پنځه ټکي هغو میندو پلرونو ته چې غواړي ماشومان یې راتلونکې کې نوښتګر و اوسي

ساخت وبلاگ

لیکنه: جمي فریډلانډر
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د پنسلوانیا د پوهنتون د مثبتې ارواپوهنې مرکز څیړنوال او د خیالاتو د انسټیټوټ د علمي زده کړو ښوونکی ډاکټر سکوټ بري کوفمن وايي: “موږ باید په دغه ټکي له سره غور وکړو، چې خپل ماشومان څنګه ځیرک روږدي کړو ترڅو د پنځونې په اصل تمرکز وکړي او نوي شیان رامنځ ته کړي. معیاري ازموینې او د حفظ شویو مالوماتو څرګندول د ماشومانو د ځیرکتیا د مالومولو بنسټیزې لارې چارې نه دي او د یو چا د ازموینې د نومرو له مخې هغه کس نه شی پیژندلی.”

د کوفمن له نظره، په ماشومانو کې د پنځونې ( تخلیق) د حس پیدا کولو لپاره څو مهم ټکي:

۱. ماشومانو ته وخت ورکړئ ترڅو ګټور خیالونه وپالي

په ښوونځي کې ښه بیلګه یې دا ده، چې درسي پلان باید د هر ماشوم د شخصي موخو سره تړلی اوسي. ماشوم باید له کوچنیوالي د خپلو موخو په اړه فکر وکړي او په اړه یې په خپل ذهن کې یو انځور ولري. یعنې یوه خیالي نړۍ وپالي.

۲. د ماشومانو د همغږو احساساتو څخه ملاتړ وکړئ

د ماشومانو له هغو احساساتو سره چې تاسې همغږي یئ، ترې ملاتړ وکړئ او مه یې پریږدئ، چې توند او عقده یي لوی شي او دا فکر ورسره پیدا شي چې ګوندې موخې یې په بهرنیو فکتورونو پورې تړلې دي او پرته له هماغو فکتورونو نه شي کولی چې خپلې موخې ترلاسه کړي.

۳. ماشومان مو د بیلابیلو شیانو تجربه کولو ته وهڅوئ

ماشومانو ته مو دا اجازه ورکړئ، چې د نړۍ بیلابیل شیان تجربه کړي ترڅو له هر شوني کار سره روږدي شي او په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي. همدارنګه، ماشومانو ته مو د هغوی د ورځنیو کارونو په اړه د بدلون منلو مفکوره ورکړئ.

۴. ماشومانو ته مو د خطر منلو احساس ورکړئ

پریږدئ چې ماشومان مو په دې پوه شي، چې ګوندې دوی مختلف فکر کوونکي دي او هرڅه ته د خپل فکري زاویې څخه ګوري. خطر منل کولی شي چې ماشومان زړور او باجراته کړي.

۵. که چیرې د یوې ستونزې د حل لپاره یې مختلف نظر ورکړ، نو تشویق یې کړئ

د هغو ماشومانو د بیساري فهم او درک قدرداني وکړئ، چې د زده کړې میتود یې د نورو ماشومانو په پرتله متفاوت واوسي. همدارنګه، ماشومان باید په دې پوه شي چې د هرې ستونزې د حل لپاره نه یوازې یوه لاره ده، بلکې په پراخه کچه بیلابیلې لارې شته.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ماشومان,راتلونکې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 219 تاريخ : شنبه 4 آذر 1396 ساعت: 4:30