انتقادي تفکر او استدلال

ساخت وبلاگ

لیکواله: مهر تاج – 

انتقادي تفکر څه ته وایې، کله رامنځته کېږي او چې رامنځته شي، استدلال باید څنګه وشي!؟

تر هر څه مخکې لومړی د، « انتقادي تفکر» تعریف ته راځو:

« انتقادي تفکر» تعریف یو ګران کار دی، پوهانو ښایي مختلف تعریفونه کړي وي، ما په یو کتاب کې د انتقادي تفکر تعریف داسې لوستی او همدا تعریف مې راخیستی دی چې : « د خپل ځان، یا نورو د تفکر ژوره مطالعه ،ارزونه او په اړه یې قضاوت کول دي »

پر همدې تعریف خبرې کوو:

دا چې زمونږ ټولنه یوه احساساتي ټولنه ده، همدا راز ځینې نقد/انتقاد کولو کې هم له احساساتو کار اخلي؛ په انتقاد جدي کېږي حتی بحث تاوتریخوالي ته باسي او د تعصب جامه ور اغوندې. لنډ فکر په دې کوي، چې ګوندې دا انتقاد یوازې هغه څوک کوي، کوم څوک چې درسره شخصي خصومت لري او سیالي کوي.

خو داسې نه ده.

لکه څرنګه چې مو په تعریف کې د درې برخو یادونه کړي ده چې ۱ د ځان یا نورو، ۲ دتفکر ۳ ژوره مطالعه (ارزیابې) او په اړه یې قضاوت کول؛ د نقد په وخت کې باید د بحث اړخونه یادې درې برخې په نظر کې ونیسي.

کله چې موضوع (لیکنه) د ځان یا نورو شوه، نو دلته د ژورې مطالعې لپاره اړین افزار تر لاسه کړئ، څو ښه استدلال رامنځ ته شي او نتیجې ته سره ورسیږئ.

کله چې د نورو استدلال ارزوئ، ځینې وخت باید د هغوی د استدلال سره مخالفت وکړئ. او کله هم باید د خپل استدلال د تقویې لپاره دلیل وړاندې کړئ.

پرته له دې چې کوم رول لوبوئ، باید د نورو د استدلال د ارزولو پوهه ولرئ. او په اړند موضوع کې هر اړخیز معلومات ولرئ، تر څو حقیقت تر لاسه کړئ.

په انتقادي تفکر کې د استدلال ځای

د استدلال موخه دا ده، چې غوره ځواب تر لاسه کړو، مثلاً د خلکو یوه ډله یو موضوع ته له یوه نظره ګوري او بله ډله بیا له بل نظره؛ دواړه لوري د خپلو لید لورو د ثابتولو لپاره استدلال وړاندې کوي. په دې ترڅ کې، هغه لوری میدان ګټلی شي، چې استدلال یې له واقعي نړۍ سره برابر وي او مقابل لوري ته قناعت ورکړي. که تاسو د استدلال ځواک ونه لرئ، نورو ته قناعت نه شئ ورکولی او په نتیجه کې، سره له دې چې د هغوی استدلال سم نه دی پرخپل قضاوت ټینګار کوي.

لنډه دا چې استدلال باید له درې حالاتو خالي نه وي؛ ۱، حقیقت، ۲، دلیل، ۳، پایله. یعنې د حقیقت د اثبات لپاره باید دلایل داسې وکاروئ چې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږئ.

په یاد ولرئ، چې دا یوازې افزار دي او د انتقادي تفکر په برخه کې د کافي مهارت تر لاسه کول زیاته تجربه او پرلپسې زده کړه غواړي. هڅه پکار ده چې د خلکو له ستونزو او پوښتنو سره ځان ښکیل او هر یو ته جلا استدلال جوړ کړئ. د نورو د نیوکو منلو ته چمتو اوسئ.

دا کارونه سخت دي، خو د انتقادي تفکر او حقوقي دفاع لوړو پوړو ته د رسیدلو لپاره اړین دي.

موخه یا هدف

انتقاد د سمون په معنا دی، ځان یا بل ته قناعت ورکولو لپاره او حقیقت یا یوې نتیجې ته د رسیدلو/ پرې پوهېدلو لپاره دی. نه د شخصي دښمنۍ ، سیالی یا غچ اخیستلو او یا نورو منفي اهدافو لپاره.

دا فعالیتونه کافي وخت، زیار او حوصلې ته اړتیا لري. البته په دې ټولو ارزي. انتقادي متفکرین د حقایقو د موندلو په لټه کې دي. دوی په هر استدلال کې خپل موقعیت په نظر کې نیسي، د خپلې نتیجې د ثابتولو لپاره شواهد او فرضیات ازمویي. وروستی نتیجه، په غوره حالت کې، هماغه ده چې له واقعیت سره تطابق ولري. دا نتیجه کیدای شي د ملي پالیسیو، حقوقي استدلال، علمې او یا هم شخصي لاسته راوړنو اساس جوړ کړي.

دا یو خام نظر نه، بلکې خوشبینانه نظر دی. البته د دې نظر د ازمویلو لپاره صرف یوه لاره لرو، هغه هم د ځمکې پر مخ د انتقا دي متفکرینو شمیر زیاتول دي.

هیله لرو چې تاسو هم پدې ډله کې شامل شئ.

ماخذ:
• legal writing

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : انتقادي,استدلال, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 289 تاريخ : شنبه 4 آذر 1396 ساعت: 4:30