Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «کیدای» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

څنګه کیدای شي چې خلک په خپلو خبرو کې تر اغیز لاندې راولو؟

  • لیکنه: ایمل مړوند د مشهور امریکايي ناول لیکونکي “سډنۍ شیلډن” وینا ده، خلکو سره اوس هم د مرګ نه ډېره دا وېره وي چې د خلکو یوې ډلې ته به څنګه خبرې یا وینا وکړي. که یو کس هر څومره د خبرو کولو میړنی وي، خو چې کله دریځ یا سټیج ته ودریږي او مخکې ناستو کسانو ته وګوري، نو خامخا يې پر تندي خوله لاره کوي او د څه شیبې لپاره پر میک خپل اغیز له لاسه ورکوي. رښتیا هم چې د , ...ادامه مطلب

  • غوره اداري سیاست؛ څنګه په اداره کې بریالي کیدای شو؟!

  • لیکنه: ډاکټر ټراویس براډبیريژباړه: غازي عابد سیاستونه تل له ستونزو او مشکلاتو سره مل وي. تقریباً هیڅ شخص اداري سیاست کې ښکیلتیا نه خوښوي او هغه خلک چې په کې ښکیل وي، رښتیا هم له ستونزو سره مخ وي.لکه د نورو عادي سیاستونو په شان اداري سیاست د انساني رویې نه کنټرولیدونکې برخه ده. خلک له یو بل سره اړوي او سیالي، اختلاف او آن سخت رقابت ته پرې خلک تللی شي.که په اداري سیاست کې د لوبې کولو هڅه ونه کړو، ممکن موږ په خپله اداره کې ځان او خپل کاري محیط وساتلی شو.دا باید ونه وايې چې زه په اداري سیاست کې نه یم اغیزمن شوی، دا داسې دی لکه وچې وایې چې سیاست کې هیڅکله نه ماتیږم یا هیڅوک نه شي ماتیدای. د اداري سیاست د بریالیتوب لپاره اساسي خبره دا ده چې ددې هیله ونه کړې چې هر څه خپله پرمخ ځي او داسې چلونه زده کوې چې څنګه په کې یوازې ځان مخکې بوځې.هغه وخت بریالی کیدای شي چې په مهارت او غوره ډول سره مخته لاړ شې او په دې ځان پوه کړې چې کله او څومره په کې مداخله کول ارزښتمن دي. دا ۶ خبرې هم یاد لرئ:۱- اداري کسان مو وپيژنه.کله مو چې نوې دنده پیل کړه یا که له پخوا دنده کې یاست، پوه شوۍ چې ستاسې د اداري سیاست په مخ کې خنډونه اچول کیږي او دې سره مو کړو وړو ته خطر رسیږي، باید دغسې وخت کې ځان پوره پوه کړې چې څه روان دي.ممکن ستاسې اداره د مخالفتونو، منفي رقابتونو او ائیتلافونو نه ډکه وي او دغه ډول وضعیت اداره ل, ...ادامه مطلب

  • څنګه کیدای شي چې اوږد مهاله مالي پلان ولرو؟

  • لیکنه: جولیا کارپینټرژباړه: احمد فرهاد توتاخیل زه څنګه کولای شم چې داسې یو مالي پلان جوړ کړم، چې ټول عمر مې بس وي او څومره پیسو ته اړتیا لیدل کیږي، چې وکولی شي زما ټولې اړتیاوې پوره کړي؟ لکه، په وړو او سترو سوداګریو پانګونه، واده کول، کور پیرل، له تقاعد وروسته ځان ته کار روزګار برابرول او د ماشومانو راتلونکي (ښوونځي، پوهنتون او نورو ټولنیزو مسایلو) ته سپما.ژوند د ګرانبیه ټکټونو له پیریدلو څخه ډک دی لکه، د کور لګښت، د ماشومانو د ښوونځي او پوهنتون فیس، ودونه، چکر وهل، کور او موټر رانیول، تقاعد او همداسې نور.ته نه شې کولی چې دا هرڅه ټول په منظمه توګه پلان کړې، خو دومره کولی شې، چې د سپما منظمې موخې وټاکې. همدا هرڅه د میاشتنۍ د بودیجې (تنخواه) لیست ته ور اضافه کړه او هر کال د راروان کال د موخو او لګښتونو لپاره مالي پلان ولره.خپل د تقاعد د وخت سپما موخې ته باید لومړیتوب ورکړې او باید له خپل تنخواه څخه سر له همدې میاشتې لس سلنه (۱۰٪) پیسې وسپموې. خپل ځینې لنډ مهالي لګښتونه (چکر وهل او د ځينو شیانو پیرودل) له پامه وغورځوې او باید خپل راتلونکي ته نظر وکړې.ښايي چې نن ورځ له لنډ مهالو لګښتونو څخه خوند واخلې، خو وخت تیریدونکی دی او باید چې خپل راتلونکي ته زیات فکر وکړې. هرڅه تیریږي لکه، چکر وهل، په دوستانو او خپلوانو پیسې لګول او د موقتي شیانو او بې ځایه شیانو پیرودل، خو هغه څه, ...ادامه مطلب

  • څنګه کیدای شي چې د تلویزوني خپرونو ښه چلونکی او پریزنیټر شو؟

  • • لیکنه: چینټیلي نیکولیس• ژباړه او زیاتونه: غازي عابد کرایزس زوله هشاتسي، د ټلویزیون د پریزنټرۍ ځینې عمومي غوره او مهمې مشورې درسره شریکوي. زوله هشاتسي په ډیرو ټلویزیوني رسنیو کې کار کړی او ورسره بشپړه تجربه لري. په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ دلته یې ځینې هغه تجربې درسره شریکوو، چې یو نوی پریزینټر یا وړاندې کوونکی یې باید په نظر کې ونیسي، خصوصاً هغوی چې علاقه لري پریزینټر شي: ۱- څه چې کوې مینه ورسره لره.دا ډیر بې خونده او بد کار دی چې یو کار ترسره کوې، خو په مینه یې نه کوې، یعنې مینه ورسره نه لرې. ځکه که مینه ورسره ونه لرې، باید هغې دندې ته د دندې په حیث ونه ګورې. نو که له پریزینټرۍ سره دې مینه نه وي، بیا یې نه شې ترسره کولی. یعنې له کار سره مینه خو د ژوند په ټولو چارو کې ضرور ده. ۲- دندې ته باید احترام ولرې.ځینې خلک له دې دندې (پریزینټرۍ) سره یوازې ددې لپاره ځان جوړوي چې ډیر شهرت ترلاسه کړي. خو دا شهرت دایمي نه وي. ځکه که ته شهرت غواړې او خپلې دندې ته د سمې دندې په حیث نه ګورې، نو دا به دې وظیفې ته ستره بې احترامي وي. په ټلویزیوني پریزنټرۍ کې که هغه د خپرونو، خبرونو، شوګانو او نور هر څه وي، چې په پوره احترام سره ور داخل نه شئ، هیڅکله به یې ښه ونه شئ کړی، ځکه چې ذهناً درته دا کار کوم نیږدې قت او احترام نه, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها