د هندي سینما د ځينو فلمي ستورو حیرانونکې مړینې

ساخت وبلاگ

هسې خو هندي سینما او د فلم نړۍ نورو یا لیدونکو ته له لرې ډېره ښکلې، ارامه او زړه وړونکې ښکارې، خو له نږدې بیا د دې نړۍ اوسیدونکې دومره ارام نه وي او ان د نورو عامو خلکو نه هم د دوی د اصلي ژوند ستونزې او ننګونې ډېرې وي.

کله چې لیدونکي د هندي سینما (بالیووډ) ستوري ګوري، نو دوی هم په زړونو کې د هغوی په شان د ژوند تېرولو هیلې ټوکوي؛ خو ډېر کم يې درک کولی شي چې د سینما او فلم دا نړۍ چې څومره له لرې ښکلې او ارامه ښکارې؛ له نږدې له همدومره ستونزو، کړاونو او خطرونو هم ډکه ده.

هغه فلمي ستوري چې نور ورته د نړۍ د نیکمرغه کسانو په نظر ګوري، هغوی هم په خپل اصلي ژوند کې هره ورځ له ګڼو ستونزو او ننګونو تېریږي.

کله کله خو د هندي سینما په دې نړۍ کې ځينې داسې پېښې هم پېښیږي چې ددې نړۍ ظاهري ښایسته او ارام رنګ هم بدرنګه او خېرن کړي.

دلته د ځينو هغه فلمي ستورو په اړه لیکو چې مړینې يې د فلمي نړۍ د اوسیدونکو د اصلي ژوند د ننګونو او ستونزو پرده پورته کړې او ددې نړۍ ظاهري ښکلی رنګ يې هم بدرنګه کړی دی.

۱. بیدشاہ بیزباروہ
بیدشاه بیزوباره د هندي سینما ځوانه فلمي او ټلویزیونې اداکاره وه چې همدا تازه د رنبیر کپور او کترینه کیف سره د هغوی په نوي فلم( جګاجاسوس) کې لوبیدلې وه.
د نوموړی جسد څو ورځې وړاندې پولیسو په داسې حال کې د هغې په خپل کور کې پیدا کړ، چې د کوټې د چت پکې پورې يې ځان زندۍ او ځوړند کړی و.

د بیدشاه د مړینې په تړاو هندي رسنیو بېلا بېل راپورونه خپاره کړل او داسې ویل کیږي چې په خپل کورني ژوند کې يې ګڼې ستونزې لرلې او ممکن د همدې ستونزو له امله يې ځان وژنه کړي وي.

خو دا چې د مړینې ترشاه يې اصلی کیسه څه ده؟ دا پوښتنه لا هم ګونګه ده او روښانه شوې نه ده، خو هندي پولیس وايي چې په دې اړه خپلې پلټنې کوي.


۲- اوم پوري
اوم پورې د هندي سینما وتلی اکټر و چې د تیرې جنورۍ په میاشت کې په خپل کور کې مړ وموندل شو. د نوموړې د مرګ سبب د زړه ناڅاپي حمله ښودل شوې ده، خو په دې اړه لا هم ډیر شکونه شته چې ښايي نوموړی په مرموز ډول وژل شوی وي.

۲. جیا خان
جیاخان خان د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې پر ۱۰ مه پولیسو په داسې حال کې په خپل کور کې وموندله چې دا هم د کوټې د چت پکې پورې راځوړند او مړه وه.

جیاخان د هندي سینما ځوانه فلمي ستورې وه چې په ۱۹۸۸ کال زیږدلې وه. د جیاخان اصلي نوم نفیسه رضوي خان و. هغه د بالیووډ په ځينو فلمونو کې لوبیدلې وه چې ګجني او هاوس فول يې د یادونې دي.
هغه وخت خو د جیاخان مړینې ته د ځان وژنې نوم ورکړل شو، خو وروسته هندي رسینو د نوموړې د مړینې په اړه ګڼې پوښتنې او ګنګوسې خپرې کړې چې ګوندې هغه د خپل یوه ملګري له خوا وژل شوې.

خو لا تراوسه هم نه ده واضع شوې، چې د مرګ تر شاه کیسه يې څه وه.

۳. پروین بابي

پروین بابی د هندي سینما وتلې فلمي ستورې وه چې په خپل فلمي ژوند کې يې څو جایزې (ایوارډونه) هم اخیستې وو. د بابي په مشهورو فلمونو کې نمک حلال، امر اکبر اینتوني او شان شامل دي.

پروین بابي چې په فلمي نړۍ کې څومره ښایسته او زړه وړونکې زندګي کوله، اصلي ژوند يې همدومره له یوازیتوب او تیاریکو ډک و.

نوموړې واده نه و کړی او د فلمي نړۍ بهر يې په اصلي ژوند کې ګڼې ستونزې او ننګونې لرلې چې بلاخره يې د مرګ سبب هم شوې.

د پروین بابي مړ جسد د هغې په کور کې پیدا شو او هغه وخت يې د مړینې لامل هم معلوم نه شو، خو وروسته ځينې هندي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې پروین بابي د شکرې ناروغي لرله او مړینه يې د همدې کبله وه.

د پروین بابي مړینې هغه وخت د هغې او فلمۍ نړۍ مینه وال حیران او وبوږنول.

۴. مدهو بالا

مدهو بالا د هندي سینما د مشهور او بریالي فلم مغلم اعظم اداکاره وه، چې اصلي نوم يې ممتاز جهان و. نوموړې په ۱۹۶۹ کال کې د زړه د حملې له امله مړه شوه.
مدهو بالا د هندي سینما د ښکلیو او مشهورو اداکارانو په کتار کې تر ټولو وړاندې وه، چې په هر فلم کې به يې د خپل ښایست او ښې اداکارۍ له امله د لیدونکو زړونه وړل، خو په خپل اصلي ژوند کې يې یوه لمن ستونزې درلودلې چې له امله يې په بېلا بېلو ناروغیو هم اخته او بیا پسې مړه شوه.

مدهو بالا په ځينو فلمونو کې د خپل ځانګړي او ښه کار کولو له امله لا هم د هغې د مینه والو په زړونو کې ژوندۍ ده.

۵. مینا کماري

مینا کماري په ۱۹۳۲ کال زیږیدلې وه او مشهور فلمونه يې پاکیزه، بهیګي رات او پهول او پتهر وو. نوموړې د ۴۰ کالو په عمر مړه شوې او هغه وخت يې د مرګ لامل د نشه یي توکو کارول ښودل شوی وو.
مینا کماري هم د هندي سینما نوموتي فلمي اداکاره وه چې ډېر مینه وال يې لرل او ناڅاپي مړینه يې مینه والو ته حیرانونکې وه.

۶. دیویا بهارتي
دیویا بهارتي د ۱۹ کلونو په عمر په ۱۹۹۳ کال کې په داسې حال کې مړه شوه، چې د پنځم منزل نه لاندې ولویدله.

هغه وخت داسې ګونګوسې وې چې ګوندې دیویا بهارتي کوم چا په لوی لاس لاندې راغورځولې ده. خو لا تراوسه هم د هغې د مړینې ترشاه پټه کیسه نه ده ښکاره شوې.

دیویا بهارتي خپل فلمي مزل په کار ۱۹۹۰ کې پیل کړ چې د خپل ښایست او ښه هنر له امله يې ډېر ژر د ځان له پاره ګڼ مینه وال پیدا کړل، خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او ایله د ګوتو په شمېر کلونه يې په سینما کې تېر کړل.

هغې که په فلمې نړۍ کې وخت لږ تېر کړ؛ خو د خپل ښایست او ښه کار کولو له امله د خلکو نه ده هېره شوې.

۷. ګرودت
ګرودت هم د هندي سینما مشهور اداکار، پروډیوسر او لارښود و، چې مشهور فلمونه يې پیاسا، کاغذ کې پهول، صاحب بیوي او غلام دي.
هغه په کال ۱۹۶۴ د اکتوبر میاشتې په ۱۰ مه په خپل کور، خپله خونه او خپل کټ کې په مړ حالت کې پیدا شو. هغه وخت د ګرودت د مړینې لامل د ډېرو شرابو څښل او د خوب د ګولیو خوړل یاد شوي وو.

خو د نوموړي مړینې ته ځينو خلکو د ځان وژنې په نظر کتل. ددې مشهور فلمي ستوري یاد اوس هم د هغه د مینه والو په زړونو کې تازه دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : حیرانونکې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 240 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42