې په ۵، دویمه یې په ۷ مه او وروستۍ دریمه سیالي ترسره کړه.

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د دغه ۳ سیالیو د ترسره کیدو وروسته به افغان لوبډله بیرته هېواد ته راستنه شي او په ۲۰۱۸ م کال کې به د زیمبابوې پر وړاندې د سیالیو ترسره کیدو ته چمتوال ونیسي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 188 تاريخ : سه شنبه 7 آذر 1396 ساعت: 18:51