هلمند کې ٥٧ پولیس وژل شوي او نږدې ٣٧ نور ټپیان دي

ساخت وبلاگ

لښکرګاه (پژواک،١٠ غبرګولى ٩٥): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په دوو ولسواليو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ٥٧ پوليس وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان دي.

په هلمند ولايت کې د ٥٠٥ بست زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سيمه کې ٢٧ پوليس وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.

ده همداراز زياته کړه چې د ګرشک ولسوالۍ د مالګير سيمې په جګړه کې تر اوسه ٢٥ پوليس وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

دولتزي وویل چې د ګرشک د سره شاخ سيمي په جګړه کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان سفرمحمد په ګډون تر اوسه پنځه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي او وايي چې په يادو سيمو کې تر اوسه طالبانو د پوليسو لس پوستې هم نيولي دي.

د دولتزي په خبره چې په دې جګړه کې د ملي رادو سرتېرو او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم يادې جګړې تاييدوي.

پرون د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته ويلي وو چې طالبانو د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې د پوليسو ٨ پوستې نيولې دي.

هغه زياته کړې وه چې د يادو پوستو د نيونې پر مهال ٦١ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د ولايتي شورا ځينو غړو هم نن پژواک ته ويلي که تر ٤٨ ساعتونو پورې دغه ولايت ته مرستندوی ځواکونه ونه استول شي دغه ولايت به سقوط وکړي.

خو د ملي دفاع وزارت چارواکي بيا وايي چې په هېڅ صورت وسله وال طالبان نه شي کولاى دغه ولايت سقوط کړي.

د هغوى په وينا، د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات روان دي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د مرکز لښکرګاه د ځنيو سيمو تر څنګ د څلورو ولسواليو واګې هم د طالبانو په لاس کې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 283 تاريخ : دوشنبه 10 خرداد 1395 ساعت: 19:33