د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

ساخت وبلاگ

ساړي، هندوستان

دا ښايي د نړۍ تر ټولو ساده جامې و اوسي. د ټوکر یوه اوږده ټوټه چې اوږدوالی یې تر نهو میترو رسیږي. ساړي په نړۍ کې یو شیک او د بیلابیلو ډولونو لرونکی لباس دی چې کیدای شي په لسګونو بڼو واغوستل شي.

د هندوستان په کلیو او ښارونو کې ساړي په پراخه پیمانه کارول کیږي. د افغانستان په شمول د سیمې هیوادونو ته هم د ساړي بیلابیلو ډولونو لاره موندلې او یو شمیر ښځې یې مینوالې دي.
کیمونو ، جاپان

کیمونو ، جاپان

کیمونو د جاپانیانو د دودیزو جامو سمبول دی. له اولسمې پیړۍ راهیسې په دې هیواد کې دا ډول جامې د سړیو او ښځو لپاره دود شوي چې هر څوک د فردي ځانګړتیاوو سره ځان ته جوړوي.

جاپانیان اوس هم په ځانګړو مراسمو لکه ودونو، جشنونو کې دا ډول جامې اغوندې، او دا دود د جاپان شا او خوا هیوادونو لکه چین او کوریا ته هم پراخه شوی دی.

ساردینیان، دودیز کمیس، ایټالیا

ساردینیان، دودیز کمیس، ایټالیا

په ایټالیا کې د جامو دا بڼه د شمالي افریقا دودیزو جامو ته نژدې ده، د جامو دا بڼه د شمالي افریقا او هسپانوي کلتورونو څخه شریک او تاریخي عناصر لري.

سره ددې چې دا جامې ځینې شریکې ځانګړتیاوې لري ، خو بڼه یې له یو کلي بل ته توپیر کوي او په هر کلي خپل ځانګړی سټایل لري. ډیرې مشهورې یې د نورو ایالت دي. د یادونې وړ ده چې دا ایټالیوي لباس د افغانستان دودیزو جامو ته هم ورته دی.

مخروطي خولۍ، ویتنام

مخروطي خولۍ، ویتنام

ویتام په سیمه کې د دویزو او ښکلو جامو له پلوه یو بډای هیواد دی. ددې هیواد بیلابیلې دودیزې جامې نړیوال شهرت لري خو مخروطي خولۍ چې ویتنامیان یې ”نان لا“ بولي ډیرې مشهورې دي. دا خولۍ چې د وینام په بیلابیلو سیمو کې کارول کیږي ځانګړې بڼې او رنګونه لري. د یو شمیر مخروطي خولۍ په ژیو شعرونه داسې خطاطي شوي وي چې یوازې هغه مهال څرګندیږي کله چې روښنايۍ ته مخامخ شي.


کېرا، بوتان

د چین او هندوستان ترمنځ د همالیه په دې واړه سلطنت بوتان کې هر څوک باید خپلې ملي جامې واغوندي. د سړیو لپاره دا دودیزې جامې د غاو په نوم او دښځو لپاره د کیرا په نوم جوړیږي.

سامي دودیزې جامې، قطب

د ناروي، سویډن او فنلیڼد په شمال کې او د روسیې په شمال لودیدیځ کې د کولا په ټاپو وزمه کې سامي ټبر اوسي. دا د اروپا تر ټولو پخواني استوګن دي چې په واورو او سړو قطبي سیمو کې ژوند کوي او د همدې واورو سره یې د مقاومت لپاره د جامو ځانګړې بڼه خپله کړې. د دوی دا دودیزې جامې هم په عمومي بڼه کې سره ورته دي خو په بیلابیلو ډیزاینونو او رنګونو یې جوړوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 192 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42