که مو مشر دا ځانګړنې لرلې نو بویه چې ناکام مشر دی

ساخت وبلاگ

موږ ټول تا پیژنو؛ کله چې د دفتر ور په چټکۍ سره واز شي، نو پوهیږو چې اوس به یوڅوک راننوځي، چې هغه هم زموږ ناکام مشر دی. په دې صورت کې زموږ د زړه ضربان په تیزیدو شي او د لاسونو ورغوي مو خوله وکړي. موږ ټول له دې ویریږو چې اوس به چیرته ودریږي او هر یو دا وایي چې کاش اوس زما د میز پر سر ونه دریږي. ته څوک یې؟ یو ناکام مشر.

ته نه باید داسې یو مشر واوسې چې هرڅوک درڅخه ویره وکړي، هرڅوک سپک کړې او باور یې له منځه یوسې. څنګه کولی شې، چې ځان بدل کړې؟

لومړی ګام دا دی چې باید په هغو شیانو ځان پوه کړې، چې تا یو جنجالي او ناکام مشر ښيي.

موږ د بنسټ ایښودونکو د ځوانانو د شورا له غړو سره خبرې وکړې، ترڅو موږ ته د یوه ناکام مشر ځانګړنې را په ګوته کړي:

۱. د شفافیت کمښت
د یوه شرکت کارکوونکي هغه وخت خپل غږ اوچتوي، چې کله مشر یې په کارونو کې ورسره رښتینی نه اوسي. کله چې یو مشر په یوې پرمختللې کمپنۍ کې د خپل کاري ټیم سره د کار شفافیت شریک نه کړي، نو هماغه ده چې د کارکوونکو په ذهن کې بیلابیلې پوښتنې راولاړیږي او له خپل کار څخه زړه توري کیږي، نو په همدې اساس دوی هڅه کوي په دې ځان پوه کړي چې کمپنۍ يې په کومه کچه ده، ایا د پرمختګ په حال کې ده او که د زوال په حال کې؟ د کمپنۍ په کار کې د مشر لخوا د کارکوونکو د کار د شفافیت ستایل کولی شي د هماغې کمپنۍ د ټولو کارکوونکو ترمنځ همغږي رامنځته کړي، په شته ستونزو تمرکز وکړي او د کمپنۍ د اوږد مهالو ګټو لپاره ورته د حل لارې ومومي. د شفافیت د کمښت په پایله کې باور له منځه ځي.

۲. غوږ نه نیول
د یوه وفاداره او باوري ټیم رامنځته کولو لپاره د ټیم مشر باید د ټولو کار کوونکو نظریو ته غوږ ونیسي او وایې وري، ځکه چې هر کار کوونکی دې ته اړتیا لري چې د دغه ټیم یو فعاله او ژوندی غړی واوسي او په هر کار کې یې برخه واخلي. له کارکوونکو سره خبرې اترې کول او د هغوی نظریې اوریدل هغه څه دي، چې په اوس وخت کې په ډيرو کمپنیو کې د کمپنیو د مشرانو لخوا ورته ارزښت نه ورکول کیږي، چې دا ډول باید نه اوسي.

۳. یوازې خپل منل او د نورو نه اوریدل
ځینې داسې مشران دي، چې یوازې خپله مني او د نورو نظریو ته ارزښت نه ورکوي او وایي چې په دې کمپنۍ کې یوازې زه یم چې په هرڅه پوهیږم، خو په اصل کې داسې نه ده. هر انسان ذهن لري، چې کولی شي ترې سمه ګټه واخلي او خپل نظر وړاندې کړي. د نورو نظریو ته غوږ نیول او ارزښت ورکول کولی شي چې یوه کمپنۍ د بریا تر پوړیو ورسوي.

۴. د یوه کارکوونکي په وجود کې د پټو وړتیاوو په پرتله کاري تجربې ته ارزښت ورکول
اجراییوي مشران نه باید د یوه کارکوونکي په وجود کې د پټو وړتیاوو په پرتله دهغه کاري تجربې ته زیات ارزښت وکړي، ځکه چې زموږ ځینې کارکوونکي ډیره کاري تجربه نه لري، خو له کمالاتو ډک دي او له داسې پټو وړتیاوو څخه برخمن دي، چې په درس او تمرین ورکول یې ناشونی کار دی. همدارنګه داسې وړتیاوې به لري، چې یو مشر به یې هم ونشي کړای چې ورزده یې کړي.

۵. ځان ستاینه
غوره مشرتابه هغه دی چې کله یو کار خراب شي، نو خپل ګناه ومني او کله چې یو کار سم ترسره شي، نو امتیاز یې خپل ټیم ته ورکړي. که غواړې چې رښتینی مشر واوسې، نو باید د خپل نفس ونه منې او باید په خپلو کارکوونکو تمرکز وکړې ځکه چې پرته له همدغې کاري ډلې څخه ته هیڅ هم نه یې.

۶. شپه او ورځ کار کول
څو اوونۍ وړاندې ما له یوه متشبث څخه د هغه د اوونۍ د پای د پلانونو په اړه وپوښتل او هغه په ځواب کې وویل، چې زه ټوله اوونۍ کار کوم او رخصت نه لرم. د هغه د ځواب نه ما دا مطلب واخیست چې د یوه تجارت پرمخ بیول څومره زغم ته اړتیا لري، خو ته باید د خپل ټیم لپاره یو مثال پاتې شې، نور تفریحي کارونه وکړې او په کار کې ځان ته وقفه ورکړې. پرته له وقفې او تفریحي کارونو څخه، هر کارکوونکی به هم ستا د کار په اندازه کار کوي، چې دا بیا په خپل ذات کې یو کړکیچن حالت ته لمن وهي او کارکوونکي له کاره زړه توري کوي.

۷. په کافي کچه خواخوږي نه درلودل
د کمپنیو مشران باید هغه ستونزې درک کړي، چې کاري ډله یې ورسره مخ کیږي او وروسته له هغې باید د لارې له سر څخه شته خنډونه لیرې کړي ترڅو کاري ډله یې وکولی شي خپل کار په سمه توګه ترسره کړي. زما په اند، دغه خنډونه د سرچینو، د لارښوونې او د فرهنګ نشتون دی.

۸. د منفي اوازو منل
د بل چا په اړه منفي اوازې خپرول دا مطلب رسوي، چې نور کسان نه باید د هماغه کس سره په اوسیدو ځان خوندي احساس کړي. په دې کار سره په کاري ډله کې هماغه کس بې باوره کیږي او د نورو ملګرو په ذهن کې یې دا ویره پیدا کیږي، چې ګوندې سبا ورځ د دوی ترڅټ داسې کوم څه ونه وایي او ځان ورسره خوندي نه احساسوي. په همدې اساس، هغه مشران چې منفي انګازو ته دومره توجو نه کوي او نه یې اوري، په حقیقت کې چې د خپلې کمپنۍ د کارکوونکو روحیه پیاوړې کوي.

۹. د یوه کار پړه په خپل غاړه نه اخیستل
د یوه مشر په توګه، د کاري ډلې د هرې ناکامۍ پړه په خپل غاړه واخله. د ورځې په پای کې، هر ډول چې اوسي ته یې مسوول یې، نو خپل کاري ډلې ته دې دا اجازه ورکړه ترڅو په دې پوه شي چې څه رقم چې تا غوښتل یو کار ترسره شي، په هماغه ډول ترسره نه شو. وروسته له هغې د دې پرځای چې نور کسان پړه وګڼې، حل لارې ورته پیدا کړه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ځانګړنې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 169 تاريخ : شنبه 4 آذر 1396 ساعت: 4:30