څنګه کولی شو په کاروبار کې کارکونکي خوشاله وساتو؟

ساخت وبلاگ

لیکنه: د وړو کاروبارونو لپاره لوی بازار – ویب پاڼې څخه
ژباړه: غازي عابد

موږ له ۳۶۲ هغو سوداګرو سره چې کوچني بیزنسونه لري، مرکې کړي. تقریبا دوی ټولو راته ویل چې دوی ته تر ټولو غټ ترینه ستونزه د کارمندانو مدیریت کول، هغوی په دې ډاډه کول چې په مینه سره کار ته راځي او ایا هغوی تر خپلې وسې پورې کار کوي او کنه؟ دا ده.

که پاکه یې ووایو، یوه تر ټولو غوره لار چې خپل بیزنیس دې په ښه ډول پرمخ بوځې، هغه د مامورینو خوښ ساتل دي. که چیرته خوشحاله نه وي، بیا په صداقت او وفادارۍ سره کار نه کوي. که چیرته هغوی ژمن نه وي، نو بیا کار هم نه کیږي. د مامورینو خوشحالول څه کوډي نه دي، بلکې اسانه لارې چارې دي، چې یوه یې دا ده څو خپلو مامورینو ته داسې احساس ورکړې چې فکر وکړي دوی هر څه لري.

د مامورینو په خوښ ساتلو کې درې نورې مهمې نقطې:

۱- چیرته په یو جدا ځای کې کیښنئ او له ځانه سره په دې فکر وکړئ او ټولې خواوې یې وسنجوئ، چې څرنګه کیدای شي زما کارمندان خوشحاله او له ما راضي شي. داسې فرض کړه؛ که ته مامور وای، له مشره به دې څه غوښتل چې در کړی یې وای او څه ډول هیله مو ترې درلوده. همداسې له مامورینو یې وپوښتئ چې څه غواړئ، ټولې اړتیاوې یې په نظر کې ونیسئ.

۲- ځان سره بیلابیلې لارې او نظریې برابرې کړئ او بیا ترې یوه انتخاب او عملي یې کړئ. یعنې له داسې لارې استفاده وکړئ چې هغه په ټولو کارکوونکو باندې اغیز ولري او خوشحاله یې کړي. مثلاً نورې خواوې خو پریږده، که چیرته ته د خپلو کارکوونکو لپاره یو کتاب انتخاب کړې او هر یو ته خپله برخه درس ورکړئ او بیا په شریکه یې یو بل ته ووایئ دا یې هم په خوښۍ او پام غلطۍ کې مرسته کولی شي.

۳- له خپلو کارکوونکو سره مثبته رویه باید وکړئ. تل هڅه وکړئ چې تر ډیره مثبته رویه او اخلاق ولري، کله چې یې رویه او روحیه مثبته شوه، کارونه بیا ښه پرمخ ځي. همداراز نورې مادې اړتیاوې لکه معاش، چاپیریال… هم باید مناسب او برابر وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : کاروبار,کارکونکي, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 164 تاريخ : شنبه 4 آذر 1396 ساعت: 4:30

خبرنامه