Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «کمزورې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

"کمزورې لوبډلمشري او د تېز توپ اچوونکو ستونزې د کرکټ د ماتې لامل دى"

  •  کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د کرکټ لوبې د يو شمېر کارپوهانو په نظر د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د پرونۍ ماتې ستر لامل د لوبډلمشر دوامداره خرابه لوبه او په لوبډله کې د تېز توپ اچوونکو ستونزې وې.د زمبابوې لوبډله د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې تر ماتې وروسته پرون د دويمې لوبې لپاره له يوه منظم پلان سره ميدان ته راښکته شوه او د لومړۍ لوبې د ماتې بدل يې واخيست. د دې لوبې پچه زمبابوې ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوى په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٣ منډې جوړې کړې چې ټېلر په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، دغه راز سکندر رضا هم ٩٤ مندې جوړې کړې. له راشد خان او مجيب ځدراڼ پرته د افغانستان نور توپ اچوونکي ښه ونه ځلېدل، دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، محمد نبي او رحمت شاه ډېره خرابه توپ اچونه وکړه او د زمبابوې لوبغاړو په ډېرې اسانۍ څخه منډې جوړې کړې. د افغانستان ملي لوبډلې پيل ډېر خراب و، احسان جنت، شهزاد محمدي، اصغر ستانکزى او نجيب ځدراڼ ژر ژر وسوځېدل، محمد نبي او رحمت شاه لږ مقاومت وکړ، خو وروسته دوى هم په ١٠٦ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې، خو دولت ځدراڼ او مجيب ځدراڼ په وروستيو شېبو کې ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې تر ١٧٩ ورسولې او دوى هم وسوځېدل. دغه راز زمبابوى دا لوبه د ١٥٤ منډو په ستر توپير سره وګټله. د کرکټ يو شم, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها