پنځه نښې چې ښيي پوره خوب مو نه دی کړی

ساخت وبلاگ

د کافي او ښه خوب په اړه ډير معلومات خپاره شوي. دا چې ولې مهم دی او څنګه کافي خوب زموږ په ورځني ژوند او چارو اغیز کوي. په خوب کې ناغه او کافي خوب نه کول مخکې له دې چې تاسو یې درک کړی ستاسو بدن یې تاوان پرې کوي.

دلته درسره څو هغه نښې او علامي شریکوو چې ښيي ستاسو خوب پوره نه دی او نور خوب ته اړتیا لرئ.

1- کله چې ډیر حساس شئ او په وړه خبره مو طبعه خرابه وي

بیخي زیاتو څیړنو دا ثابته کړې چې خوب او رواني روغتیا له یو بل سره تړلي دي. هغوی چې ستریس، اندېښنه، انګزایټي ( اضطراب) لري، ډیر احتمال شته چې کافي خوب نه کوي. نو که د ورځې مو په وړه وړه خبره غوسه راتله، طبعه مو بې دلیله خرابه وه او ډير حساس وئ ، په دې پوه شئ چې خوب مو پوره نه دی او مخکې له دې چې کیسه درنه ورانه شي خپل خوب پوره کړئ.

2- بې توجهي او ناپامي

د توجو او تمرکز نشتوالی د بې خوبۍ بله نښه ده. تاسو ښايي له ژوند سره د کم تړاو احساس وکړئ او د کار په ځای کې ډيره لیوالتیا ونه لرئ. کله چې کار کوئ، پر کار خپل تمرکز په اسانۍ نه شئ راټولولی او دا تاسو ته داسې احساس درکوي چې باید له خپل کاره لرې و اوسئ. دا هم د کم خوبۍ یوه نښه کیدای شي، په ځانګړې توګه بې خوبي بشري تمرکز تر ډیره راکموي.

3- کم تولید او ستونزمن قضاوت

که بې خوبه یئ نو که هر کار کوئ، په هغې کې مو تولید یا لاس ته راوړنه د نورو ورځو په مقایسه کمیږي. همدارنګه بې خوبي ستاسو د قضاوت ځواک زیانمنوي او په پریکړه کولو او تصمیم نیولو کې ستونزه لرئ، هغه که د ډيرو وړو مسلو په اړه هم وي. نو که په اسانۍ مو پریکړه نه شوه کولی پوه شئ چې کم خوبه یئ .

4- پرلپسې د لوږې احساس

که چیرې متوجې شوئ چې د میزونو په کونجونو یا د الماریو په تاخچو کې په خوړو پسې ګرځئ، یا وچ چیپس لټوئ او یا زاړه بیسکټ، نو دا هم ددې نښه ده چې خوب مو سم نه دی. څیړنو ښودلې چې کم خوبې په وجود کې لیپټین په نوم هغه هورمون کموي چې تاسو ته د مړښت احساس درکوي او پر ځای یې د ګریلین په نوم د لوږې هورمون زیاتوي.

5- په مخ مو دانوکۍ یا ځوانکي راوځي

که غواړئ چې په مخ مو ډیرې دانوکۍ ، بخارونه او ځوانکي راونه خیژې، نو خوب پوره کړئ. که د خوب پوروړی یئ نو له دې سره مو بدن کې د کورتیزول په نوم د ستریس هورمون زیاتیږي چې دا هورمون تر ډيره په مخ او نور وجود د دانوکیو او بخارونو د راوتلو سبب کیږي. نو که پر مخ مو دانوکۍ ډیرې شوې، دا هم ددې نښه کیدای شي چې خوب مو ګډوډ دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 165 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42

خبرنامه