سعودي عربستان په سپیڅلو ځایونو کې د عکسونو پر اخیستو بندیز لګولی

ساخت وبلاگ

د سعودي عربستان په مقدسو ځایونو کې پر خلکو د سیلفي انځورونو او نورو عکسونو او ویډیوګانو د اخیستو بندیز لګولی دی.

د سعودي عربستان د حکومت د اعلان له مخې، له دې وروسته به هیڅ کس ته اجازه نه ورکوي، چې په پاکو او مقدسو ځایونو کې عکسونه واخلي.

په نړیوالو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې په دې اړه د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې په بیلابیلو هیوادونو کې د هغو ادارو چې سعودي ته د حج لپاره د حاجیانو استول سنبالوی معلومات ورکړي دي.

معلوماتو له مخې، د سعودي حکومت د بهرنیو چارو وزیر د نوامبر میاشتې په ۱۲ مه نیټه اعلان کړی دی، چې د حج او عمرې ترسره کولو پر مهال د اسلام په دوه سترو مقدسو ځایونو د مکې مکرمې په مسجد الحرم او د مدینې منورې په مسجد نبوي کې د حاجیانو لخوا انځورونه اخیستل منع شوي دي.

د معلوماتو له مخې ویل شوي، د سعودي عربستان حکومتي چارواکو دا کار د دې په خاطر کړی، چې د اسلام د مقدسو ځاینو ساتنه وکړي او همدا راز هغه خلک چې د عبادت په موخه دغه ځایونو ته ورځي، ورته مزاحمت ونه شي.

هر کال د نړۍ ګوډ ګوډ څخه میلونونه مسلمانان د اسلام د پنځم رکن یا بناء (حج) او یا عمري د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته ورځي، چې ګڼ شمیر حاجیان هلته په ځینو مقدسو ځاینو کې د یادګار په موخه انځورونه اخلي، خو اوس خبره د یادګار پر ځای د ټولنیزې شبکې فیسبوک پاڼې ته د پورته کولو یوه برخه هم ګرځیدلې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : عربستان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42