خپله خوښي، د نورو په خوښۍ کې ولټوئ، خو څنګه؟

ساخت وبلاگ

لیکنه: هینریک ایډبرګ
ژباړه: غازي عابد

ددې لپاره چې ځانته یو خوشحاله ژوند برابر کړې، یوه اسانه لار یې دا ده چې نور خلک باید خوشحاله کړې.

ولې؟
– ځکه کله چې نور درسره په خوښ تندي مخ شي، ته به هم ورسره خوشحاله شې.

– ته به هم د خوښۍ احساس وکړې، ځکه یو ښه کار دې ترسره کړی.

– څه چې ورکوې بیرته به یې پایله ترلاسه کړې، ځکه چا ته چې تحفه ورکوې او نازوې، خامخا به دې راتلونکې کې نازوي.

دا چې د نورو په خوښۍ کې زموږ خوښي هم شته، نو نور به څنګه خوشحالوو؟

ځینې لارې چارې داسې شته چې مرسته کولی شي:

۱- د زړه له کومې سلام او صمیمیت څرګندول: مثبت خلک تل هیله لري چې خلک ورسره رښتیني او صمیمانه وغږیږي. یعنې داسې څه ووايئ چې نور خلک در نه راضي او ستاسې له خبرو وهڅیږي.

۲- کله چې موټر چلوئ، که بل کس هڅه کوي، ستاسې لاین ته در ننوځي، اجازه ورکړئ. کیدای شي په دې سره د ستونزې مخه هم ونیسئ او هغه ته چې لاره مو ورکړې، ممکن درنه خوشحاله او خوښ هم شي.

۳- د نورو لپاره مو سینه پراخه کړئ، دا کومه سخته خواري نه ده، خو کولی شي د نورو په مخونو خوښي راولئ.

۴- د هغه څه په اړه بیا بیا مننه وکړئ چې مخکې یې هم مننه شوې. د ځینو شیانو په اړه چې پرلپسې ترسره کیږي هم باید مننه وشي، لکه که یو څوک ښه اشپزي وکړي، یا پرلپسې دندې ته راځي…ترې مننه وکړئ.

۵- په خپل کور کې پخ کړي مزدار خواړه مو له نورو سره، خصوصاً اړمنو سره شریک کړئ. لکه ډوډۍ، سکریم او نور شیان. دا هم ستاسې او هم د هغوی په ژوند کې د خوښۍ باعث کیږي.

۶- د خپلې خوښې په کار کې نورو ته برخه ورکړئ، لکه د بل د ذوق کار چې نور خلک یې هم علاقمند وي، لږ وخت ورکړئ، لکه موټر چلول.

۷- هغه څه چې مو کرلي وي، نورو ته یې هم ورکړئ. لکه تازه میوې، مرخیړی، فروټ او نور…

۸- تشویق یې کړئ. ځینې وخت کې نړۍ ډیره تنګه او کلکه شي، دغسې مهال په هغوی چې داسې حال راغلی، مرسته ورسره وکړئ او له منفي حالته یې وژغورئ. ډاډ ورکړئ او وارخطايي یې ختمه کړئ. څو لږ د خوښۍ احساس وکړي.

۹- یوه ښه ټوکه ووایئ. یا هم یو ساعتیرې او خندونکې کیسه وکړئ چې ورسره مخامخ شوي یاست، یا هم کومه خاطره شریکه کړئ.

۱۰- یو چاته له دې امله ډاډ ورکړئ چې څومره ښایسته بوټان یې په پښو دي. څومره ښه سټایل لري. څومره ښه خط لري. څومره ښه ذوق لري. څومره ښه فکر لري…

۱۱- له نورو هغو ملګرو سره مرسته وکړئ چې ستاسې لاسنیوي ته اړتیا لري. باید تاسې یې درک کړئ چې بل کس یا ملګری مو څه ته اړتیا لري، هماغه ډول سره همکاري او مرسته وکړئ.

۱۲- نور په مینه او خوښۍ غیږ کې ونیسئ، دا ډول د صداقت غیږ ورکول، هر ډول منفي فکرونه ختموي.

۱۳- کارکوونکو یا مزدورانو ته مو ښه خدمت وکړئ، چې د هغوی خوښ وي او خوشحالولی یې شي.

۱۴- ځیني کارونه د نورو لپاره وکړئ، یا د مرستې په بڼه یا مخکې له دې چې بل کس خبر شي، تاسې یې کار په ښه ډول ورته اجرا کړئ.

۱۵- تل مثبت ګرا اوسئ. که چیرته رښتیا هم مثبت اوسې، په کور، کلي، بازار، لاره، کار، ډوډۍ او هر څه کې مثبت فکر او احساس ولرې، خامخا به نور درځینې خوښ وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 224 تاريخ : پنجشنبه 2 آذر 1396 ساعت: 17:36