کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٥): د سياسي چارو شنونکى محمد حسن حقيار د ملي امنيت رياست له لوري، نن په کابل ښار کې نيول شوى دى.
دغه څرګندونې د ملي امنيت يوې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
سرچينې وويل چې نوموړى د تاوتريخوالي د ترويج او له ترهګرۍ څخه د دفاع په تور، نن له غرمې وروسته نيول شوى دى.
سرچينه وايي: "نوموړي له طالبانو څخه دفاع کوله او څو ورځې وړاندې یې په يوه بحث کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور "شهيد" بللى و."
د امنيت شورا وياند تواب غورځنګ هم په خپله ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د حقيار نيولي تاييد کړي او ويلي دي: "د افغانستان د ملي امنیت قوتونو حسن حقیار د تاوترخوالي او طالبانو د ملاتړي په تور نیولی دی. نوموړي په یوه تلویزیون بحث کې د افغانستان د خلکو مشهور قاتل ملا منصور ته د شهید خطاب کړی و."
د حسن حقيار د کورنۍ يوه غړي هم پژاک ته تاييد کړه چې نوموړى نيول شوى او له هغه سره يې اړيکه پرې شوې ده.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 264 تاريخ : چهارشنبه 5 خرداد 1395 ساعت: 23:22