ځنګلونه ولې و نه وهو؟ ریاض درمل

ساخت وبلاگ

ریاض درمل

58

ونې د خپلې ودې لپاره کاربن ډای اکسایډ کاروي او اکسیجن تولیدوي،‌تولید شوی اکسیجن مونږ بیرته د ساه اخیستلو لپاره کاروو ــ د اکسیجن پرته ژوند کول ناشوني دی. د ونو وهل که له یوې خوا د اکسیجن د تولیدولو او کاربن ډای اکسایډ جذبولو مخه نیسي له بلې خوا د ونو په سوځولو سره هغه کاربن چې د دوي په وجودونو کې وي بیرته د کاربن ډای اکسايډ غاز په شکل هوا ته ځي.

کاربن ډای اکسایډ یو له مضرو ګل خانۍ غازونو څخه دی، کله چې هوا کې د کاربن ډای اکسايد غاز مقدار زیات شي دا د ځمکې د حرارت لوړوالي سبب ګرځي چې ساینس پوهان يې د اقلیم تغیر بولي، ټول ګل خانۍ غازونه د ځمکې په سر یو جال جوړوي چې دا بیرته د ځمکې څخه انعکاس شوی حرارت پورته هوا ته نه پریږدي او همدا لامل کیږي چې حرارت د ځمکې په سر پاتې کیږي او د ځمکې تودوخه ورځ تر بلې ډېرېږي.

د باران په وخت کې ونې اوبه جذبوي او بیرته دا اوبه د خاصو کیمیاوي‌تعاملاتو په پایله کې هوا ته د بخاراتو په شکل الوځي، ‌بیرته همدا بخارات سره پاس په هوا کې سره راټولیږي او د ورښتونو سبب کیږي. د ونو وهل که له یوی خوا د باران کیدلو مخه نیسي له بلې خوا د ونو په نشتون کې د بارانونو اوبه د ونو په ځای د ځمکې په سر بهیږي چې د خاورو د وړلو او سیلابونو سبب ګرځي.

کله چې د لمر وړانګې ځمکې ته راځي نو ونې يې د شین رنګ (دا رنګ د رڼا د حرارت د جذبولو ډیر ظرفیت لري) له کبله د وړانګو تودوخه جذبوي چې د ځمکې د حرارت د کموالي سبب کیږي، د ونو د وهلو په صورت کې دا وړانګې په خالي میدانونو لګیږي چې بیرته انعکاس کیږي او جذبیږي نه، همدا لامل دی چې د ونو د نشتون په وخت کې ګرمي ډېرېږي.

په هیواد کې وروستی وچکالي، د بارانونو او واورو نه کیدل او د تودوخې لوړېدل د ځنګلونو د نشتون،‌وهلو او کموالي له کبله رامینځ ته شوی،‌که مو د ونو په وهلو کې بې احتېاطی داسې دوام وکړ،‌لري نه ده چې د وچو ډاکونو تودوخه مو د بدن هډوکي وچ او د اوبو نشتوالی مو د څاڅکي اوبو پسې ړانده کړي.

ويښ ملتونه د خپلو شتمنیو څخه دفاع کوي،‌دا شتمنی زمونږ د ټولو ګډه سرمایه ده، د ونو په سرنوشت لوبه کول د ولسمشر، پارلمان، وزیرانو شوری او د اعلیحضرت د لمسي له وسې پورته کار دی.

دا ملت باید د خپل ځان او راتلونکي نسلونو د ژغورولو تصمیم ونیسي نه سیاسیون او نا اهله چارواکي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ځنګلونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 176 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42