ورزش مو څیره ښایسته کوي او پر مخ مو مسکا خوروي

ساخت وبلاگ

لیکنه: ډاکټر جاسون کاوډن
ژباړه: غازي عابد

په دې به پوهیږئ چې تمرین د بدن لپاره مهم دی، خو ایا له دې خبر شوي یاست چې د بدن د نورو برخو په نسبت ورزش د مخ لپاره خورا زیات مهم او ګټور دی؟

د روغتیا نړیوال سازمان (WorldWideHealth.com) په وېنا؛ تمرین کول د مخ د جراحۍ یا عملیات کولو په شان د مخ د پوستکي رنګ په تازه کیدو، له مخه د تورو لیکو د له لمنځه تلو او د مخ په بشپړه مُسکا کې اغیزناک او ګټور ثابتېدای شي.

د بدن د نورو برخو په شان په مخ کې هم عضلي شته دی. دا غړي او عضلې د تمرین په جریان کې کلکیږي او خوریږي، نو په غځولو یا خورولو سره لاتقویت ترلاسه کوي، چې په ترڅ کې یې د وینې جریان زیاتیږي او د غړو صفا او ښه رنګ ورسره ډیروالی مومي.

نو مخ ته د تمرینونو ګټه نه یوازې دا چې ستاسې د مخ مُسکا به زیاته کړي، بلکې تر څنګ به یې ځوان او صحتمند هم ښکارئ.

د لاندې ګټې هم لري:

– د خندا تمرین یا ورزش

د خندا یا مُسکا تمرین په کولو سره ساده او ښکاره ګټه دا ده چې له دې سره مو د مخ غړي یا عضوي چې ستاسې د مخ مسکا کنټرولوي پرمختګ کوي، کله چې یې دې غړو پرمختګ وکړ او وغوړېدل، ستاسې څیره ورسره تر ډیره خوشحال او خوښه ښکاري.

چې کله مو یاد کار وکړ، یوې ښیښې ته کیښنئ یا ودریږئ، بیا وګورئ چې د عضو په غوړیدو سره مو مخه څومره ښکلی کیږي.

نو ددې لپاره دا لاندې تمرینونه ترسره کړئ:

۱- د خپلې خولې کونجونه مو په افقي یا اړخیزه توګه بغلونو ته کش کړئ، بیا خپلې شونډې سره تر لسو سیکنډو یا ثانیو لپاره جوښتې یا جوړه وساتئ.

۲- د اړخونو کشوالي ته لږه نوره پراختیا یعنې ډیرې کش کړئ، څو د غاښونو څنډې معمولي څرګندې شي، دا هم د لسو سانیو لپاره وکړئ.

۳- په زیاته اندازه د شونډو بغلونه کش کړئ او نیمايي غاښونه مو څرګند کړئ، د لسو سیکنډو لپاره دا وکړئ.

– مسکا د لېکو پاکوونکې

د تمرین په وسیله کولی شئ چې د خپلې خولې چارچاپیره لیکې پاکې کړې، ځوان ښکاره شې او طبعي ځلانده څېره ولرې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 194 تاريخ : دوشنبه 6 آذر 1396 ساعت: 12:42